سپتمبر 15, 2019

د شهید مولوي عبدالمجید حنیف « تقبله الله » ژوند ته لنډه کتنه

د شهید مولوي عبدالمجید حنیف « تقبله الله » ژوند ته لنډه کتنه

ليکنه : مفتي محمد ګل سعید

الحمد لله معز الإسلام بنصره ، مذل الشرك بقهره ومصرف الأمور بأمره، ومستدرج الكفار بمكره، وجعل العاقبة للمتقين بفضله امابعــــد:

أعوذ بالله مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ  . بِســـْمِ الله الرَّحْــمَنِ الرَّحِيــــــمِ . وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ .

د خـلکو لاس کې دګـلونو آمیلونه ؤ نن ** یا خو په کلی کې واده دی یا طالب شهید دی.

اسلامی نړۍ تل په اسلامی شعائرو، مُقدساتو او عنعناتو د دفاع ډگرونه گرم ساتلی په دی لار کې یی له هیڅ راز قُربانۍ، سرښندنو او فداکارۍ مخ نه ده اړولی وخت په وخت یی د شیطان لارویانو ته غاښ ماتونکی ځوابونه ورکړي  که یو طرف کفري لښکرو دمسلمانانو د له منځه وړلو لپاره لښکر کشۍ کړي، ټلوالې او اتحادیې یې جوړې کړي. کله د وارسا او کله دناټو په نوم یې په مسلمانانو ډله یيزې حملې کړي، خو بل طرف بیا داسلامي نړۍ له غیږي سرشار او فداکار حماسي ځوانان راوټوکېدل او دمعاذ، معوذ، خالدبن ولید، عمیربن الحمام، محمدبن قاسم، موسی بن نصیر، یوسُف بن تاشفین او صلاح الدین ایوبی(رضی الله عنهم ورحمهم الله اجمعین) ځلانده تاریخونه يي را ژوندی کړل. دوی په دې لړ کې داوسنۍ ناټوګۍ پر وړاندې په پوره متانت، میړانه اوغیرت ودریدل، اګر که له عمرونو کم ؤ خو فولادي  عزمونو یی له پامیر او شمشاد سره ډغرې وهلې او دهمدوی متین عزمونه ؤ، چه د وخت فرعون (ډونالډ ټرمپ) یې خبروته مجبورکړ.

په خوښۍ نه وته  مغروره نړۍ *طالب جانان مې کړه مجبوره نړۍ.

همـــــداسي ؤ!

راځئ دحق دلارې له همداسې یوه لاروي سره څو شیبې پاتېي شو او دزړه په سترګو دده ویاړونه او کارنامې وګورو او په لاره یی دتللو کلک هوډ وکړو.

د لوګر ولایت  د محمداغی ولسوالی ځلانده ستوری او نامتو مجاهد، د کتاب  ، منبر او قلم  خاوند  ، دحکومت او ریاست په چارو پوه ،  د جهاد او سنګر نه ستړیدونکی مبارز ، د علم ،تقوا  او زهد څښتن،  د جامعه نورالمدارس استاذ او مدرس،    د طیب کاروان مشر، د هیواد ستر علمي ،دیني او جهادي شخصیت ، دتورې او قلم څښتن،  اتل قهرمان ابوشهید شهید مولوی عبدالمجید حنیف طیب تقبله الله د مرحوم حاجي تراب خان عیسی خیل ځوی د مرحوم حاجي نادر خان او مرحوم حاجي عمراخان وراره په ۱۹۷۱م / ۱۳۹۱ه ق کال کې دلوګر ولایت دمحمدآغې ولسوالۍ د زاهداباد  کلي په یوه دین دوسته کورنۍ کې زیږیدلی دی.

