اګست 24, 2019

د ذي الحجې دلسو ورځو او د قربانۍ فضیلت

د ذي الحجې دلسو ورځو او د قربانۍ فضیلت

ليکوال: مفتي محمدګل سعید

د ذی الحجې دلسوورځوفضیلت:

ستر څښتن جل جلا له په همدې ورځو باندې قسم کړی دی. والفَجْر وليالٍ عَشْر. په دې آیت کې د یادوو شویو لسو ورځو په اړه لوی عالم شاه ولي الله دهلوي رح وايي: له [الفَجْر] څخه مراد د لوی اختر ورځ او له [وليالٍ عَشْر] څخه بیا مراد تر لوی اختر وړاندې لس ورځې دي.ابن تيميه او ابن قيم (رحمهم الله)  هم همدا خبره غوره ګڼلې ده.ابن کثير رح بیا د ایت کریمه لس شپې؛ د لوی اختر لومړنۍ لس ورځې بولي.دا لس ورځې د عبادت ځانګړې ورځې دي چې باید  الله جل جلا له پکې زیات یادکړی شي او همدارنګه لوی عبادت یانې حج هم په همدې ورځو کې ادا کېږي. ستر څښتن جل جلا له فرمايلي:وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ * لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ- د حج سوره، ۲۸ نمبر ایت.ژباړه: او په خلګو کې د حج اعلان وکړه، نو تاته به راځي پلي او سواره په هره ګړندۍ  سپرلۍ،د خپلو ګټو لپاره به له هر لرې ځای راځي، او په معلومو ورځو کې د الله جل جلا له نوم یاد کړئ په هغه څارویو چې در کړل شوي دي.

ځېني دینپوهان په دې عقیده دي چې د نړۍ بهترېنې ورځې د لوی اختر لومړۍ لس ورځې دي چې د عرفات ورځ هم پکې ده. عرفات هغه ورځ دی چې الله تعالی پکې د جهنم دروازې تړلې وي، د خپلو بنده ګانو دعاګانې قبلوي، د هغوئ ګناهونه بخښي او جنت ته یې دننه کوي.

ډېری صحابه کرام او ستر علماء وايي چې: د أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ موخه د لوی اختر اولې لس ورځې دي.په یادو لسو روځو کې دوهمه ستره ورځ د لوی اختر ورځ ده چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمايي:إِنَّ أَعْظَمَ الْأَيَّامِ عِنْدَ اللَّهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَوْمُ النَّحْرِ ثُمَّ يَوْمُ الْقَرِّ- د ابو داود سنن   .ژباړه: رښتیا هم چې الله جل جلا له ته تر ټولو ورځو غوره ورځې د قرباني او د قربانۍ تر ورځې وروسته ( یانې د لوی اختر دوهمه) ورځ ده.

د دې ورځې په اړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو ځای داسې فرمايي:عن أبي هُرَيْرَةَ قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ:دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يَعْدِلُ الْجِهَادَ؟ قَالَ:لاَأَجِدُهُ. قَالَ:هَلْ تَسْتَطِيعُ إِذَا خَرَجَ الْمُجَاهِدُ أَنْ تَدْخُلَ مَسْجِدَكَ فَتَقُومَ وَ لاَ تَفْتُرَ، وَتَصُومَ وَ لاَ تُفْطِرَ؟ قَالَ: وَمَنْ يَسْتَطِيعُ ذَلِكَ؟ بخاري شریف   ژباړه: ابو هريرة وايي چې یوه ورځ یو سړی پیغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغی او ویې ویل : ما ته داسې کار را وښیه چې بدله یې له جهاد سره برابره وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چې داسې کار نشته. بيا یې ورته وويل چي: ته داسې کولی شې چې کوم وخت مجاهد له خپله کوره ووځي او ته جومات ته داخل شې، دومره لمونځ وکړې چې ستړی نشې او په دوامداره توګه پرته له ماتولو روژه ونیسې؟ هغه ځواب ور کړ چې دا د چا په وسه پوره ده؟نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دې لسو روځو د فضیلت په اړه فرمايي: عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنْ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم أَنَّهُ قَالَ: مَا الْعَمَلُ فِي أَيَّامٍ أَفْضَلَ مِنْهَا فِي هَذِهِ). قَالُوا! وَلَا الْجِهَادُ ؟ قَالَ، وَلَا الْجِهَادُ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ يُجاهد بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ بِشَيْء. ترجمه: له حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي رسول صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي چې د الله تعالی په نزد داسې کومه ورځ نشته چې ښه او نیک عملونه دي هغه جل جلا له ته دومره خوښ وي. صحابه کرامو وویل چې؛ اې د الله رسوله: ایا جهاد هم د دې ورځو د نیکو کړنو په اندازه نه دی؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو جهاد هم پدی ورځو کې د تر سره شوي ښه کار ( عمل ) سره سم نه دی.لاکن پرته له هغه کسه چې خپل سر او مال دواړه ور سره یوسي خو یو هم را نه وړي ( یانې چې د الله تعالی په لاره کې شهید شي).پدې لس ورځو کې د ښه چار ( عمل ) بدله د الله تعالی په لاره کې تر جهاد هم ډېره ده.

