سپتمبر 15, 2019

د شهید  ملا عبدالباسط(سراج)  آغا صاحب تقبله الله لنډ ژوند ليك

د شهید  ملا عبدالباسط(سراج)  آغا صاحب تقبله الله لنډ ژوند ليك

سعد كټوازی:

جهاد د الله تعالی له لوري پر بندگانو يو ستر فرض دی، جهاد د پيغمبرۍ او د الله تعالی له لوري د استازولۍ دوهمه نيمايي برخه ده، جهاد د اسلام لوړه څوكه(ذروة سنام الاسلام) ده، جهاد د اسلام او مسلمانانو هغه دفاعي ځواك دی چې دوی پرې پر حركت راځي او ژوندي پاتي كېږي، جهاد د اسلام او مسلمانانو د بقا، سالميت، خپلواكۍ او حريت ضامن دی، جهاد د هرډول فساد، درندگۍ، تېري، بربريت او بدمرغيو د مخنيوي ترټولو غوره لاره ده، جهاد د مسلمانو ملتونو د عروج او زوال ترمنځ سره كرښه ده او جهاد د هغوی هغه برم او عزت دی چې ورته د هسكي غاړي او جگو سترگو ژوند وربښي.

هو ! په جهاد كې مو برم نغښتی، نو ځكه فلسطينيان وايي چې كاش موږ أفغانان وای، ستر فلسطيني مجاهد شهيد دكتور عبدالله عزام تقبله الله پر دې وياړل چې د افغانستان پېژندپاڼه په جېب كې لري، هو! جهاد همداسي دی، دنيا ويني چا هم چې جهاد پر يو ډول توجيه كړی او پرې ايښی دی هغوی خپل برم په خپله له لاسه ور كړی، محكوم شوي او له هرڅه بې برخي شوي دي، خو چاچې جهاد وكړ، هرڅومره سختو شرائطو ته يې سر خم نكړ نړۍ وليدل چې روسان يې دلته پر گونډو كړل او هلته د افغان ډېپلوماټانو په صفت ورپسي ورغلل ځان ته يې پر دوه لاسې سلامۍ هم ودرول او دايې پسي ور علاوه كړه چې تاسو زموږ د هېواد اشغالولو تېروتنه وكړه، زور مو كاوه نو ماتې مو دركړه او اوس ستاسو په څېر ستاسو حريف هم بشپړي ماتې ته نږدې دی، خو موږ بياهم سرلوړي يو.

جهاد الله تعالی ج د خپل دين د سرلوړۍ او د مسلمانو ملتونو دلوړو گټو او ارزښتونو د خوندېتابه لپاره فرض كړی، يو مجاهد د دغه فرض په ترسره كولو د الله تعالی د دين د لوړوالي ترڅنگ د خپل بشپړ ملت له برم څخه ننگه كوي، د الله تعالی د دين او د ملت د برم لوړوالي پر لاره كې سرښېندنه د يو مجاهد هغه فطري وياړ او د زړه غوښتنه، ارزو او شوق دی چې له پيله لا ورته د يوې خوږې مرحلې په توگه تابيا نيسي (اِمَّانَصْرٌوَّاِمَّاشَهَادَةٌ) يا فتحه يا شهادت، خو دغه مرحله پرچا زر راځي او چاته له ځنډ سره، داسي نه چې د الله تعالی د لاري يو مجاهد به خپل سر درېغوي.

په تېره يوه نيمه لسيزه كې د طالبانو غورځنگ نږدې نېمايي برخه له دې مرحلې تېره شوې، له دوی څخه ‎‎‎‎‎‎‎‎ د يو سرسپارلي مجاهد شهيد ملا عبدالباسط (سراج) اغا تقبله الله پر جهادي ژوند لنډ غږېږو چې د الله تعالی د دين او د ملت د برم د لوړوالي په لاره كې يې له اوږد انتظار وروسته د شهادت وياړ هم ترلاسه كړی.

