اګست 22, 2019

ښه او بده خاتمه، دوه کسان څنګه مړه شول…!؟

ښه او بده خاتمه، دوه کسان څنګه مړه شول…!؟

 موسی فرهاد:

«إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالْخَوَاتِيمِ– الحدیث»

موږ او تاسو همیشه په جوماتونو او نورو مقاماتو کې له علماء کرامو څخه دا نصیحت اوریدلی چې راته وایی، د خپلې ښې خاتمې لپاره له الله تعالی څخه دعا، او له بدي خاتمې څخه پناه غواړئ.

علماء وایی چې د ښه او بدي خاتمي حقیقت بیا هم یوازي الله تعالی ته معلوم وي، خو نښي نښاني یې کتابونو ډېري ذکر کړي، د بیلګې په توګه به یې د هري یوې لپاره یو تعریف او یوه عملي نمونه درته ذکر کړو:

علماء کرام وایی، د یوچا د ښې خاتمې نښه دا ده چې «الموت أثناء القيام بعمل من الأعمال الصالحة التي ترضي الله»

یعني یو انسان ته که په داسي حال کې مرګ راشي چې هغه په یو نیک عمل باندي مصروف وي، نو دا یې د نیکمرغۍ او حسنِ خاتمي نښه ده،

او د بدي خاتمې علامه یې دا ده چې: «عدول العبد عن فعل الأعمال الصالحة وإصراره على فعل المعاصي وارتكاب الذنوب والآثام»

او که چیری دا بنده په داسي عمل مصروف وي چې هغه د معصیت او ګناه عمل وي، د الله تعالی د نارضایت سبب وي، او ده ته مرګ راشي نو دا یې د بدبختۍ او سوء خاتمې نښه ده.

اوس موږ د دې لپاره د دوو داسي کسانو یادونه کوو چې هغوی ته په څنګه حالت کې مرګ راغلی، رښتیا هم چې د عبرت او پند اخیستلو وړ بیلګي دی.

 تېر کال په همدغه میاشت کې دوه کسان په داسي مړینه مړه شول :   

1 – لومړی یو نا مسلمان امریکایي سندرغاړی و چې د سندرو ویلو پرمهال د سټیج پرسر راپریوت او ومړ.

بروس همپټون د امریکا د اتلانتیا ښار اوسیدونکی و، نوموړی د څو سندریزو ډلو بنسټګر و، خپل ټول اویا کلن عمر یې په داسي حال کې ورباندي تیر شو چې د نامسلمانۍ برسیره یې ژوند د راک موسیقي غږولو، ډمتوب او لهو لعب کې صرف کړ.

امریکایی رسنیو یې د نورو ستاینو ترڅنګ د بدني جوړښت، صحت او خوښ ژوند ډېري پرپړې کتار کړي، مګر د خپل ژوند وروستۍ شیبه په داسي حال کې ورباندي راغله چې نه یې له کفره وتل او اسلام ته داخلیدل نصیب شو او نه یې، په خپل ټول عمر کې د لهو لعب ژوند ده ته د دې موقع ورکړه چې د خپل معنوي اړخ او خپل اخروي ژوند په اړه فکر وکړي.

بالاخره په داسي حال کې چې د خپلې اویایمې کلیزې په ویاړ یې په جوړو شویو مراسمو کې پخپله سندري ویلي؛ د اتلانتیا ښار په فاکس نومي سالون کې مایکروفون په لاس؛ پر ځمکه را پرېوت او ومړ.

د تعجب ځای دا وو چې وای، نوموړی که څه هم پرځمکه ولوېد او په همغه شیبه کې د مرګ په خوب ویده شو؛ خو سندریزې ډلې یې بیا هم د څه وخت لپاره موسیقي غږولو ته دوام ورکړ. یعني خپل پروګرام یې د ده د مړیني د کشمکش په خاطرخراب نکړ.

څو شېبې وروسته عمله راغله او د راک موسیقۍ د دې بدمرغه انسان مړی یې اوچت کړ. بدمرغه له دې امله چې نه یې پخپل ژوند کې اسلام نصیب شو او نه یې د کفر په ژوند کې هم له لهوولعب دومره ځان وزګار کړلای شو چې د خپل ژوند ارمان له خپلو پاتي شونو سره شریک کړای شي. دې ته وایی د یو بدمرغه انسان د سوء (بدي) خاتمي ستره نښه. اعاذناالله

2 –  دویم د یو اندونیزیایی مسلمان حافظِ قرآن د مړیني جالبه پیښه وه، دا اندونیزیایی قاري شیخ جعفرعبدالرحمن نومیده، تېر کال په همدې میاشت کې په داسي حال کې وفات شو چې د حسنِ قرآت د مقابلې پر مهال یې د سټیج پرسر د قرآنکریم د الملک مبارک سورة تلاوت کاوه، کله چې یې قرأت پیل کړ او د دې آیة « الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ» نیمایي ته چې رسیده؛ میکرفون یې له لاسه وغورځید او نوموړی پرځمکه راپریوت.

پر تلویزن د عیني شاهدانو له قوله چې نوموړي له راپریوتو سره سم د توحید او شهادت کلیمې یو په بل پسي په دهیمي آواز ویلي چې  روح یې خپل خالق ته وسپاره.

ښایی دې ته ورته پیښې په سلګونو، بلکي په زرګونو نوري هم رامنځ ته شوي وي، اما دا پورتنۍ دواړي عجیبي او غریبي بیلګي؛ موږ او تاسو ته راښيي چې د انسانانو ښه او بدي خاتمې که څه هم د الله تعالی په قدرت کې دي، خو د نیکمرغۍ او بدمرغۍ څرک یې بیا هم له ورایه څرګندیدای شي.

الله تعالی دې موږ ته له هغسي کړنو نجات راکړي چې د بدي خاتمي سبب جوړیږي او دا داسي اعمالو توفیق دې رانصیب کړي چې د حسنِ خاتمې دلیل او لامل ګرځي.

رَبّنَااختِمْ لَنَا بِالخَیرِوَالسَّعَادَةِ

 

 

Related posts