زده کړې: شهید مولوي  صیب ابتدایي زده کړې  دباغبانانو په دارالنجات مدرسه کې وکړې ، مروجه فنون يې دچراټ په لویه جامعه دارالعلوم محمدیه کې دهغه وخت له نامتو عالمانو او مشایخو څخه ولوستل، موقوف علیه ( وړه دوره) يي داسلامي امارت دقیام په وخت کې دجلال اباد په جهادي مدرسه کې وکړه او لویه دوره يي داکوړي په لویه جامعه دارالعلوم حقانیه کې سرته ورسوله ، ممتاز سند دفراغت يي ترلاسه کړ او دیو نومیالي دیني عالم په حیث په په ۱۴۲۲ه ق کال را څرګند شو.شهید مولوی صیب دطالبانو په اسلامي تحریک کې له پخوا څخه دفعال رکن او دیوه تکړه مجاهد په حیث ملګری ؤ . داسلامي امارت د قیام په وخت کې سپين بولدک ته لاړ او دطالبانو سره یوځای شو، بیا په جلال اباد کې دصحت عامې دمعاون په توګه  وګمارل شو   . نوموړي دطیب کاروان په نوم ځانته ګروپ درلود او دیوې فعالې ډلګۍ مشري يې په غاړه وه او هم د ولایتي کمیسون مرکزي غړی ؤ. یو ځل يې دلوګر ولایت دمرکز اړوند دسپيدسنګ په سیمه کې دامریکایانو شپږ دانې ټانګونه والوزول ، اوهم يي دپل قندهاري په سیمه کې زیات شمیر ټانګونه له خاورو سره خاورې کړل .لنډه داچې د لوګر په مرکز کې به چې ددښمن پر ضد  کوم عملیات مجاهدینو تر سره کول نو شهید مولوی صیب به پکې رکن فعال ؤ.

شهید مولوی صیب له فراغت نه وروسته ددیني علومو تدریس هم کاوه . او دباغبانانو د لويې جامعې دارالعلوم نور المدارس کې فعال مدرس ؤ. نوموړی  دملايي ترڅنګ دتورې اوقلم خاونداو دخداى (ج) دلارې يو غښتلى مجاهدهم ؤ، ده به دحضرت عبدالله بن مبارك په څېر نيم كال تدريس، نيم كال جهادكاوه، دصليبيانوپر ضديې نه يوازې وسله واله مبارزه كړې، بلكه په خپله ژبه  يې هم دمجاهدوځوانانو احساسات راپارولى او ددين او هېواد له دښمنانوسره يې ډغروته هڅولي دي . شهیدمولوی صیب  خورا نرم اخلاق درلودل او دملګرواو همزولو سره یی لوړ اخلاقي کردار ادا کاوه،  اوجهادي تکلیفونه یې په خورا ورین تندی زغمل. مولوي عبدالمجید حنیف تقبله الله ددین او وطن ددښمنانو په وړاندې دزهرو په څېر تریخ او مسلمان ولس او مجاهدینو په مخ کې دنرم زړه خاوند ؤ. تل به یې په مبارکو شونډو مُسکاخوره وه.دښواخلاقوخاوندؤ، هرچا به چې ولیده نودا فکر به يي کاوه چی له ما سره به یې تر بل هرچا  زیات تعلق اومینه وي.

شهادت: مولوی صیب د پنجشنبې په شپه له خپلو ملګرو سره په شهادت ورسید او د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۱۹/۷/۴) دمازدیګر ۴ بجې یی جنازه د لوګر ولایت دمحمداغې ولسوالی په  زاهداباد کلي کې ادا کړای شوه او پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

کورنۍ: شهید مولوی صیب درې وروڼه درلودل چې محمدولي ، محمد بشیر او  قاري عبدالهادي نومیږي. مولوی صیب اووه زامن درلودل ، مشر زوی يي شهید ملا فضل هادي فاتح نومیده چې دوه کاله وړاندې دصلبیي یرغلګرو په ضد مبارزه او جهاد کې شهید شو ، دوهم زوی يي احمدهادي نومیږي ، چې دشهید مولوی صیب دفاتحې په ورځ يي پګړۍ دیني عالمانو اومشرانو دده په سر ورکیښوده . دریم زوی يي عبدالحمید، څلورم زوی يي عبدالحق ، پنځم زوی يې سراج الحق ، شپږم زوی يي اکرام الحق  او اووم زوی يي شمس الحق نومیږي.

Related posts