زوكړه او زدكړې: شهید ملا عبدالباسط (سراج) آغا تقبله الله چې په سيمه او گاونډ كې په اغاصاحب سره يادېده د مرحوم شیخ المشائخ پیر طریقت رهبرشریعت حضرت مولانا مرحوم عبدالقدوس آغاصاحب رحمه الله( چې د وازیخوا د آغاصاحب په نوم مشهور و) زوی د مرحوم  جمعه رحمه الله(چې په بزرگ ملاصاحب مشهور و)  لمسی دی او د ۱۳۸۰ سپوږميز كال محرم الحرام مياشتي پر۳۰ مه نېټه یې د پكتیكا ولایت وازیخوا ولسوالۍ د برج كلي په یوه دینداره، روحاني او مجاهده كورنۍ كې د دې فاني نړۍ د ژوند باب پرانيست.

دا چې اغاصاحب تقبله الله په يوه ستره علمي او مذهبي كورنۍ كې ترعرع كړې د لومړنيو زدكړو پيل يې له هماغه ماشومانه خاپوړو څخه شوی، د لوړو زدكړو تر لويي دورې پوري ټولې دیني زدكړې په كور دننه له خپل والد صاحب رحمه الله څخه كړې، او ورسره يې په تصوف او طريقت كې هم له هغه څخه لاس نېوی كړی، نو ځكه د هغه علمي او اصلاحي ژوند ډېر بېلابېل پړاونه او مختلفو مدرسو او استادانو ته د سفرونو اوږد داستان نه درلود، په افغانستان د سرو لښكرو يرغل يې د زدكړو مرحله په كور دننه ور نېمگړې كړه، خو بياهم چې هغه د ښې وړتيا او ادراك څښتن و د یوې منځنۍ سويې عالم په حيث پېژندل كېده.

د جهاد پيل يې: دا چې شهيد (سراج) اغاصاحب تقبله الله لا ځلمكی طالب او صوفي و چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد ميدان ته يې دانگلي او پكې د فرد په حيث يې فعاله برخه أخيستې، هغه د دوو سترو جهادونو لوبغاړی دی، جهادي ژوند او هلي ځلي يې اوږده مخينه لري او د ژوند درې برخي يې جوړوي، خو موږ ډېر وړاندې نه ځو…….

په ۱۴۱۵ سپوږميز كال كله چې د عاليقدر امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په سپېڅلي عزم د طالبانو اسلامي غورځنگ را وټوكېد او اسلامي امارت تأسیس شو، شهید آغا صاحب تقبله الله د هېواد جنوب ختيځ كې د پكتیكا ولایت دريو ليري پرتو(وازیخو،  تروې او وړممۍ) سرحدي ولسواليو د قومي او جهادي مشرانو، ديني عالمانو او مجاهدو طالبانو لخواه په يوه خوله د واحد جهادي مشر په توگه وټاكه.

له دې كابو يو كال وروسته د ۱۴۱۶ سپوږميز كال محرم مياشتي پر۲۴مه شهید آغا صاحب تقبله الله كندهار ولايت ته لاړ او په لومړي ځل يې له مرحوم مشر ملاصاحب رحمه الله تعالی سره لېده كاته وكړل، مرحوم ملاصاحب رحمه الله د دریو ولسوالیو د مجاهدينو د عمومي مسئولیت ترڅنگ ورته د سيمي د مجاهدينو د يوې پرتميني ډلگۍ مشري هم رسماً ور له غاړي كړه او ورته یې د جهادي فعاليتونو د ښه مدېريت سپارښتنه او له خپل لوري د مرستي ډاډ ور كړ.

له هغه ځايه له راتلو سره سم شهید آغا صاحب تقبله الله جهادي  فعاليتونه پیل كړل، د پكتیكا ولایت د محاذ مسئول شهید ملا عبدالقهار ته يې د خپلو ملگرو یو تشكیل ور ولېږه، چې د غزني او میدان ښار په فتحو كې یې بارز رول درلود، دوهم تشكیل چې اغاصاحب تقبله الله هم پكې و د پكتیكا ولایت اورگون ولسوالۍ د خالد قرارگاه ته لاړ، د هغې له فتحې وروسته یې د تروې ولسوالۍ نوموتی مجاهد شهيد ملا علم خان روحاني تقبله الله ته د ياد تشكیل مشري وسپارله او د لوگر ولایت د ازرې ولسوالۍ او د جلا ل آباد ښار د فتحې په عملياتو كې یې گډون وكړ.

