اګست 22, 2019

د شهید قومندان عزیز خان ژوند او کارنامو ته کتنه 

د شهید قومندان عزیز خان ژوند او کارنامو ته کتنه 

قاري عبدالستار سعید:

زموږ هیواد په خپله ویاړمنه غیږ کې د توریالیو غازیانو او تاریخي رجالو ترڅنګ ډیرې داسې مجاهدې کورنۍ لري چې خپل ټول ژوند او هستي یې د پاک دین اسلام دفاع او له کفري یرغلګرو د اسلامي هیواد د خپلواکۍ ګټلو مبارزې ته وقف کړې وي.

د داسې کورنیو له جملې یوه هم د مرحوم حاجي جهان اکا جهادي کورنۍ ده چې د کمونیستي کودتا او شوروي یرغل له وخته راونیسه بیا تر اوسني امریکایي اشغال پورې نسل په نسل یې د جهاد سنګرونه تاوده ساتلي او په پوره میړانه او متانت یې له دیني مقدساتو دفاع کړې ده. د دې کورنۍ یو تن وتلی مجاهد شهید قومندان عزیز خان و چې دلته به یې لنډ ژوندلیک درسره شریک کړو. خو د شهید عزیزخان له شخصي ژوندلیک وړاندې به د نوموړي په جهادپاله کورنۍ، د سرخګان جبهې او قهرمان غازي شهید ملا مدد خان په اړه لنډ معلومات درسره شریک کړو تر څو درته هغه جهادي پس منظر روښانه شي چې د شهید عزیز خان په شان ګڼ شمیر غازیانو په کې جهادي روزنه ترلاسه کړې وه.

د شهید ملا مدد خان جهادي کورنۍ او د سرخګان جبهه

مرحوم حاجي جهان اکا د پښتنو د ترکي قوم له بدین خیل پښې څخه و، چې له کمونیستي انقلاب وړاندې یې د افغانستان په جنوبي ولایاتو ( خصوصا زابل) کې کوچیانی ژوند درلود. دوی به ډیر وخت د زابل ولایت د مرکز کلات په مربوطاتو کې اوسیدل.  حاجي جهان اکا چې یو متدین او غیرتي سپین ږیری و، الله تعالی ورته ۸ زامن نصیب کړي وو چې نومونه یې په ترتیب سره په دې ډول دي. حاجي داروخان، شهید ملا مدد خان، شهید عزیز خان، شهید حبیب خان، امیر خان حقاني، عظیم خان، محبوب خان او عبدالله.

حاجي جهان اکا خپل دوهم زوی ملا مدد خان چې الله تعالی د سیرت او صورت په ښکلا نازولی و دیني علم ته وقف کړی و او د ثور له کمونیستي انقلاب مخکې یې د زابل ولایت په بیلابیلو کلیوالو مدرسو کې دیني زده کړې کولې. کله چې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نیټه کمونیستانو کودتا وکړه او دهري نظام حاکم شو. ملا مدد خان دغه وخت د خپل عمر شل کاله پوره کړي وو چې د زابل ولایت په جلدک سیمه کې یې د شیخ ملا اختیار اخند سره دیني کتابونه ویل.

د کمونیسانو له کودتا وروسته د افغانستان په جنوب کې د جهاد بنسټګر شهید ملا موسی کلیم آخند د زابل له ولایته جهادي مبارزه پیل کړې وه او په بیلابیلو سیمو کې یې په کمونیستانو بریدونه کول. طالب العلم ملا مدد خان چې جهادي جذبه یي درلوده له ملا موسی کلیم سره ملګری شو، خو دا چې هغه وخت وسلې ډیرې کمې وې، کله چې مجاهدینو د شهر صفا ولسوالۍ په مرکز حمله کوله. ملا مدد خان له چاقو سره په دې عملیاتو کې برخه واخیسته او د ولسوالۍ د فتحې په وخت یې په چاقو باندې دوه تنه خلقي عسکر تسلیم او وسلې یې ترې یووړې.

