اګست 24, 2019

د اسلامي امارت د فرهنګي کميسيون وياړونه او خدمتونه.!

د اسلامي امارت د فرهنګي کميسيون وياړونه او خدمتونه.!

ليکوال: عطاالله مبارز

یادونه: دا لیکنه د «اسلامي امارت موږ ته څه راکړي؟»  کتاب چې د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون له لوري چاپ شوی دی، له مطالعې وروسته د یو شمېر مهمو مقالو د مهمو برخو په راوړلو سره لیکل شوې،د فرهنګي کمیسیون،د نورو خدمتونو ترڅنګ داخدمت راته ځانګړی ښکاره شو، ځکه مي مقدمه کې، د کمیسیون په خدماتو رڼا اچولې او وروسته د کتاب د مهمو مقالو غوړچان لولئ .
مطبوعات او رسنيز فعاليتونه د يو نظام د بقا او پايښت لپاره خورا مهم او حياتي وي او دغه راز راتلونکو نسلونو ته هم د يو لارښود حيثيت لري. کومه پيښه، وينا او يا د چانوم چې د قلم په څوکه د کاغذ پر ټنډه خال شي، هغه مهال بيا د تاريخ يوه برخه وګرځي او له زرګونو کلونو وروسته هم د خلکو د ګټې وړ وي. اوکه ونه ليکل شي بيا د وخت په توپاني څپو کې د تل لپاره ورکه شي.

د افغانستان د اسلامي امارت په تشکيلاتو کې فرهنګي کميسيون يو له مهمو ادارو څخه دی، د خپلې واکمنۍ پرمهال، له واک وروسته د اشغال له پيله يې ترنن ورځې، هڅې او فعاليتونه په ډېر برياليتوب مخ په وړاندې روان دي.

فرهنګي کميسيون د هيواد او نړۍ په کچه د اسلامي دعوت،  له اسلامي او افغاني کلتور او ثقافت څخه د دفاع  او  د خپلې حقې داعيې د رسولو برخو کې په پښتو، فارسي، عربي، انګليسي او اردو ژبو د مجلو، ويب سايټونو او نورو لارو  په بڼه خپل خدمات وړاندې کوي.

چې له ډلې يې  د اسلامي امارت رسمي ويب پاڼه (الاماره)، څرک، شهامت، مورچل، الصمود، شريعت او حقيقت مجلې خپريږي، چې د ګران هيواد، سيمې او نړۍ په وروستيو حالاتو پکې د هيواد د بااحساسه ليکوالانو په زړه پورې او ارزښتناکې ليکنې نشريږي. دغه راز د الاماره، منبع الجهاد او الهجرة سټوډيوګاني په بيلابيلو ژبو د مجاهدينو دبرياو ژوندۍ صحنې او صوتي مواد خپروي.

 

له دې ټولو رسمي فرهنګي فعاليتونو سره هممهاله په سلګونو فيسبوک او ټويټر پاڼې شتون لري چې له کلونو راهيسې ځينې په دين، هيواد او ازادۍ مين ځوانان  په غير رسمي توګه د مجاهدينو د برياوو او د دوښمن د ماتې خبرونه د هيوادوالو ترغوږونو رسوي چې واقعا يې هڅې د ستايلو وړ دي.

په دې وروستيو کې فرهنګي کميسون يو بل ابتکار ( د تاليف او ترجمې) څانګه  پرانيستې چې په ډېر لږ وخت کې يې ګڼ شمېر کتابونه چاپ او د خپلومينوالو ترلاسونو رسولي دی،

چې د دې لړۍ وروستۍ کتاب (اسلامي امارت مونږ ته څه راکړي) په نوم تازه له چاپه راغلی.

دې کتاب کې چې د محترم نور احمد سعيد له لوري اهتمام شوی، د اسلامي امارت د ویندویانو(ذبیح الله مجاهد صاحب او قاري یوسف  احمدي صاحب) په ګډون د هیواد د تکړه لیکوالانو او څېړونکو ۲۳ مقالې او مضامین په ۱۸۵ مخونو کې پر  سپین کاغذ پر ښه صحافت چاپ شوي دي.