همدارنگه يې د شهيد ملا امان الله صابر تقبله الله په  مشري د كابل ولايت چهار آسیاب ولسوالۍ ته تشكیل ولېږه چې د هغه ځای له فتوحاتو وروسته يې د كابل په ستره فتحه كې هم گډون درلود، له دې پرته اغاصاحب تقبله الله د هغه مهال ترقومانده لاندې برجسته ملگرو په مشرۍ بېلابېلو ولايتونو لكه بادغيس او مزارشريف ته د شهيد صابر تقبله الله په مشري، تخار ته د شهيد ملا عبيدالله عابد او شهيد ملاعلم خان روحاني تقبلهما الله په مشري، پروان ته د شهيد ملا خدايداد حقاني تقبله الله په مشري، بامیان ته د ملا نعمت الله عابد او كندوز ته د ملا بسم الله بهار او ملا بهاؤالحق هاشمي حفظهم الله په مشري تشكيلونه لېږلي و چې په ځينو كې به شهید آغاصاحب تقبله الله هم گډون درلود او د تشكیل مشري يې نورو ملگرو ته سپارله، د باميانو او كندوز په فتحو كې هم د شهيد اغاصاحب تقبله الله تشكیلونو پراخه برخه لرله او د باميانو د بت شكنۍ په مراسمو كې يې هم حضور درلود، د اسلامي امارت د سقوط په مهال په باميانو كې د ملانعمت الله عابد حفظه الله په مشري د اغاصاحب تقبله الله ملگري د امريكايانو تر بمبار لاندې راغلل خو تلفات يې نه درلودل.

له هغه وروسته كله چې په هېواد كې د اسلامي امارت حضور پراخ او د ټوپك او پاټك سالارۍ ټغر له زياتره سېمو ټول شو شهید آغاصاحب تقبله الله د نورو مسئوليتونو ترڅنگ درې كاله شاوخوا د پكتیكا مركز ښرنه كې د پتني د غونډ د مشر په توگه دنده لرله، ياد غونډ څلور كنډكونه درلودل چې د ارگون كنډك مشر ملاعبدالقدوس مخدوم، د خيركوټ كنډك مشر نظرمحمد وفادار، د وازيخوا د كنډك مشر شهيد ملاعبيدالله عابد تقبله الله او د تروې كنډك مشر ملا عبدالحميد دروېش و، او د همدې كنډك له خوا د تروې ولسوالۍ د سرحدي لواء چاري هم په مخ وړل كېدلې.

دا مهال د شهيد اغاصاحب تقبله الله ښې وړتیا او د غښتلي انسجام ملكې ته پر كتو د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د خوست ولایت د سرحدي لواء مسئولیت هم ور له غاړي شو، خو د پتني په غونډ او د هغه اړوند كنډكونو كې د آغاصاحب تقبله الله د زیاتې بوختيا له امله هغه د مشرتابه رحمه الله په اجازه  شهید مولوي احمدشاه ملنگیار تقبله الله يادې لواء ته د خپل نائب په توگه ور وپېژاند، پر دې علاوه اغاصاحب تقبله الله په كابل كې د سيمه ايزو مجاهدينو د نمائندگۍ مشري هم په غاړه لرله چې مقر يې لومړی د كابل په قرغې، بيا وزير اكبرخان څلورلاري او د پتني د غونډ په مهال په درېيم رياست (رياست سې) كې و، له وفادار علاوه ياد ټول مشران هغه مهال د اغاصاحب تقبله الله تر قومانده لاندې و، چې ځينې يې شهيدان شوي او ځيني نور يې اوس هم غښتلي جنگي قوماندانان دي.