په دې ډول ملا مدد خان ډیر ژر د مجاهدینو تر منځ د یوه زړور، متدین او با استعداده غازي په حیث شهرت وموند. هغه وخت چې ملا موسی کلیم او مرستیال یې ملا عبدالغفور نیازي د کلات جنوب ته د سور غر په سرخګان سیمه کې جبهه جوړه کړې وه، ملا مدد خان د یوه تکړه او بریالي ګروپ مشر په حیث ورسره جهادي ملګرتیا پیل کړه.

په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د ملا موسی کلیم او ملا عبدالغفور نیازي له شهادت وروسته قومندان غیاث الحق د سرخګان د جبهې آمر او ملا مدد خان یې د معاون په حیث وټاکل شول، له همدې وخت ملا مدد خان د معاون مدت یا معاون په نوم شهرت وموند چې تر اوسه په همدې نوم یادیږي. د سرخګان جبهه نه یوازې د زابل ولایت په سطحه بلکې د افغانستان د ټول جنوب او جنوب غرب حوزې په سطحه یوه له مهمو او تاثیرګذارو جهادي جبهاتو ګڼل کیدله. په زابل سربیره د شاوخوا ولایاتو ګڼ شمیر مخکښو مجاهدینو لکه د کندهار قومندان عبدالرزاق او د غزني قاري عبدالله دانش په پیل کې په همدې جبهه کې جهاد کاوه. د دې جبهې د عملیاتو اصلي سیمه د زابل مرکز کلات او له دې ولایته تیره شوې د کابل ـــ کندهار لاره وه. چې له شاجوی بیا تر شهر صفا پورې په مختلفو سیمو کې مجاهدینو ورباندې کمینونه نیول او په شوروي یرغلګرو یې بریدونه کول.

د جبهي مرستیال او نظامي قومندان ملا مدد خان هغه باتور، زړور او باتدبیره مجاهد و، چې په ډیر کم وخت کې یې په ټول هیواد کې د جهادي کارنامو آوازه خپره شوه. د نوموړي تر مشرۍ لاندې زرګونه مجاهدین د شوروي اشغال پر خلاف جهاد ته آماده شول، تر دې چې د نوموړي جبهې به په یو وخت تر ۲۵۰۰ زیات مسلح او فعال مجاهدین درلودل چې په بیلابیلو سیمو کې یې په شوروي اشغالګرو بریدونه کول.

قومندان ملا مدد خان د شوروي ضد جهاد له سترو مجاهدینو ګڼل کیږي چې په تاریخ کې به یې نوم د ستر اتلانو لکه مولوي جلال الدین حقاني، د هلمند ملا محمد نسیم اخندزاده، د کابل مولوي شفیع الله او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د نورو مخکښو جهادي مشرانو په کتار کې یادیږي. دا لنډه لیکنه شاید د دې لپاره کافي نه وي چې د نوموړي د ویاړمن جهاد سترې کارنامې په کې راونغښتل شي. نوموړی چې وروسته د سرخګان جبهې د مشر په حیث وټاکل شو په خپله څو کلنه جهادي مرحله کې یې سترې کارنامې ترسره کړې. هغه به درست کال د کمونیزم پر خلاف سنګر کې اوسیده او په درست کال کې به محدودې ورځې خپل کور ته ستنیده. نوموړی به خپله د جهادي عملیاتو برخوال او تر نورو مخکې روان و. نوموړي یو ځل د کلات امنیه قومنداني او یو ځل د ولایت غونډ فتحه کړل او دښمن ته په درنو تلفاتو سربیره یې ډیر غنائم هم ترلاسه کړل. د لویې لارې پر سر د تازي په سیمه کې چې د شورویانو لوی کنډک پروت و او څو ولایاتو ته ترې اکمالات کیدل دغه سیمه د شهید ملا مدد آخند د جهادي معرکو اصلي ډګر و چې بې شمیره روسان یې د خپل عمل په سزا ورسول.

