اکتوبر 24, 2019

ناټو هم ومنله ؛ چې نور له افغانستان څخه دوتلو وخت را رسېدلی!!

ناټو هم ومنله ؛ چې نور له افغانستان څخه دوتلو وخت را رسېدلی!!

د ورځې خبره :

په داسې حال کې چې د اسلامي امارت او امریکایانو ترمنځ په دوحه کې اتم پړاو خبري او مذاکرات پيل شويدي او ډیر احتمال شته چې په دې پړاو کې دواړه لوري له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو په سر نهايي پرېکړي  ته ورسیږي ؛ دناټو سرمنشي (ینس ستولتنبرگ ) هم پرون په بروکسل کې له خبریالانو سره دخبرو په ترڅ کې وویل چې د دوحې ناستې مهمې او له امیدونو ډکي دي،
نوموړي زیاته کړه که امریکایان له طالبانو سره د عسکرو د وتلو پرېکړه لاسلیک کړي ناټو به یې هم هرکلی وکړي او په ګډه به له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي .
لدې وړاندې دناټو سرمنشي په دې دریځ و چې دوی په افغانستان کې نيږدې دوه لسیزي جګړه پرمخ بیولې؛ په اصطلاح لاسته راړونې یې لرلي ؛ نو د امریکایانو د وتلو پرېکړه به ددوی د کلونو خواري په اوبو لاهو کړي او دا خبره به په اثبات ورسوي چې افغانستان ته یې د عسکرو راتګ اوهلته پوځي حضور ناسم ، بې ګټې او له زیانونو ډک وو.
ناټو په دې برخه کې د پام وړ هلې ځلې وکړې تر څو د افغانستان د جګړې اوږدېدو ته ټرمپ قایل کړي او یا یې لږ تر لږه دپوځیانو دوتلو تصمیم ټکنی کړي؛ خو ټرمپ چې خپله څېره يې په اوبو کې لیدلې وه  په دې اړه يې د هیڅ چا مشورې او نظر په ګټه و نه باله او له کوم ابهام او پټ پټوني پرته یې په مکرر ډول اعلانونه وکړل چې دافغانستان جګړه امریکایانو ونشوای ګټلای، ترټول لوی او دروند بم  یې په افغانستان وغورځاوه ، ډول ډول جنګي ستراتیژۍ یې په کار واچولې ، په حساب ۵۲ ملیارده ډالر یې هر کال هلته مصرف کړل ؛ خو نتیجه یې منفي او د منلو نه وه ؛ نو مجبور شو چې دطالبانو غوښتنو ته هو ووايي، جګړې ته شا کړي او دېته زمینه مساعده کړي چې ټول امریکايي عسکر راووزي.
د ناټو د سرمنشي ورستی اعلان او د افغانستان په اړه د امریکایانو له موقف سره یې همغږي؛ ثابتوي چې ناټو او امریکا نه دا چې خپله ماتې او شکست تسلیموي او دافغانستان اشغال تاریخي تېروتنه بولي؛ ورسره داحقیقت هم مني چې دافغانستان دخاوري اصلي وارث اسلامي امارت دی او یواځي امارت د دې وړتیا او ځواک لري چې له افغانستان څخه دټولو بدبختیو ، ستمونو او ناورینونو کمبله ټوله کړي او افغانانو ته دثبات، ارامۍ او پرمختګ زیري راوړي .

Related posts