اکتوبر 24, 2019

افغانستان د 2019 میلادي کال په جولائ مياشت کې

افغانستان د 2019 میلادي کال په جولائ مياشت کې

احمد فارسی:

يادونه: دغه ليکنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانګړې کورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ کې کتلای شی.

——————————–

د۲۰۱۹م کال د جولائ مياشت په هېواد کې د مهمو پېښو شاهده وه، په دې مياشت کې د هري ورځي په تېرېدو د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو وحشت او بربريت ډېرېده او پر ولسي خلکو د هغوی د بريدونو په پايله کې مخ پر زياتېدو و، د جولائ مياشتې په اوږدو کې د يادو وحشتګرو په بريدونو کې څو کورنۍ بشپړي له منځه لاړې او ځيني نورو کورنيو متعدد افراد پکې له لاسه ور کړل، له بل لوري پر دښمن هم د مجاهدينو بريدونه تر پخوا ګړندي شول او د دې مياشتي په اوږدو کې څو ولسوالۍ د مجاهدينو پر لاس فتحه شوې  او په څو ولايتونو کې امنيه قوماندانۍ او امنيتي رياستونه د مجاهدينو تر سختو بريدونو لاندې راغلي راغلل، اشغالکر دښمن هم په دې مياشتي کې زيات تلفات لرل، د دې پېښو ترڅنګ نور موضوعات هم د لاندې سرليکونو په ذيل کې لوستلای شی.

د بهرنيو اشغالگرو زيانونه:

د جولائ پر۱۳مه د هفتې په ورځ اشغالګرو ځواکونو په افغانستان کې د خپل يوه تن د وژل کېدو خبر ور کړ، ورپسې د جولائ پر۱۷مه د چهار شنبې په ورځ يو تن نفوذي مجاهد د غزني ولايت په قرباغ ولسوالۍ کې څلور امريکايان و وژل، د جولائ پر۲۲مه د دوشنبې په ورځ يو ځل بيا اشغالګرو په افغانستان کې د خپل يو تن عسکر د وژل کېدو خبر ور کړ، د جولای پر۲۴مه د چهارشنبې په ورځ د کابل په۱۵مه ناحيه کې د يو موټر بم په مټ استشهادي مجاهد د اشغالګرو کتار په نښه کړ چې په ترڅ کې يې د دوه لنډکروزر موټرو د بشپړ ويجاړېدو ترڅنګ د امريکايي استخباراتو (cia)غړو په ګډون ۹ تنه لوړ رتبه اشغالګر افسران و وژل شول او د جولائ پر۲۹مه يو تن نفوذي مجاهد د کندهار ولايت شاه وليکوټ ولسوالۍ په تناوچه سيمه کې پر امريکايي اشغالګرو مخامخ بريد ترسره کړ چې څلور يې مړه او دوه نور يې ژوبل شول.

د مزدوري ادارې زيانونه:

د دښمن پر امنيه قوماندانيو او امنيتي رياستونو باندې د مجاهدينو په بريدونو کې د هغه سلګونه مهم کسان، کمانډويان، عسکر او پوليس مړه او ژوبل شول، د فارياب په آب کمري ولسوالۍ کې په يو کمين کې د دښمن۳۹تنه کمانډويان و وژل شول، له دې پرته د جولائ پر۱۷مه د چهارشنبې په ورځ د اشرفغني د ساتندويه قطعي قوماندان و وژل شو، د جولای پر۲۱مه د يکشنبې په ورځ د پکتيا زرمت ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان و وژل شو، د جولائ پر۲۵مه د تخار ولايت اشکمش ولسوالۍ ته نږدې د دښمن دوه قرارګاوي فتحه او۵۰تنه يې مړه او ژوبل شول، په همدې ورځ د بلخ په زارع ولسوالۍ کې د يو قوماندان په ګډون۷ تنه پوليس و وژل شول، د جولائ پر۲۶مه د سميع الله په نوم د غزني ولايت خوګياڼو ولسوالۍ أمنيه قوماندان په ګډون د رژيم۲۲تنه و وژل شول، په داسي حال کې چې له دې يوه ورځ مخکې د جولائ پر۲۱مه د اسلامي امارت مجاهدينو د کندهار ولايت ميوند ولسوالۍ تر خپلو پراخو بريدونو لاندې ونېوه چې په پايله کې يې۱۵تنه و وژل شول، ورپسې د جولائ پر۲۷مه د همدې ولايت ميانشين ولسوالۍ د مجاهدينو تر وسلوال بريد لاندې راغله او۲۴تنه د مزدور دښمن افراد و وژل شول، په همدې ورځ د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې۱۰تنه د مجاهدينو له لوري و وژل شول، همدغه وخت۱۰ نور د کندز ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې و وژل شول.