د الله تعالی د لارې دغه مخلص او فداکار مجاهد بالاخره په ۱۳۶۶ هـ ش کال کې د روسانو سره په مخامخ جګړه کې په شهادت ورسید.

قومندان عزیز خان د جهاد په سنګر کې:

د شهید ملا مدد خان له شهادت وروسته د نوموړي پلار حاجي جهان اکا د دې په ځای چې جهادي عزم یې کمزوری شي او له جهاده لاس واخلي، د خپل زوی د جهادي سنګر او جبهې پاللو ته یې خپل درې زامن عزیز خان، حبیب خان او امیر خان حقاني وړاندې کړل. چې بیا یې د شوروي ضد جهاد تر پایه دغه جهادي سلسله په ډیر ښه ډول وپالــله.

قومندان عزیز خان د حاجي جهان اکا دریم زوی او د شهید ملا مدد خان کشر ورور و. نوموړی په ۱۳۳۶ کال کې په زابل ولایت کې دنیا ته راغلی و. د کشرتوب او ځوانۍ عمر یې د دنیوي ژوند په خواریو او کسب و کار کې تیر شوی و. د شهید ملا مدد خان د شهادت په وخت نوموړی په ایران کې مسافر و او دنیوي کاروبار یې کاوه. د خپل مشر ورور له شهادت وروسته کور ته راستون شو، ورپسې جهادي سنګر ته لاړ او له څوکاله جهادي خدمت وروسته  یې په ۱۳۶۹  هـ ش کال  کې د جهادي جبهې مسؤلیت په غاړه واخیست.

قومندان عزیز خان د خپل ورور په شان د سرخګان جهادي جبهه په ډیر ښه شان وپاللــه، د کمونیستي واکمنۍ د سقوط تر وخته یې په زابل ولایت، خصوصا د کلات مربوطاتو کې جهادي بریدون ته دوام ورکړ. بیا بیا یې د کمونیست رژیم پوستې او مراکز فتحه کړل. خو د نوموړي د جهادي ژوند یوه مهمه کارنامه د کمونیست ملیشه جنرال عبدالجبار قهرمان د قوې په وړاندې مقاومت و چې د زابل ولایت د مرکز کلات د محاصرې ماتولو په مقصد یې له کندهاره زابل ته ځواکونه راوستي وو.

د ۱۳۷۰ هـ ش کال په مني کې د ډاکټر نجیب رژیم چې پرلپسې یې ولایتي مراکز له لاسه ورکول اراده وکړه چې د زابل مرکز کلات ښار د مجاهدینو له کلابندۍ وژغوري. د همدې لپاره یې د جبار قهرمان په مشرۍ یوه لویه قوه چې په سلګونو پوځي موټرو او زرګونو عسکرو مشتمله وه له کندهاره زابل ته ولیږله. د زابل او کندهار مجاهدینو له شهر صفا بیا تر کلات پورې د لارې په اوږدو کې دې قوې ته کمینونه نیولې او هر ځای یې سخت بریدونه پرې وکړل. قومندان عزیز خان د جلدک په ساحه کې د مجاهدینو مشري په غاړه درلوده چې د جبار قوې ته یې درانه تلفات واړول. د مجاهدینو د همدې ځپونکو ګوزارونو له امله د جبار ستره قوه ماته سلګونه موټر یې تخریب یا غنمیت شول او خپله جبار قهرمان په ډیر بد وضعیت کې له ساده کالیو په استفاده د جګړې له ډګره وتښتید.

