اکتوبر 24, 2019

پر افغانستان دامریکایانو یرغل مسؤلانه وو ؟

پر افغانستان دامریکایانو یرغل مسؤلانه وو ؟

د ورځي خبره:

له افغانستان څخه دامریکايي پوځیانو د ویستلو په اړه د ټرمپ له صریح موقف ورسته  دامریکا دبهرنیو چارو وزیر پمپو هرڅه ډانګ پېیلي کړل او ويې ویل : له افغانستان څخه دامریکايی پوځیانو وتل دوی ته له بل هرتصمیم او پریکړي څخه مهم دي ، دهغه په وینا ټرمپ پوخ تصمیم لري چې د۲۰۲۰ کال له پیل کیدو وړاندې دافغانستان جګړې ته شا او  له طالبانو سره د یوې موافقي په ترڅ کې خپل ټول  عسکر وباسي.
دامریکايی چارواکو دغو خبرو او سپیناویو دامریکايي  غلامانو حواس سخت ور خراب اومختل کړي؛
څوک وايي چې امریکایانو ورسره امنیتي تړون لاسلیک کړی هغوی مکلف دي چې دنوموړي تړون تر پوره کیدو پوري په افغانستان کې ایسار شي او له هغوی څخه دفاع او ساتنه وکړي، څوک وايي د امریکایانو وتل بايد عاجل او ګړندي نه وي بلکي په مسؤلانه ډول ترسره شي، څوک وايي امریکایانو ته نه ښايي چې خپلې ۱۸ کلنې لاسته راوړني ضایع او خاوري ایري کړي، څوک وايي که امریکایان ووځي دښځو حقوق به پایمال شي ، دبیان ازادي به صدمه وویني ، مدني او بشري پرمختیاوي به ټکنۍ شي او بالاخره به دیموکراسي کونډه او رنډه وګرځي !!!
خو داسې ښکاري چې په دغو نارو او سورو او ببولالو ټرمپ نشي خطا کولای ؛ ټرمپ ته ۵۰ ملیارده ډالر سپما کول اودخپلو عسکرو ژوند مهم دی، ټرمپ او نوره نړۍ په دې پوه او سر یې خلاص دی چې مزدورانو او غلامانو ته یې دافغانانو ، هوساینه ، پرمختیا او ارامي کوم ارزښت نلري ؛ که یې درلودلای  دتیرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې امریکا او نوري دنیا دوه تریلیونه ډالر په افغانستان کې مصرف د ۴۸ هیوادونو پوځیان یې ګوډو مات او خپل مجهز جنګي ماشینونه او جبه خاني یې هلته استعمال او وازمویلي ؛ خو نتیجه هماغه وه چې افغانستان ددوی له لاسه په فقر او دربدری کې دجهان دویم هیواد یاد سو ، په فساد ، ناامنی او انارشیزم کې یې دریم حیثیت ! وګاټه ، دمخدره توکو په قاچاق ، کرونده او استعمال کې څلورم مقام ترلاسه کړ !!!
امریکا ، اوروپا او دناټو غړي هیوادونه پوهیږي چې د دوی له غلامانو سره یواځي او یواځي دخپلو جیبونو او بانکونو مزید ټکول ارزښت لري نه دافغانستان لوړي ګټي او دافغانانو هوساینه.
تیره ورځ دکابل رژیم یوه پخواني ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا دې له افغانستان څخه په وتلو کې له عجلې کار نه اخلي ؛ بلکي په دقت او سنجیدګۍ دې ګامونه پورته کړي او وتل یې باید په مسؤلانه ډول وي.
مونږ له دغه چارواکي نه پوښتو چې کله امریکایانو په افغانستان یرغل راوړ او تاسې یې په خپلو چورلکو کې افغانستان ته راوړئ او ارګ ته یې دننه کړئ هلته مو دغه مشوره او نظر ولې نه ورکاوه چې پام افغانستان ته په مسؤلانه انداز راشئ او له عجلي کار مه اخلئ ؟
هلته خو مو له خپلو نورو استادانو سره په مکرر ډول دا خبره زمزمه کوله چې بمباریو ته نور زور ورکړئ ، بمونه لا درانه او هیبتناکه کړئ او حتی ګاونډیو هیوادونو ته هم ورپسي ور واوړئ ؟ !!
اوس چې امریکایان دافغانانو په مټو مات او ددې پیړۍ د لوی طاغوت دشکست او اضمحلال ویاړ هم دننګیالیو افغانانو په برخه ګرځيدونکی دی  ؛ ستاسي دغه ټکي مکي او پیوندونه له غرونو غرونو مکرونو ، فریبونو او تازه دمو دسیسو څخه ډک او مالامال دی ؛ چې دالله تعالی په فضل او نصرت به هیڅ کوم ځای او مجال ونلري. ان شاالله تعالی

پای……………!

Related posts