د جولائ پر۲۸مه د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ پّ سرفراز کلا کې يو تن مجاهد خپل موټر بم د مزدورو عسکرو لويي قرارګاه ته ورساوه او د ريموټ آلې له لاري يې انفجار ور کړ چې په پايله کې يې ياده قرارګاه په بشپړ ډول ويجاړه او ورکې ميشتو عسکرو او اربکيانو ته درانه تلفات واوښتل، نوموړی مجاهد روغ خپلو ملګرو ته راورسېد، په داسي حال کې چې له دې يوه ورځ وړاندې د همدې ولسوالۍ مرکزي ودانۍ د يو موټربم استشهادي بريد لاندې راغله چې د ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون پکې۳۹تنه مړه او ژوبل شول، دا په داسي حال کې چې د ارزګان ولايت چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ودانۍ او څلور نور مرکزونه د مجاهدينو د لېزري او درنو وسلو تربريدونو لاندې راغلل او ونېول شول، دښمن ته پکې درانه مالي او ځاني زيانونه واوښتل، په همدې ورځ د مير پادشاه په نوم د اشغالګرو يو نږدې استخباراتي کار مند چې پر چوپان يې شهرت درلود د کابل ولايت په پېنځمه حوزه کې د مجاهدينو په يو تکتيکي بريد کې و وژل شو او د خپلو کړنو په سزا ورسېد، د جولائ پر۲۹مه د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د دښمن يوه مهمه قرارګاه فتحه شوه، د رژيم۱۸تنه پکې و وژل شول او په زياته اندازه سپکي او درنې وسلې او مهمات د مجاهدينو لاس ته ورغلل، د جولائ پر۳۰مه د سې شنبې په ورځ د کندز ولايت قلعه زال ولسوالۍ په آخ تپه سيمه کې د دښمن يوه لويه قرارګاه و نېول شوه او د عبدالله خندان په نوم يو قوماندان په ګډون۱۱عسکر مړه او ژوبل شول او د جولائ پر۳۱مه د چهار شنبې په شپه د کابل ښار په تره خيل سيمه کې د ميوند په نوم د جاسوسي شبکې يو مهم افسر د مجاهدينو په ځانګړو عملياتو کې و ژل شو او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسيد، همدارنګه د کاپيسا ولايت نجراب ولسوالۍ په افغانيه سيمه کې د دښمن په يوه مهمه قرارګاه بريد ترسره شو چې پکې۵عسکر مړه او دوه نور ژوبل شول.

له يو لوري د امنيتي ځواکونو د زيانونو ورځ تربلي زياتېدو او له بل لوري د طالبانو سياسي، نظامي او ساحوي پرمختګ د کابل اداره سخته وارخطا کړې ده.

ولس ته دښمن رسولي زيانونه او ځورونې:

په وسلواله او سياسي برخه کې د مجاهدينو له پرلپسې برياليتوبونو وروسته د دښمن له لوري په ولسي وګړو بريدونه زيات شوي او ورځ تربلي سخت او وحشي کېږي، د جولائ مياشتي په اوږدو کې د دښمن له لوري ګڼ شمېر بريدونه شوي چې پکې د ماشومانو او ښځو په ګډون يواځي ملکې وګړي له منځه تللي، مسجدونه او کلينيکونه هم ترې خوندي نه و، د بېلګې په ډول د جولائ مياشتي پر۵مه د کابل مزدوري ادارې وحشي ځواکونو د فارياب ولايت سبزپوش ولسوالۍ په جمعه بازار چپاو ور وړ چې په ترڅ کې يې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون۵۰تنه شهيدان او ژوبل شول، په سبا ورځ يې اشغالګرو او د هغوی ګوډاګيانو د ميدان وردګ ولايت په چک ولسوالۍ کې په يوه کلي چاپه و وهله او۵ولسي وګړي يې په شهادت ورسول، د جولای په۹مه د سې شنبې په ورځ د همدې ولسوالۍ په يوه بله پېښه کې ګډو وحشي ځواکونو په يوه کلينک چاپه و وهله د ډاکټر او د مريضانو د خپلوانو په ګډون يې څلور هېوادوال په شهادت ورسول، په همدې ورځ د کندز ولايت ډنډ شهاب الدين ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکي د يوې کورنۍ۷تنه وګړي په شهادت ورسول.