د صليبي يرغل په وړاندې: دشر او فساد په وړاندې مبارزه لاهم روانه وه، شهید (سراج) اغاصاحب تقبله الله لا دمه او آرام نه و كړی چې پر گران هیواد افغانستان مو صلیبي تاړاك یرغل وكړ، اسلامي امارت عقب نشیني وكړه، د نور هېواد په څېر د پكتیكا ولایت وازیخوا، تروې او وړممۍ له ليري پرتو ولسواليو هم د شهيد اغاصاحب تقبله الله په مشرۍ مجاهدين له سوله ايز پلان سره سم و وتل، اشغالگرو د هغه مهال خپلو  گوډاگيانو په ملتيا په ډېرو ولسوالیو كې مركزونه فعال كړل، خو د يادو دريو ولسواليو مركزونه په لومړيو كې داخلي گوډاگيانو سمبالول.

ورسره جوخت او له ځنډ پرته اغاصاحب تقبله الله هم د دې ولسواليو مجاهد طالبان بيا له سره منظم كړل او پر جهادي فعاليت یې لاس پوري كړ، دا هغه مهال و چې شرائط ډېر سخت، امكانات د نشت برابر او د ښمن مو له مادي اړخه ډېر لوی اوځواكمن و، له همدې أمله يې پر وړاندې مجاهدینو په لومړي سر كې یواځي چریك او غلچكي بريدونه كول چې تقريباً د ولایت په سطحه د دې چارې پیل اغاصاحب او شهید ملا رازمحمد خنجري تقبلهما الله كړی دی.

ډېر وخت نه و وتلی چې  مجاهدین له دغې مرحلې تېر شول او يرغليز بریدونه یې پیل كړل، په۱۴۲۴سپوږميز كال شهید آغاصاحب تقبله الله د وړممۍ ولسوالۍ او ورپسې د تروې ولسوالۍ فتحه كړه، په۱۴۲۵سپوږميز كال يې د شهید ملا رازمحمد خنجري تقبله الله په ملتیا دوازیخوا ولسوالۍ او ورپسې د خوشامند ولسوالۍ فتحه كړه، په۱۴۲۷سپوږميز كال د گومل ولسوالۍ او ورڅېرمه د بندر قرارگاه په فتحه كې هم د شهید آغاصاحب تقبله الله ملگرو پراخه ونډه لرله.

له څه مودې وروسته چې په لومړي ځل اشغالگر د وازيخوا ولسوالۍ كې ميشت شول، شهید آغاصاحب تقبله الله هیواد او پلرنی ټاټوبی پرېښود، هجرت يې وكړ او خپلو جهادي هلوځلو ته يې دوام وركړ، دا چې د وازيخوا ولسوالۍ د تروې او وړممۍ ولسواليو لپاره ستراتېژیك حيثيت لري، له بل لوري د اشغالگرو توجه ورته زياته او حضور هم وركې پراخ و، شهيد اغاصاحب تقبله الله پرې د بريالي جنگي تكتیك له مخې وازیخوا ته د تروې او وړممۍ ولسوالیو لارې وتړلې، كلنۍ به د اشغالگرو امریكایانو تر پنځلس زیات ټانگونه او نقلي وسائط پر ماینونو پورته كېدل او يا به هم په درنو وسلو ووېشتل شول چې اشغالگر دښمن ته يې خورا زيات تلفات اړول.

د تلفاتو پر لېدو دلته نوره مېشتدېدنه د اشغالگر دښمن له زغمه ووته، په ۲۰۱۱زېږديز كال يې د وازيخوا له ستراتېژیكي ولسوالۍ پښې سپكې كړې او هغه یې خپلو گوډاگيانو ته پرېښودله، شهید آغا صاحب تقبله الله خپله مبارزه جاري ساتله او د اشغالگرو د پاتې شونو (گوډاگيانو) په وړاندې په نره ودرېده، د هغوی له منځه وړلو لپاره يې ډول ډول گڼ چریك او يرغليز بريدو نه پلان او بيا تطبیق كړل چې گوډاگيانو ته د اشغالگرو په نه شتون كې ترپخوا لا پر لويه سرخوږي واوښت، له همدې امله نوموړی دښمن ته  زیات مطلوب او د پر اصطلاح ملي امنیت په لیست كې سر فهرست و گرځېد ترڅو يايې ژوندی ونيسي او يايې هم له منځه يوسي.

