اکتوبر 24, 2019

د اشغال بشپړ پای

د اشغال بشپړ پای

د ورځي خبره:

نن په دوحه کې داسلامي امارت دمذاکراتي ټیم او یرغلګرو تر منځ اتم پړاو خبرې پیل شوې. دخبرو اجنډا دامپراتوریو د قبرستان ګران تاریخي هیواد( افغانستان) څخه د ټولو یرغلګرو ځواکونو یو مخیز وتل او دافغانستان خاوره دامریکا پر ضد نه کاریدل دي. روانو خبرو کې  داسلامي امارت او امریکا ترمنځ ممکن پر پورته ټکو توافق وشي.

ځیني جهتونه او رسنۍ داسي ښیې چې ګویا اسلامي امارت به افغانستان کې دمحدود شمېر امریکایي عسکرو شتون وزغمي، خو داسلامي امارت ثابت دریځ دادی چې ټول یرغلګر عسکر به چې له هر هیواد او سازمان  سره تړاو لري، زموږ له پاکې خاورې وځي.  موږ که دیرغلګرو ځواکونو له زیات یا کم حضور سره موافقه کولای،نو دومره اوږدې او له کړاونو ډکې مقابلې ته څه اړتیاوه ؟

داسلامي امارت د سیاسي دفتر اداري مرستیال او د مذاکراتي ټیم غړي محترم مولوي عبدالسلام حنفي صاحب له الاماره سره  په تازه مرکه کې واضح کړې، چې داسلامي امارت مذاکراتي ټیم دهیواد دجیدو علماوو او باتجربه جهادي او سیاسي شخصتونه څخه جوړ دی، موږ چې هره پریکړه کوو،لومړی  یې دشریعت او ملي ګټو له نګاه څېړو، بیایې عملي کوو، نو هیڅ داسي پریکړه به ونه کړو چې دمجاهد ولس ددیني او ملي منافعو سره ټکر کې وي.

داسلامي امارت مبارزه دنورو جهتونو له مبارزو سره ډير توپیر لري،زموږ دمبارزې قربانیان یوازې هغه ګمنامه اتلان نه دي، چې په ځان پوري بمونه تړي،بلکې داسلامي امارت د فساد او اشغال ضد مبارزو په جریان  کې وزیران، والیان، ولسوالان او لوړ پوړي قوماندانان دجګړې په لومړۍ کرښه کې دشهادت لوړ مقام ته رسیدلي دي.حتی داسلامي امارت زعیم  امیرالمؤمنین منصور تقبله الله دې سپېڅلې لار کې شهید شو او دامیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د زړه ټوټه دشهادت په وینو رنګ شوه.

همداراز داسلامي امارت مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا برادر اخند او دمذاکراتي ټیم غړو  ددین او هیواد څخه د دفاع په لار کې کلونه- کلونه  حبس، جسماني شکنجې او رواني ځور ګاللی.

اسلامي امارت لکه تېر اتلس کاله یې چې  له هر اړخیزو فشارونو سره سره  له  خپل دیني او ملي موقف څخه تنزل نه دی کړی،له دې وروسته به هم دخپلو پاکو او عالي اهدافو دترلاسه کولو په لار کې  هیڅ ډول فشار ته غاړه ټیټه نه کړي.

داسلامي امارت دمبارزې محور داشغال یومخیزه خاتمه او داسلامي نظام نفاذ دی.  اسلامي امارت دیني ارزښتونو،دهیواد خپلواکۍ، ملي منافعو او دشهیدانو د پاکو ارمانونو ساتنې ته ژمن دی. زموږ دمبارزې هدف د ذکر شوو ارزښتونو ساتنه او پالل دي. موږ به له یرغلګرو سره داسي یو توافق ته رسیږو چې ټول ارزښتونه مو خوندي کړي او  مظلوم ولس مو له فساد او اشغال څخه نجات ترلاسه کړي.

ان شاء الله العزیز

Related posts