اګست 24, 2019

داشغال په سیوري کې دخپلواکۍ سلمه کلیزه باید څوک ولمانځي ؟!

داشغال په سیوري کې  دخپلواکۍ سلمه کلیزه باید څوک ولمانځي ؟!

عابد:

د اسد دمیاشتې په ۲۸ مه نېټه له انګرېزي استعماره دافغانستان د خپلواکۍ داخیستو سل کلونه پوره کیږي، له نیکه بخته! تصادف داسې دی چې داکلیزه په هیواد کې داسې مهال رابره کیږي چې هیواد دیو حکومت تر کنترول لاندې نه دی، بلکې دغربی استعمار په وړاندې دخپلواکۍ د جنګونو سور ډګر دی اوپه ۲۴ ساعته کې څه چې په یوه ساعت کې به داسې ګړۍ نه وي چې دهیواد په یوه برخه کې دې د خپلواکۍ دمبارزینو، اشغالګرو او لاسپوڅو ترمنځ یې لاس په لاس جګړه نه وي روانه .

دکلیزي سلوکلونو ته په ارزښت دا تصادف دجنګونو له بدبختیو سره سره دا نیک بختي لري چې هسې په سړه فضا او نا انډول حکومتي حاکمیت کې نه تېریږي، بلکې دخپلواکۍ دمعرکې په داسې شېبو کې داکلیزه راځي چې لله الحمد دسرښندنو دانه ستړي کېدونکې جګړه دکامیابۍ حد ته رسېدلې، همدا مهال خو هغه  شېبې دي چې دنړۍ لوی طاغوت امریکا داسلام له مبارزینو سره دجګړې له ډګره دخبرو مېزته راټیټه او په وروستیو  پړاووکې ده.

دخپلواکۍ لمانځل به دخپلواکۍ ګټونکي لمانځي چې دوخت په ترټولو سختو شرایطو او نابرابره حالاتو کې دطاغوت زور، زر او غوښتنو ته له خپل دین، خاورې او ناموس نه تېر نه شول اوهغه ناممکنه اونابرابره مبارزه یې دممکن له پولو ور هاخوا دبري تر حده ورسوله .

نوعار، شرم او تاریخي پېغور هغوته دی چې داستعمار په ډالرو یې خاوره اوایمان پلورلي وي اودخپلواکۍ نوم اخلي اوبیادهمدې اشغالګرو په هدایت دعامه اذهانو د اړولو لپاره دهغوی په مالي لګښت په لوړه سویه دخپلواکۍ لمانځلومراسم نیسي .

دامریکايي غلامانو له لوري دخپلواکۍ دلمانځلو په نامه د(۳۸۴) ملیونیز مالي لګښت اعلان اومراسم په خپلواکۍ د عقېدې او باور له رویه نه دي،  بلکې  ددې قرن داستعمار دهغه لومې برخه ده چې وايي : له اولسونو اوس ازادۍ باید د آزادۍ په نوم اوداسې فریبونو سلب شي چې دغلامۍ اواشغال فکر یې ذهن ته رانشي، بلکې تر بل هرڅه دې د آزادۍ، استقلال، حریت او خودارادیت ټکي پرداسې مهال ډېر ډېر یادشي ، همدا لامل دی چې داشغال لپاره تبلیغاتي رادیو د ” آزادۍ” په نوم اوداشغال په سیوري کې داشغالګرو په لګښت میډیا د” بیان ازادي”  بولي، بشر وژنه اودبشر وژنې تراژیدۍ دبشر دحقوقو تر نامه لاندې رامنځته کوي اودېته ورته ډېرې نورې  اسلامي اوملي روح وژونکې کړنې دي چې په ظاهره یې خورا روح بښونکی نوم وي خو په حقیقت کې  داشغال دهمدې لومې لړۍ وي .

نه پوهېږم چې هغو بې ضمیرو ته سړی کوم نوم اوکوم خطاب وکړي چې دیو څو ډالرو لپاره یې خپل افغاني کرامت اوټول ارزښتونه تر پښو لاندې کړل اود دغو شنو ډالرو په لنډ مهاله بیخودۍ کې یې  په راتلونکې کې په افغاني معاشره کې هیڅ هم ځانته نه دي پرې ایښي، خو نن په ډېره سپین سترګۍ اوبې شرمۍ د افغانستان دخپلواکۍ سپېڅلې کلمه په خوله راوړي اود افغانستان داستقلال تر وارثینو (طالبانو) دوی ډېر پورته پورته غورځي، دوی فکر کوي چې په دغو نمایشي هلو ځلو به یې غلامي پټه او جنایتونه ورک شي، خو داځکه نه شي کېدای چې دغه تجربه په دې هیواد کې هر استعمار په خپلوغلامانو په وار وار ترسره کړې، ولې هیڅکله یې هم نتیجه نه ده ورکړې، اشغالګرو او پردو ته وفادار که په هر رنګ او بڼه راغلي د دې هیواد په تاریخ کې تر ټولو غدار او غلام یاد شوي دي .

داسلام غازیان له یرغلګرو د خپلواکۍ دغه کلیزه په عملي ډول لمانځي او یرغلګرو ته د یوې شېبې لپاره هم دلته دآرام اجازه نه ورکوي، په دغو نمایشي لمانځغونډو هیڅکله د غربیانو اوسنی یرغل نه شي پټېدلای او نه یې غلامان دغلامۍ کړۍ پرې له غاړې اچولی شي، هر څوک پوهیږي چې دهیواد داستقلال وارثین څوک دي او په څه ډول د خپل هیواد استقلال ته په ژمنتیا د دغه استقلال بیه پرې کوي ؟!.

Related posts