وروستۍ دندې يې: شهيد (سراج) اغاصاحب تقبله الله لكه چې ومو ويل د غربي ښكېلاك په لومړيو وختو كې يې د پخوا پشان بيا هم د وازيخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو د مجاهدينو د ټوليز أمير په حيث دنده لرله، وروسته چې امكانات څه پراخه، شرائط نسبتاً ښه شول، د وخت غوښتنو او مصلحتونو تغير وموند، په ولس كې د جهاد ولوله يوځل بيا تانده او گړندۍ شوه، ځيني برجسته ملگرو يې وخت پر وخت د سيمه ايزو مجاهدينو رسمي او نارسمي ډلگۍ جوړي كړې چې تر اوسه لا په پوره همغږۍ خپلو جهادي چارو ته دوام ور كوي، د شهيد اغاصاحب تقبله الله په ډلگۍ كې بيا هم د يادو دريو ولسواليو له بېلابېلو قومونو سره تړاو لرونكي مجاهدين برخوال دي.

په۱۴۳۰سپوږميز كال چې د مجاهدينو او جهادي چارو نظم او ډسپلين د ښه والي په پار په لومړي ځل د اسلامي امارت په تشكيلاتو كې د مسئولينو د تعيين لړۍ پيل شوه، شهيد اغاصاحب تقبله الله د وازيخوا ولسوالۍ د نظامي مسئول په حيث معرفي شو، په۱۴۳۱سپوږميزكال د يادي ولسوالۍ په نمائندگي د نظامي كميسيون غړيتوب ورله غاړي شو، ۱۴۳۸ او ۱۴۳۹سپوږميز كلونه يې د ملكي مسئول دنده درلوده او سږ۱۴۴۰سپوږميز كال د نظامي كميسيون غړی وټاكل شو.

د شهيد اغاصاحب تقبله الله د يادو دندو پر مهال د هغه ملگرو په گڼو عملياتو كې برخه أخيستې لكه دوه ځله په جلال اباد كې د داعشيانو په وړاندې خط ته تللې سريه كې، پر۱۴۳۶سپوږميز كال د گواشتې فتحه كې، د ۱۴۳۷ صفرالمظفر۱۳-۱۴مه د مهمان كلا او زېړي كليو د پوستو فتحو كې، ورپسې د ذوالحجې۱۱مه د اومنې ولسوالۍ لومړی ځل فتحه كې، د۱۴۳۸ ذوالحجې۳مه د گومل ولسوالۍ فتحه كې او د۱۴۴۰سپوږميز كال محرم۸مه د سرواندي سيمي د قرارگاه فتحه او ورپسې د صفرالمظفر پر۲مه د خوشامند ولسوالۍ فتحه كې گډون د يادوني وړ دي، دا چې د خوشامند جهادي مسئول د اغاصاحب تقبله الله وراره ملاجلال الدين سعادت اغا و د ولسوالۍ په فتحه كې كليدي رول هم د هغه و، او د جمجمې سيمه كې د يو ځواكمن كمين مشري هم د اغاصاحب تقبله الله ملگرو كوله.

شخصيت يې: لكه چې و مو ويل شهيد (سراج) اغاصاحب تقبله الله د يوې درنې علمي، روحاني او جهادي كورنۍ غړی او د دريو ولسواليو د مجاهدينو د سر سړی و، هغه ټول خويونه او مهارتونه يې په وينه كې گډ او په خټه كې أغښل شوي و چې يو د لوړي سويې بريالی جهادي قوماندان او لارښود يې بايد ولري، كه د هغه شخصيت په ناپېيلو كېسو كې واخلو نو خبره به بېخي اوږده شي، له همدې وجې يې په هغو ځانگړو خويونو او صفاتو كې را أخلو چې د هغه د هراړخيز ژوند ناپېيلې كېسې ترې سرچينه أخلي.