د همدې کال له پای ته رسیدو او د نوي کال ۱۳۷۱ لمریز له رابریدو سره د ډاکټر نجیب کمونیست رژیم هم ونړید. د همدې کال د ثور په اتمه واک له کمونیستانو مجاهدینو ته انتقال شو. خو ځینو جهادي رهبرانو د یوه صالح او سالم اسلامي نظام د جوړولو په عوض خپلمنځي جګړو او فساد ته مخه کړه. په هیواد کې سرتاسري فساد او ګډوډي پيل شوه، د ټوپکمارۍ او پاټکونو دوران پيل شو او افغانستان له یوه بحرانه د خلاصون خوند نه و څکلی چې په بل بحران ورپیښ شو. قومندان عزیز خان د تنظیم بازۍ په کلونو کې په خپله سیمه کې اوسیده. د خپل واک په ساحه کې یې څوک پاټکونو او ګډوډۍ ته نه پریښودل تر دې چې د طالبانو اسلامي تحریک پيل شو.

له اسلامي تحریک سره پیوستون او خدمتونه:

هغه وخت چې په کندهار کې د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد لخوا د فساد او فتنو په وړاندې د طالبانو اسلامي تحریک پيل شو او د پنجوایي او میوند له تصفیې وروسته یې په ډنډ ولسوالۍ کې مرکز جوړ کړ. د دې تحریک اوازه شاوخوا سیمو ته هم خپره شوه. همدغه وخت قومندان عزیز خان کندهار ته لاړ او هلته یې له ملا محمد عمر مجاهد سره وکتل، په دې کتنه یې کې له طالبانو سره خپل پیوستون اعلان کړ. وروسته چې طالبانو کندهار ښار او نورې سیمې ونیولې او تر زابله ورسیدل. قومندان عزیز خان د خپل جبهې ټولې درنې او سپکې وسلې چې څلور فیره سټینګر او څو ټانګونه هم په کې وو طالبانو ته وسپارل. قومندان عزیز خان د ملامحمد عمر مجاهد له توصیې سره سم خپل مجاهدین د اسلامي تحریک په صف کې شامل او تنظیم کړل او له همدې ځایه یې د یوې فعالې ډلګۍ په حیث په اسلامي تحریک کې جهادي وظیفه پیل کړه.

قومندان عزیز خان سره له خپلو مجاهدینو د غزني او میدان وردګو په فتوحاتو کې بارز نقش درلود. وروسته چې په میدان ښار کې جنګي خطوط رامنځته شول. نوموړي ډیره موده د ملا مشر آخند د مرستیال او څه موده د جنګي کرښې د عمومي مسؤل په حیث دنده اجراء کړه. د میدان ښار د جنګونو په مهال نوموړی اکثره وخت په جنګي خط کې و. بیا بیا یې د دښمن د حملو په دفاع کولو کې مهم نقش درلود. همدلته یو ځل ټپي هم شو چې له شفا یابۍ وروسته بیرته خپلې جهادي وظیفي ته ستون ستون شو.

په ۱۳۷۵ هـ ش کال کې کله چې د طالبانو ستر لښکر د کابل د فاتح شهید ملا بورجان آخند په مشرۍ د پلازمینې کابل د فتحې عملیات ترسره کړل. قومندان عزیز خان له خپلو ملګرو سره د میدان ښار له اړخه کابل ښار ته ننوت. په کابل کې په پيل کې د شر او فساد د عناصرو د تعقیب په مقصد د کابل شمال ته د ګلدرې تر سیمې لاړ او په همدې ځای کې یې خپل نظامي ملګري ځای په ځای کړل. وروسته د امارت د مشرتابه په حکم نوموړی د قرغې د اتمې پلې فرقې د قومندان په حیث وټاکل شو. چې د مجاهدینو قرارګاه یې همدغه فرقه او جهادي وظیفه یې د شمالي په جنګي کرښو کې ترسره کوله.