غواړم چې په ياد اثر کې د يو څو خپرو شويو مقالو ځينې برخې درسره شريکې کړم:

د اسلامي امارت محترم وياند ذبيح الله مجاهد (د فساد او شغال ضد جهاد او د امارت مثالي رهبري) ترعنوان لاندې په خپله مقاله کې کې کاږي:

۱۴۱۵هـ کال: کله چې په افغانستان کې کمونيست پلوه رژيم وپرځيد او پر ځای يې مجاهدين په کابل رامات شول، په څو مياشتو کې نژدې ټول افغانستان د تنظيمي شخړو په ډګر بدل شو، په هر ولايت کې تنظيمي قومندانانو پاټکونه ايجادکړل. د خلکو پراخ ځورول، مالونه لوټل، عزت لوټل، دخلکو په ناموس تجاوزونه کول، په شخصي حريمونو بريد او هرهغه څه پيل شول چې انسانيت يې په بدۍ او ظلم يوه خوله دی.

د هيواد مرکز کابل کې د قدرت پنځه لويې جزيري جوړشوې،

د کابل ارګ او خيرخانه کې د جمعيت اسلامي او شوراي نظار ډله، د کابل جنوب چهارسياب او چهلستون کې د حزب اسلامي ډله، د کابل ځينوبرخو کې دوستمي (ګلمجم) مليشو ډله او د پلازمينې يوه وړه برخه کې د سياف په مشري د اتحاداسلامي ډله.

دغه ډلې هره ورځ له سهاره تربيګا دکابل ښارکې ښي په خرپ سره وجنګيدې.

نه د بيارغونې څرک و، نه د تعليم او تربيې درک و، نه د عزت او عفت د ساتلو تصور و، نه هم  د سر او مال د امن او امان خيال. دا چې د هيواد مرکز کابل بې امنه و حکومت عملا وجود نه درلود. هرڅه دکنترول اوکابو څخه بهرو نو طبعا په ولاياتو کې هم مطلقه خپل سري.انارشي او ملوک الطوائفي حاکمه وه.

په دغه حساس اوخورا کړکيچن وخت کې دکندهار ولايت له سنګحصار سيمې څه يوپخواني جهادي قومندان اوس په ديني زدکړو بوخت طالب (اميرالمٶمنين ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله) له خپلو څومحدودو ملګرو سره وضعيت دکنترول په اړه سلا اومشوري پيل کړي.

مشهورو سيميزو ديني عالمانو دحالاتو دکابوکولو دپاره دنظامي اقدام فتوا ورکړه څه مخلص ملګري يې راټول کړل اودحالاتو دکابو کولو له پاره يې د ۱۴۱۵هـ کال  د محرم د مياشتې په ۱۵مه نيټه د طالبانو   اسلامي تحريک پيل کړ.

ځوان اسلامي امارت ته ترهرڅه وړاندې هيواد ته امن  راوستل  او دلته شرعي نظام او حدود پلي کول مهم ښاريدل.

ځکه شرعي نظام د شوروي ضدجهاد د يونيم ميلون شهيدانو ميراثي ارمان و چې پالل يې غوښتل.

(اسلامي امارت د هيواد ځمکنۍ بشپړتيا څرنګه وساتله) ترعنوان لاندې د ليکوال او د سياسي چارو د کتونکي م.عتيق الله عزيزي  ليکنه ده،

محترم عزيزي په خپله ليکنه کې د ګران هيواد له تجزيې د ژغورلو په اړه ژور بحث کړی، نوموړي د خپلې مقالې په يوه برخه کې ليکي:

“د (هيواد له ارضي تماميت سره د اسلامي امارت د وفا او ميني راز) که څوک له تعصب او کرکې څخه کار وانخلي نو په دې به پوه شي چې اسلامي امارت د خپلې تيري د وري پرمهال نه داچې  د افغانستان له لويشت لويشت ځمکې څخه کلکه دفاع وکړه او په ټوله معنا يې ارضي تماميت خوندي کړی و،  ورسره يې د افغانستان ګاونډيان هم په ارام کړي و او د متقابل احترام په بنايې ورسره ښه او نيک چلند درلود.

د اسلامي امارت د تيرې او پوره واکمنۍ پر مهال هيچا ثابته نه کړه او نه يې اوس څوک ثابتولي شي چې له افغانستان څخه دې د نورو هيوادونو په امورو کې ګوتې وهل شوي وي .