په دغوورځوکې بایدمسلمان پخپلو ټولو تېرو ګناهونو د زړه له تله توبه وباسي ،تسبیح ، تحمید ، تهلیل او په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې دې  درود وویل شي. له ابن عمر رضي الله عنه څخه حدیث روایت شوی چې: ما من ایام اعظم و لا احب الی الله العمل فیهن من هذه الایام العشر فاکثروا فیهن من التهلیل و التکبیر و التحمید-رواه احمد. امام بخاري ليکلي دي چې :كان ابن عمر وأبو هريرة يخرجان إلى السوق في أيام العشر يكبران ويكبر الناسُ بتكبيرهما. ژباړه: ابن عمر او ابو هريره ( رضی الله عنهم ) دواړه به په دې لسوورځو کې بازارونو ته وتل، تکبیرونه ( الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، والله أكبر الله أكبر ولله الحمد ) به یې ویل او نورو خلګو به هم ور سره بدرګه کول.پورتني تکبیرونه دې خلګ د عرفات د ورځې له سهار  وروسته د هر لمانځه په پای کې؛ د اختر د څلورمي ورځي ترمازدیګر لمانځه پوري وایې .په دې ورځو کې د روژې نیول ډېر زیات ثواب لري. د عرفات د ورځې روژه پرته له حجاجو؛ نورو مسلمانو ته سنت ده. ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمايي:صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده.ژباړه:امیدلرم چې د عرفې ( عرفات ) د ورځې روژه به د تېر او راتلونکي کال ټولو ګناهونو ته بدله وي.له حفصې رضي الله عنها څخه روایت شوی دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاشورا د ورځې، د دغو لسو ورځو او د هرې میاشتې د دریو ورځو روژې نه پرېښودې.

قرباني :قرباني لکه لمونځ ځانته وخت لري تر هغه وخت مخکې د قرباني کول جواز نلري ، د اختر د ورځې د سهار تر داخليدو مخکې قرباني کول نه صحيح کيږي ، کله چي سهار داخل شي ، نو د قرباني وخت هم شروع کيږي ، ليکن  په هغه علاقو کې چې هلته د اختر لمونځ نه کیږي ، د هغو لپاره بل شرط نشته ،  خو په ښارونو کې ، يعني هلته چي د اختر لمونځ ادا کيږي ، د هغو لپاره که څه هم د قربانۍ وخت داخل دئ ، مګر د دوۍ لپاره دا شرط دئ چي د  اختر تر لمانځه وروسته به وي ، مخکي صحت نلري ، خو دا بيا ضرور نه دئ چي تر خطبې ويلوبه وروسته   وي ، بلکه که تر خطبې مخکي ذبح شي نو هم صحيح دئ  . او اخيري نيټه يې د اختر دريمه ورځ ده ، مطلب دا چي د قرباني وخت درې ورځې او دوه شپې دئ  .  البته بهتره داده چي د ورځې وي ، د شپې مکروه بلل کيږي ، دارنګه په ورځو کي ړومبۍ ورځ تر نورو ډيره بهتره او د اجر په اعتبار زياته ده  په بدایع الصنایع کې دي:  فَلَا يَجُوزُ لِأَحَدٍ أَنْ يُضَحِّيَ قَبْلَ طُلُوعِ الْفَجْرِ الثَّانِي مِنْ الْيَوْمِ الْأَوَّلِ مِنْ أَيَّامِ النَّحْرِ وَيَجُوزُ بَعْدَ طُلُوعِهِ سَوَاءٌ كَانَ مِنْ أَهْلِ الْمِصْرِ أَوْ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى ، غَيْرَ أَنَّ لِلْجَوَازِ فِي حَقِّ أَهْلِ الْمِصْرِ شَرْطًا زَائِدًا وَهُوَ أَنْ يَكُونَ بَعْدَ صَلَاةِ الْعِيدِ ، لَا يَجُوزُ تَقْدِيمُهَا عَلَيْهِ عِنْدَنَا .

