اګست 24, 2019

د اسلامي امارت د سیاسي روابطو پراختیا

د اسلامي امارت د سیاسي روابطو پراختیا

د اونۍ تبصره:
یوه اونۍ وړاندې د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال ملا برادر آخند په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړرتبه هیئت اندونیزیا هیواد ته په رسمي سفر لاړ او څو ورځې یې د دې هیواد له چارواکو او مذهبي مشرانو سره لیدنې او خبرې وکړې.
اندونیزیا هغه هیواد دی چې تر ټولو ډیر مسلمانان په کې ژوند کوي. له دې معنوي امتیاز سربیره دا هیواد د اسلامي نړۍ له قوي اقتصاد لرونکو او صنعتي هیوادونو ګڼل کیږي، چې همیشه یې په نړیوالو قضایاوو کې مثبت رول اداء کړی دی. د افغانستان د قضیې په رابطه هم د اندونیزیا چارواکي مثبت فکر لري چې زموږ په هیواد کې د سولې راتګ او د جګړې د عواملو ختمیدل غواړي.
د اسلامي امارت سیاسي استازي اندونیزیا ته د سفر په مهال د کوربه هیواد له درانه استقبال سره مخامخ شول.د څو ورځو په جریان کې یې د اندونیزیا د رئیس جمهور له مرستیال، د بهرنیو چارو له وزیرې دغه راز د نهضت العلماء په نوم د علماء له ټولنې او د دې هیواد مذهبي جماعتونو د یوې لویې اتحادیې ( مجلس العلماء) له مسؤلینو سره لیدنې او خبرې ترسره کړې. چې دغو د اسلامي اخوت او صمیمیت له روحیې څخه مالامال ملاقاتونو د دوه اړخیزو اړیکو په تقویه کې مهم رول درلود.
اندونیزیا هیواد ته د اسلامي امارت د چارواکو سفر دغه راز له دې وړاندې روسیې او چین هیواد ته د اسلامي امارت د استازو بریالیو سفرونو ثابته کړه، چې اسلامي امارت د نړۍ له اولسونو او هیوادونو سره مثبت روابط غواړي. خو د تأسف ځای دا دی چې د اسلامي امارت په خلاف خورا زیات منفي تبلیغات شوي دي. د ځینو هیوادونو چارواکو ته اسلامي امارت د یوې باغي یا تروریستي ډلې په حیث معرفي شوی دی، نو ځکه له اسلامي امارت سره په مناسباتو کې زړه نازړه وي. خو که دوی له اسلامي امارت سره مخامخ لیدنې کتنې ولري، د اسلامي امارت په داعیه او پالیسۍ ځان پوه کړي او له اسلامي امارت سره مستقیم سیاسي روابط جوړ کړي، ضرور به د دوی شکونه او ناسم ګمانونه له منځه ځي او اسلامي امارت به د افغان اولس د واقعي استازي جهت په حیثیت پیژني.
دا چې د امریکا متحده آیالات له اسلامي امارت سره په مخامخ خبرو بوخت دي، دغه راز په بین الافغاني کچه هم د یوه مسالمت آمیز حل لپاره مقدمات پيل شوي دي. نو د سیمې او نړۍ هغه هیوادونه چې پخوا یې د اسلامي امارت په اړه ناسم برداشت درلود. یا یې په یوه اړخیز ډول د اسلامي امارت په وړاندې دښمني کوله او ځینو خو یې حتی پرته له کوم څرګند دلیله اسلامي امارت ته د یوې ترهګرې ډلې په نظر کتل او د ځپلو لپاره یې د نړیوال جنګي ایتلاف غړیتوب درلود. اوسنیو شرائطو ته په پام سره د دې وخت را رسیدلی چې دوی د اسلامي امارت په اړه په خپل دریځ له سره غور وکړي. د دې لپاره چې اسلامي امارت وپیژني او له مرام او داعیې یې ځان خبر کړي د اسلامي امارت له سیاسي استازو سره دې مخامخ خبرې او لیده کاته وکړي. ډیر امید شته چې په دې سره به د دوی شکونه ازاله او د یو اړخیزې دښمنۍ لپاره به ورته هیڅ دلیل هم پاته نه شي.

Related posts