ورپسې د جون مياشتي پر۱۴مه د يکشنبې په ورځ د ميدان وردګ ولايت کې دښمن يو بل جنايت ترسره کړ، دغه پېښه چې د ياد ولایت په چغتو ولسوالۍ کې را منځته شوه د ګډو وحشي ځواکونو په چاپه کې د څلورو وروڼو په ګډون۷تنه ولسي وګړي په شهادت ورسېدل، د هغه په سبا د جولائ په۱۵مه د دوشنبې په ورځ د ارزګان ولايت په ګېزاب ولسوالۍ کې د دښمن د هوايي بريدونو له امله۳۵تنه ولسي وګړي په شهادت ورسېدل، په همدې ورځ د افغانستان د بشري حقوقونو کميسيون د يو اعلان په ترڅ کې په ډاګه کړه چې د ګډو وحشي ځواکونو په عملياتو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله پراخه شوې ده، د دې اعلان په سبا ورځ د لوګر په مرکزي ولسوالۍ کې يو مسجد د اشغالګرو تربريد لاندې راغی او په=کې هغه ماشومان په شهادت ورسېدل چې د قرآنکريم د زدکړي لپاره په ياد مسجد کې راټول شوي و، د جولائ پر۲۰مه د هفتې په ورځ غزني ولايت د ګډو ځواکونو د وحشت ننداره کوله چې د هغوی په وحشيانه چاپه کې د يوې کورنۍ پېنځه تنه په شهادت ورسېدل، په همدې ورځ رسنيو له بادغيس او هلمند څخه هم د ګډو ځواکونو د وحشيانه چاپو له امله د۲۰تنو د شهادت خبر ور کړ، د جولائ پر۲۲مه د دوشنبې په ورځ لوګر ولايت يوځل بيا د خپلو خلکو په وينو کې دلت پت کېدو شاهد و چې د دښمن د هوايي بريد له امله د دې ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې ديوې کورنۍ۹تنه کې په شهادت ورسېدل چې په اړه يې يوناما ادارې هم چوپتيا ماته کړه او د ګډو ځواکونو له لوري دغه پېښه يې تائيد کړه، د جولائ پر۳۰مه د سې شنبې په شپه امريکايي اشغالګرو او د هغوی مزدورو عسکرو د خپلو وحشي کړنو په لړ کې داځل د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سيمه کې په ولسي خلکو له وحشته ډکه چاپه و وهله چې پکې د خلکو د کورونو دروازې يې ماتې کړې، درې کورونه او يوه لېسه يې وران کړل، شپږ ولسي وګړي يې په شهادت ورسول او دوه نور يې ځخميان کړل، ورپسې د جولای پر۳۱مه د کابل ادارې مزدورو عسکرو د هرات ولايت شينډنډ ولسوالۍ په کشک ناوه سيمه کې د ولسي خلکو په کورونو د هاوانونو ډزي وکړې چې له امله يې۲کورونه ويجاړ او څلور مېرمني په مظلومانه ډول په شهادت ورسولې او شپږ ولسي وګړي هم ځخميان شول.

پر ولسي خلکو د بريدونو او هغوی ته د رسېدلو زيانونو تفصيل د اسلاني امارت په رسمي ويب سائټ خپور شوي راپور کې متلای شی.

د يادوني وړ ده چې د۲۰۱۹مېلادي کال لومړيو شپږو مياشتو کې ولسي خلکو ته د رسېدلو زيانونو کره راپور د افغانستان اسلامي امارت د جولائ په۳۱مه نېټه د اسلامي امارت د ملکي زيانونو د مخنيوي او شکايت اورېدني کميسيون له لوري په داسي حال کې د هېوادوالو لاس رسۍ ته وړاندې کړ چې د يوناما ادارې د يادو شپږو مياشتو د ولسي خلکو د زيانونو راپور نيمګړی خپور کړی و.

الفتح عملیات:

د جولائ په لومړۍ نېټه د مجاهدينو له لوري د مزدوري ادارې د دفاع وزارت لوژستيک رياست تر سختو بريدونو لاندې ونېول شو چې په ترڅ کې يې دښمن ته يې زيات زيان واړاوه، دغه بريد د کابل په زړه کې ترټولو مهم دفتر باندې ترسره شول او دښمن يې سخت وارخطاءکړ، د دې پر سبا ورځ د جوزجان ولايت قوشتپه ولسوالۍ او د بغلان ولايت کيان دره د مجاهدينو لاسه ورغلل، د جولائ پر۳مه د چهار شنبې په ورځ رسنيو د مجاهدينو له لوري د غور ولايت ساغر ولسوالۍ اړوند دپراخو سيمو د فتحې خبر ور کړ.