تردې پوري چې کله د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپتمبر په ۱۱مه نيټه  په امريکاکې کومه پيښه وشوه او پړه يې د يوې توطئې له مخې په اسامه بن لادن واچول شوه، اسلامي امارت په مسٶلانه توګه امريکاته وويل که چيرې هغوي په نوموړي پيښه کې داسې کره شواهد لري چې اسامه بن لادن پکې دخيل او پړ وبلل شي؛ نو مونږ تياريو چې په خپلو محاکمو يا د دريو نورو اسلامي محاکمو په محکمو کې دغه موضوع څيړلو او ارزولو ته وړاندې کړو.

(د افغانستان اسلامي امارت ولې او څنګه رامنځته شو) ترسليک لاندې د ليکوال، شاعر او د سياسي چارو شنونکي قاري سعيد زرمتي ليکنه ده،

چې د ليکنې په يوه برخه کې یې راغلي دي: ” اسلامي امارت څنګه رامنځته شو؟

اسلامي امارت د بل هر سياسي او يا جهادي خوځښت په شان په تيرو ۲۵کلونو کې خپل بشپړتيايي ياتکميلي مراحل طي کړي  چې دغه بهير په دري مراحلو تقسيمولي شو:

لومړۍ د تأسيس مرحله:

د فساد او هرج مرج په وړاندې لومړني خوځښت د ۱۳۷۳لمريز کال د اسد په مياشت کې د کندهار د ميوند ولوسوالۍ دذسنګ حصار له سيمې د مرحوم

ملامحمدعمرمجاهد په مشري پيل شو.

دوهمه دواکمنۍ مرحله:

د ۱۳۷۵ لمريز کال په لومړيو کې په کندهارکې د علماءکرامو يوې لويې اجتماع اسلامي امارت په افغانستان کې رسمي او قانوني حکومت وګاڼه  او ددې خوځښت مٶسس ملامحمدعمرمجاهد ته يې د اميرالمٶمنين لقب ورکړ.

د همدي کال په ميزان مياشت کې چې د هيواد پلازمينه او ډيرې نوري سيمې فتحه شوې؛ نو اسلامي امارت د نړۍ والو قوانينو او مقرراتو له مخي هم له خوځښت څخه د يو حکومت  او دولت مرحلي ته پورته شو

په دې ډول په هيواد داسلامي امارت سرتاسري واکمني پيل شوه.

درېيمه: د اشغال پرضد د جهادمرحله:

په دې ډول د امريکا په مشري نړۍ وال طاغوت د ناټو اتحاد او د نړۍ په لر اوبر کې د ګڼو نورو اسلامي حکومتونو په ملتيا او د منطقوي غدارانو په همکارۍ په افغانستان پوځي بريد وکړ.

د ۱۳۸۰لمريز کال د ميزان په ۱۵مه په افغانستان د امريکا د يرغل سره دتاريخ يوه ډيره عجيبه اونامتوازينه جګړه پيل شوه،

يوې خوا ته د اسلامي امارت تر مشري لاندې  محدود شمير افغان اولس چې ۲۵کلنو جګړو ځپلی او شوروي يرغل يې ټول مادي امکانات تباه کړي و

بل اړخ ته د امريکا او ناټو په شمول د نړۍ ټول پرمختللي  کفري ځواکونه چې پوځيان يې  په وروستې ماډرن سپکو اودرنو وسلو تجهيزاتو او په ډول ډول پرمخ تللو جنګي ابزارو سنبال و.

خوشايد الله تعالي ﷻ به يوځل بيا انسانانو ته د خپل قدرت نښې او داسلام دريښتينو زامنو دذعزم او ايمان ګراف ورښود چې دغسې يوه نامتوازينه جګړه رامنځته شوه.

د امريکا پرخلاف د اسلامي امارت د تير اتلس کلن جهاد په جريان کې چې د افغانستان په خاوره کومه معرکه تيره شوه

هغه د انساني عقل او بشري محاسبې په قالب کې د ځايدو نه ده.”

یاد بې ساری اثر د نورو نامتو او تکړه ليکوالانو ليکنې هم لري، خو د ليکنې طبيعت او مزاج ته په پام مو و نشوی کولی په ټولو ليکنو تبصره وکړو، د کومو ليکوالانو ليکنې چې بې تبصرې پاتې دي، له هغوی څخه په ډېره بښنه خپله ليکنه پای ته رسوم.

ومن الله توفيق

 

 

Related posts