قومندان عزیز خان د میدان ښار غوندې د شمالي په جنګي کرښو کې هم په ډیره میړانه خپله وظیفه ترسره کړه. د کابل له فتحې لږ موده وروسته کله چې د زاړه سرک په استقامت د جنګي کرښې قومندان ملا خان محمد شهید شو پر ځای یې ملا عزیزخان د دې کرښې مسؤل وټاکل شو. د پروان ولایت د فتحې په عملیاتو کې نوموړي مهمه کردار اداء کړ او تر سالنګ پورې یې پرمختګ وکړ. په سالنګ کې د دښمن په یوه ناڅاپي برید کې اسیر شو. خو څو ساعته وروسته چې کله مجاهدینو بیرته په دې سیمه برید وکړ قومندان عزیز خان او نور نیول شوي ملګري یې ددښمن له منګولو ازاد شول.

شهادت او وروستی دمه ځای یې:

قومندان عزیز خان له اوږده جهادي ژوند او مخلصانه خدمت وروسته د ۱۳۷۶ هـ ش کال په لومړیو میاشتو کې د کابل شمال ته د کاریز میر په سیمه کې هغه وخت د راکټ په مرمۍ ولګید او شهید شو کله یې چې پر کابل ښار دمسعود او نظار شوری د ټوپکیانو  د لوی یرغل دفاع کوله. له شهادت وروسته د نوموړي جسد خپلې سیمې ته راوړل شو او د سرخګان د شهیدانو په هدیره کې د خپل ورور شهید ملا مدد خان ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

د سرخګان د شهیدانو هدیره د افغانستان په سطحه یوه له لویو جهادي هدیرو ګڼل کیږي. په دې هدیره کې د روسانو او امریکایانو پر خلاف جهاد کې شهید شوي مجاهدین دفن دي. چې له جملې یې یوازې د روسانو پر خلاف د سرخګان د جبهې د شهیدانو تعداد ۷۸۰ ته رسیږي. چې د اوسني جهاد شهیدانو سره اوس د دې هدیرې د  ټولوشهیدانو تعداد تر ۱۰۰۰ هم اوړي.

د شهید قومندان عزیز خان له شهادت وروسته یې جهادي مسؤلیت ورور حبیب خان ته وسپارل شو، چې څه موده وروسته هغه هم شهید او پر ځای یې قومندان امیر خان حقاني صاحب د نوموړي ځایناستی او د قرغې د اتمې فرقې قومندان وټاکل شو. امیر خان حقاني صاحب چې همدا اوس د اسلامي امارت د رهبري شوری غړیتوب لري او د نظامي کمیسیون د مرستیال په حیث یې هم ډیر وخت دنده اجراء کړې ده، د خپلو مشرانو ورورڼو شهید ملا مدد خان، شهید عزیز خان او شهید حبیب خان تګلاره یې به ډیر ښه ډول پاللې او د امریکا جهاد کې د پام وړ کردار او نقش لري.

د شهید عزیز خان نږدې ملګري ملا عبدالغفور اخندزاده،  ملا محمد شفیق او ملامحمد نواب د نوموړي د ښو صفاتو د یادونې په لړ کې وایي. چې قومندان عزیزخان له مثالي زړورتیا او دلاورۍ سره سره ډير ښه اخلاق درلودل. له عامو خلکو سره یې ډیره ښه ګوزاره کوله. په جنګي امورو کې د ژور تدبیر خاوند و. همدا لامل و چې اسلامي امارت همیشه ورته درانه نظامي مسؤلیتونه سپارل. نوموړي د خپل مشر جهادي مسیر په ډیر اخلاص سره پاله او د في سبیل الله جهاد په لاره کې یې له هیڅ راز قربانۍ څخه دریغ نه کاوه. له نوموړي څخه درې زامن پاته دي چې یو زوی یې د امریکایانو خلاف جهاد کې د شهادت لوړ مقام ته رسیدلی دی. نحسبه کذالک والله حسیبه.

رحمهم الله و تقبلهم . . آمین یا رب العلمین

Related posts