قرباني کول پر هغه چا واجبه ده چي عاقل ، بالغ ، شتمن ، او مقيم وي ، يعني خاوند د نصاب وي او مسافر نه وي ، که خاوند د نصاب نه ؤ ، يا ؤ خو مسافر ؤ ، نو پر هغه قرباني کول نشته  . هغه نصاب او شتمني چي پر صاحب يې قرباني واجب ګرځي ، د سرسايې نصاب دئ ، يعني که تر ضرورت او حاجت زيات دومره شيان له يو چا سره موجو دوه ، چي د هغو قيمت دوه  پنځوس نيمې تولې سپين زر کيږي ، نو پر دغسي چا باندي قرباني کول واجب ګرځي  . درې جامې په حاجت کي داخلې او څلورمه يې تر ضرورت زیاته  ګڼل کيږي ، د سکونت او استوګني له کورڅخه پرته بل  کور تر ضرورت زيات دئ  . په يوه سرائ کي تر دووه خونو زياتې غرفې او کوټې تر حاجت زياتي دي ، دارنګه تر حاجت زیاتې غالۍ هم په نصاب کي شميرل کيږي  . دارنګه هغه څوک چي کتابونه ولري ، که دده د خپلې مطالعې لپاره ؤ ، نو هغه کتاب په نصاب کې داخليږي کوم چي له ده سره د هغه بله نسخه هم موجوده وي ، او که يو چا د نورو د مطالعې لپاره کتابونه ايښي ؤ، نو دا هم په نصاب کي شامليږي  . پر هغه ښځه هم قرباني شته چي مهر يې معجل وي ، او په مهر مؤجل کې قرباني نشته  . نابالغ او مجنون که د نصاب خاوند ؤ ، نو پدې اړه صحيح قول دادئ چي پر دوۍ قرباني کول نه دئ واجب . پلار او وَلي يې نشي کولائ چي د هغوۍ له مال څخه قربانی وکړي ، البته له خپله ماله څخه يې کولائ سي  . دارنګه پر مسافر هم قرباني کول نه دئ واجب ، البته مستحب کار دئ چي وېې کړي ، که  مسافر د قرباني په ورځو کې مقيم شو ، که څه هم د اخيرې ورځې يوه ګنټه پاته وي قرباني ورباندې واجب ګرځي .و في المبسوط : قَالَ ( وَهِيَ وَاجِبَةٌ عَلَى الْمَيَاسِيرِ وَالْمُقِيمِينَ عِنْدَنَا ) وايضا فيه  : «وَإِنْ كَانَ لِلصَّبِيِّ مَالٌ فَقَالَ بَعْضُ مَشَايِخِنَا رَحِمَهُمْ اللَّهُ تَعَالَى عَلَى الْأَبِ وَالْوَصِيِّ أَنْ يُضَحِّيَ مِنْ مَالِهِ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَلَى قِيَاسِ صَدَقَةِ الْفِطْرِ الْأَصَحُّ أَنَّهُ لَا يَجِبُ ذَلِكَ ، وَلَيْسَ لَهُ أَنْ يَفْعَلَهُ مِنْ مَالِهِ .