د جولائ پر۷مه د يکشنبې په ورځ د غزني ولايت د امنيت رياست د مجاهدينو تر سختو بريدونو لاندې راغی چې په ترڅ کې يې ياد رياست په بشپړه توګه له منځه لاړ او ګڼ شمېر د جاسوسي ادارې افراد پکې مړه او ژوبل شول، ورپسې د جولائ پر۸مه د دوشنبې په ورځ د بغلان ولايت په پلخمري ولسوالۍ کې د دښمن يو مهم مرکز د مجاهدينو له لوري فتحه شو.

د جولائ پر۱۲مه د جمې په ورځ د پکتيکا ولايت خوشامند ولسوالۍ د مجاهدينو لاس ته ولوېده، د دې پر سبا ورځ د بادغيس ولايت امنيه قوماندانۍ د مجاهدينو تر سختو بريدونو لاندې راغله او دښمن ته يې زيات زيانونه واړول، د جولائ پر۱۶مه د سې شنبې په ورځ د بادغيس په آب کمري ولسوالۍ کې۳۹تنه د دښمن کمانډويان د مجاهدينو په بريدونو کې و وژل شول، په همدې ورځ د اسلامي امارت مجاهدينو د بدخشان ولايت په کران ومنجان ولسوالۍ کې له دښمن څخه د لاجورودو ستر کان ونېو او د جولائ پر۲۲مه دغه ولسوالۍ هم ونېوله شوه، د لاجورودو په کان پسې د جولائ پر۱۸مه د پنجشنبې په ورځ د کندهار امنيه قوماندانۍ د مجاهدينو تر بريد لاندې راغله چې پکې د هغې د لوړپوړو افرادو په ګډون له سل تنو زيات پوليس مړه او ژوبل شول،  همدې ورځ پسي د جمې په شپه د فارياب ولايت پلچراغ ولسوالۍ کې د لسو پوستو په ګډون پراخي سيمي د دښمن له وجود څخه پاکې شوې، ۲۵تنه کمانډويان، عسکر او اربکيان و وژل شول او د۲۵شاوخوا نور ځخميان شول چې د ګڼ شمېر وسلو په ګډون۱۱دانې د شپې دوربېنونه هم د اسلامي امارت مجاهدينو لاس ته ورغلل، د جولائ پر۳۰مه د سې شنبې په ورځ د غور ولايت په تيوره ولسوالۍ کې د نيلي سيمي پراخي ساحې چې۱۲۰۰کورونه يې جوړوي د دښمن له وجود څخه تصفيه شوې او د رقيب په نوم د اربکيانو قوماندان په ګډون څلور تنه و وژل شول يو ثرياټيليفون، دوه مخابرې او۱۱موترسائکل د مجاهدينو لاس ته ورغلل، له بل لوري د همدې سې شنبې په شپه د الفتح ګړنديو عملياتو په ترڅ کې مجاهدينو د فارياب ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې۲۰پوستې فتحه او۱۸عسکر او اربکيان يې و وژل.

د الفتح ګړنديو عملياتو پورتنۍ لاسته راوړني مو د بېلګې او نمونې په ډول يادي کړې، د بشپړ جزئياتو لپاره يې د اسلامي امارت خپرونې کتلای شی.

بین الافغانی ناسته:

د جولائ پر۷مه د يکشنبې په ورځ په دوحه کې دوه ورځنۍ بين الأفغاني ناسته پيل شوه او په سبا ورځ يې د يوې ګډي اعلاميې په خپرېدو پای ته ورسېده، د دې ناستي ګډونوالو د اسلامي امارت له نمائندګانو سره له خبرو اترو څخه خوښي څرګنده کړه او زياترو يې و ويل چې د اسلامي امارت اړوند يې ډېري اندېښنې لرلې چې په دې ناسته کې له منځه لاړې.

د جولائ په۲۷مهد هفتې په ورځ د افغان ولس د رښتونو خيرخواه په توګه طالبانو د بين الأفغاني مذاکراتو اړوند وضاحت وکړ او ويې ويل: بين الأفغاني مذاکرات به د ټولو سياسي لوريو له يو ګډ ټېم سره وي، د کابل اداره د حکومت په توګه نه بلکې د نورو سياسي لوريو په څېر به يو لوری وي او دا مذاکرات به د امريکايانو د وتلو له مهال وېش اعلانېدو وروسته ترسره کېږي، دا په داسي حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو استازي خليلزاد هم په خپل ټوېټر کې په دې باندې باور ښکاره کړی، له همدې څخه د کابل ادارې ذلت او خواري ښه جوتېږي.