فقهاءکرامو لیکلي دي چي د قبرو د زيارت لپاره څلور ورځې تر ټولو بهترې ورځې دي :  (دوشنبه ، پنجشنبه ، جمعه او هفته). همدارنګه په هغووختونوکې زيارت کول ډير فضيلت لري کوم چې شريعت  له برکته ډک وختونه بللي ، لکه د برائت  شپه، د ذی الحجې د مياشتې اولني لس ورځې ، ددواړو اخترنو ورځې ، او د محرم  لسمه. له دې څخه معلومه شوه چي د اختر په ورځ د وفات شویو قريبانو مقبرې ته تلل ، او دعا ورته کول ، مستحب او افضل کار دئ   . قال في الهندية   : وأفضل أيام الزيارة أربعة يوم الاثنين والخميس والجمعة والسبت والزيارة يوم الجمعة بعد الصلاة حسن ويوم السبت إلى طلوع الشمس ويوم الخميس في أول النهار وقيل في آخر النهار وكذا في الليالي المتبركة لا سيما ليلة براءة وكذلك في الأزمنة المتبركة كعشر ذي الحجة والعيدين وعاشوراء وسائر المواسم كذا في الغرائب .

  هغه څوک چې له ده څخه داخترپه لمانځه کې  د اول رکعت تکبيرونه فوت شي ، او امام قرائت وايي ، نو دی به له تکبير تحريمه وروسته درې تکبيره ووايي ، او همدا ډول دې له امام سره شريک شي  . هغه څوک چي له امام سره د رکوع په حال کي يو ځائ شي ، نو که دده په فکر ده درې واړه  تکبيرونه په ولاړه ادا کولائ شي ، او له امام سره يې رکوع نيولئ شوائ ، نو په ولاړه دي تکبيرونه ووايي لاسونه دي غوږنو ته وړي ، او که د رکوع د تيريدو ويره وه ، نو په رکوع کې به درې تکبيره ووايي ، خو لاسونه به غوږو ته نه پورته کوي  . او که له يو يا دوو تکبيرنو ويلو وروسته سملاسي امام پورته شو ، نو له ده څخه پاته تکبيرونه ساقطيږي ،او که يو څوک له امام سره د اول رکعت د قومې په حال کې يو ځای شو ، نو هغه به اول رکعت سره له تکبيرونو راګرځوي  .( إذا أدرك الإمام في صلاة العيد بعد ما تشهد الإمام قبل أن يسلم أو بعدما سلم قبل أن يسجد للسهو أو بعدما سجد للسهو ولم يسلم الإمام فإنه يقوم ويقضي صلاة العيد) .

 دلوی اخترپه ورځ سهار وختي راپورته کيدل  ، غسل او مسواک وهل ، پاکې، ستره او عمده جامې اغوستل ، عطر او خوشبويي لګول  ،د اختر  تر لمانځه مخکې خوراک نه کول ، عيد ګاه ته د تلو په وخت  په لوړ اواز تکبيرونه ويل  مستحب دي .

 قرباني ته د فقهې په اصطلاح کې «اضحيه» ويل کيږي ، اضحيه د هجرت په دوهم کال مشروع شوې ده ، په همدغه کال د دواړواخترنولمونځ اوزکات هم مشروع ګرځيدلی دی.  فقهاء کرامو د اضحيې د ثبوت لپاره له قرآن څخه دغه مبارک آيت وړاندې کوي ، چي الله پاک فرمايي : فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (الکوثر ۲) . ځينو مفسرينو ددې تفسير پدې ډول کړی دی چې  په دې آيت کې له لمانځه څخه د اختر لمونځ او له نحر څخه قرباني کول مراد دي  . او په احاديثو کي د قرباني د ثبوت لپاره ډير دلايل موجود دي ،چې یوڅويې دادي: عَنْ أَنَسٍ قَالَ ضَحَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وَسَمَّى وَكَبَّرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا. ژباړه: له حضرت أنس څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دوه سپين  رنګي پسونه چي ښکرونه يې درلودل پخپل لاس، پدا ډول ذبح کړل چي خپله مبارکه پښه يې د هغه د غاړې پر طرف کيښودله او بسم الله او الله اکبر يې ووايه  .