د ديموکراسۍ لاسته راوړني:

د ديموکراسۍ لاسته راوړني د B52 الوتکو په مټ د هغې له راتلو۱۹کاله وروسته په يو نادره بڼه د ښکاره کېدو په حال کې ده او هر وخت يې بې حيايي او شرمندګي زياتېږي، د جولائ پر۲مه د کابل مزدوري ادارې د عامي روغتيا وزارت د يو اعلان په ترڅ کې و ويل چې په تېرو څلورو کلونو کې له۲۰۰زيات بچه بازان په اېډز ناروغۍ اخته شوي دي، د جولائ پر۱۱مه د پنجشنبې په ورځ د بې بې سي راديو خبري شبکې د مزدوري ادارې په دننه کې له اخلاقي فساد او جنسي تېريو څخه پرده پورته کړه، له دې وړاندې هم په ارګ او ځيني نورو دولتي ادارو کې پر جنسي ګټي اخيستني ولاړ شواهد افشاء شوي و، خو د کابل ادارې په ډېره سپين سترګۍ له ټولو څخه انکار وکړ، د جولائ پر۱۴مه د يکشنبې په ورځ متحده ايالتونو وغوښتل چې د کابل ادارې په دننه کې د جنسي تېريو قضيه دي وڅېړل شي، د متحدو ايالتونو له دې غوښتني وروسته يوې بهرنۍ سياحتي مېرمني ادعا وکړه چې د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ ولسوال ورباندې جنسي تېری کړی دی.

دکابل مزدوري ادارې رسوايي:

د جولائ مياشتي پر۳مه د چهارشنبې په ورځ اسلامي امارت د شواهدو په وړاندي کولو د مزدوري اردو په ليکو کې د د بليک واټر اجرتي قاتلانو د شتون خبر ور کړ، د جولائ پر۱۶مه د سې شنبې په ورځ ارګ د يوې دارلاافتاء برانيستلو خبر ور کړ، په داسي حال کې چې د پيسو او زور په بدل کې له درباري او خرڅ شويو ملايانو او متقاعدو جهادي رهبرانو له لوري د اشغال په ملاتړ کې جعلي فتواوي رامنځته شوې وې خو ويې نکړای شول زموږ د متدين ولس ديني باور بدل کړي.

د جولائ پر۲۲مه د دوشنبې په ورځ د امريکا ولسمشر ټرمپ په خپلو څرګندونو کې و ويل چې که وغواړي د افغانستان نقشه به د ځمکي له مخه ورکه کړي چې پکې به۱۰ميليونه زموږ هېوادوال و وژني، د ټرمپ دې نامسئوله څرګندونو ډېر غبرګونونه له ځان سره لرل او د کابل ادارې اصليت يې دنياوالو ته ترپخوا لازيات څرګند کړل، د افغانستان اسلامي امارت د ټرمپ دغه څرګندوني اختي غندلې او ويې ويل چې انګريز او شوروي هم دغه ارمان ګورته يو وړ او امريکا به يې هم وړي.

په يوه بله رسوايي کې د اشرفغني نصرانۍ ښځي رولاغني اسرائيليان رابللي ترڅو په افغانستان کې پانګوني وکړي، له دې وړاندې د رولا لخوا د نصرانيت خپرېدو ملاتړ شوی او د پام وړ پرمختګ يې کړی دی.

د دښمن اعتراف:

د جولائ مياشتي پر۴مه د پنجشنبې په ورځ د کابل ادارې د بدخشان ولايت والي ومنله چې د دې ولايت٪۸۰سلنه خاوره د مجاهدينو په واک کې ده، په داسي حال کې چې د دې مياشتي پر۲۲مه د ياد ولايت کران ومنجان ولسوالۍ هم د مجاهدينو تر واک لاندې راغله.

دښمن له ټولو لوريو وارخطاء دی، سياسي او روحي مورال يې له لاسه ور کړی او نور نشي کولای ولس ته په سترګو کې خاوري ورشېندلو سره رښتوني حقيقتونه له عامو نظرونو پټ کړي، نو خود به په خپله ناکامۍ اعتراف کوي.

Related posts