 عن أبي هريرة  أن رسول الله قال: من كان له سعة، ولم يضح، فلا يقربَّن مصلاَّنا. يعني هغه څوک چي شتمن وي او قرباني ونکړي ، هغه دې خامخاضرور زموږ عيدګاه ته نه حاضريږي  . دارنګه روايت  دئ چي د قربانۍ په ورځو کي الله (جل جلاله) ته قرباني  تر هر نيک کار ډيره زياته خوښه او بهتره ده ، د قرباني د هر ويښته او وړۍ په بدل کي قرباني کونکي ته يوه نيکي ورکول کيږي . د قرباني د وينې څاڅکئ مخکې له دې چي مځکې ته رسيږي ، د الله په دربار کي قبوله ګرځي  .

قرباني واجب عمل دی اوبهتره  داده چې د قرباني حيوان پخپل لاس ذبحه  کړای شي ، او يا د قرباني د ذبحې په وخت کې حاضر اوسي  ، او د ذبحې آله بايد ښه پرې کونکې او تيره وي ، او مذبوح ته تر هغه بايدانتظاروکاږي تر څو يې له ټول جسد څخه حيات ووځي او د قرباني د غوښو په اړه مناسبه طريقه داده چي درې برخې کړی شي ، يوه برخه يې د ځان لپاره راوګرځول شي ، دوهمه خيرات او دريمه يې پر قريبانو وويشل شي ، که څه هم هغوۍ ځانته قرباني کړې وي  .   ويستحب يوم الفطر أن يطعم الإنسان قبل الصلاة وفي الأضحى بعدها ويغتسل فيهما ويتطيب ويلبس أحسن ثيابه ويتوجه إلى المصلى وهو غير مكبر جهرا بخلاف الأضحى فإنه يكبر فيه جهرا طول الطريق [تحفة الملوک] . ( وَأَمَّا ) الَّذِي يَرْجِعُ إلَى الْأُضْحِيَّةَ فَالْمُسْتَحَبُّ أَنْ يَكُونَ أَسْمَنَهَا وَأَحْسَنَهَا وَأَعْظَمَهَا لِأَنَّهَا مَطِيَّةُ الْآخِرَةِ قَالَ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { عَظِّمُوا ضَحَايَاكُمْ فَإِنَّهَا عَلَى الصِّرَاطِ مَطَايَاكُمْ } وَمَهْمَا كَانَتْ الْمَطِيَّةُ أَعْظَمَ وَأَسْمَنَ كَانَتْ عَلَى الْجَوَازِ عَلَى الصِّرَاطِ أَقْدَرَ ، وَأَفْضَلُ الشَّاءِ أَنْ يَكُونَ كَبْشًا أَمْلَحَ أَقْرَنَ مَوْجُوءًا[بدائع الصنائع] . والمستحب أن تكون الأضحية أسمنها وأحسنها وأعظمها , وأفضل الشاة أن تكون كبشا أملح أقرن موجوء , أو أن تكون آلة الذبح حادة من الحديد , ويستحب أن يتربص بعد الذبح بقدر ما يبرد ويسكن من جميع أعضائه وتزول الحياة من جميع جسده , ويكره أن يضحى ويسلخ قبل أن يبرد , هكذا في البدائع . والأفضل أن يذبح أضحيته بيده إن كان يحسن الذبح ; لأن الأولى في القربات أن يتولى بنفسه , وإن كان لا يحسنه فالأفضل أن يستعين بغيره ولكن ينبغي أن يشهدها بنفسه , كذا في الكافي . ويستحب أن يأكل من أضحيته ويطعم منها غيره , والأفضل أن يتصدق بالثلث ويتخذ الثلث ضيافة لأقاربه وأصدقائه , ويدخر الثلث , ويطعم الغني والفقير جميعا , كذا في البدائع . ويهب منها ما شاء للغني والفقير والمسلم والذمي , كذا في الغياثية .ولو تصدق بالكل جاز , ولو حبس الكل لنفسه جاز , وله أن يدخر الكل لنفسه فوق ثلاثة أيام إلا أن إطعامها والتصدق بها أفضل إلا أن يكون الرجل ذا عيال وغير موسع الحال فإن الأفضل له حينئذ أن يدعه لعياله ويوسع عليهم به , كذا في البدائع .[الهندية].

Related posts