شهيد اغاصاحب تقبله الله يو دروند ديني عالم او مجاهد او د لوړو أخلاقو، جهادي فكر، تقوا، تدبر، متانت، نرم مزاج، ټينگ هوډ څښتن، يو متواضع، خواخوږی او زړه سواند، د ورېني ټنډي، مهاب او جذاب هيكل او څيري لرونكی، ارام، خوښ تبه او خوږمن مشر و، لورېينه او سخاوت، مېلمه پالنه او امانت، وِقار او درنښت، حياء اوعفت یې هغه ځانگړتياوي وې چې د هغو پر مټ يې د دريو ولسواليو له بېلابېلو قومونو سره تړاو لرونكي مجاهدين پر ځان راټول كړي او په سيمه اېزه سطحه مجاهدينو في الجمله د يواځيني جهادي مشر په حيث پېژاند.

شهيد اغاصاحب تقبله الله د فضل او علم خاوندانو، روحانيونو، جهادي مشرانو، درنو قومي مخورو ته، همدارنگه د اسلامي امارت لائحو، د مشرتابه لارښوونو او فرمانونو ته يې زیات احترام او التزام درلود، هغه نه يواځي دا چې د كوم شرعي منكر او لائحوي تخلف تمه ترې نه كېدله، بلكې له نورو يې هم په هيڅ صورت كې نشوای زغملای، پر ناروا كار به زیات خفه كېده او تل به د هغه د محوه كولو په هڅه كې و، بې دیانته خلك یې په خپله ایماني سليقه پېژندل، هغه د خدای ج وركړي ظرافت په مټ د خبري له رمزه په هغې باندې تر پایه پوهېده.

خاطرې او د ځيني ملگرو تأثرات: شهيد (سراج) اغاصاحب تقبله الله چې ما د امارت له وخت راسي له نږدې پېژاند، ډېر زړه سواند او شفيق، مينه ناك، بې نفسه، د نرمي تبي او تعامل څښتن شخص و، له ملگرو، ولسي وگړو او هر بلد او نابلد ميلمه سره يې يوشان له خواخوږۍ، درنښت او عاجزۍ ډك چلند درلود، سره له دې چې لكه ومو ويل د ډېر لوړ شخصيت څښتن و خو بيا هم د هغه ژوند هيڅ آمرانه بڼه نه لرله بلكې د نورو ملگرو ترمنځ به د يو عادي فرد په بڼه راڅرگند او برېښېده، ما په وروستي ځل د تېر۱۴۳۹سپوږميز كال د لوی أختر په څلورمه ورځ د هغه په كور كې وليد، بېخي ساده ژوند، له مسكا او خوښۍ ډكه څېره، ورينه ټنډه، باوقاره او دروند چلند يې درلودل.

د فراه ولايت شيخ الحديث عبدالرزاق مظهري صاحب وايي: زما به په اغاصاحب تقبله الله پسي پام و ترڅو د سنتو خلاف كوم څه پكې پيدا كړم، خو ترپايه مي پكې څه پيدا نكړل، بلكې لا هغه به چې په چا كې د شريعت خلاف كوم څه وليدل نو ورته ښود به يې چې په تاكې دا كار شته.

د پكتيكا د قطعې پخوانی مسئول ذبيح الله چې دا مهال د ننگرهار د قطعې مسئول دی د هغه د مېړاني په اړه وايي: د اسلامي امارت له سقوط وروسته د اغاصاحب كور زموږ پناه ځای و، موټر او وسلې مو هغه راته ساتلې، د اغاصاحب تقبله الله كور هغه مهال د ولسوالۍ ختيځ لور ته د هغې په څلور كيلومترۍ كې د اغاصاحب تقبله الله  د اوبو له ماشين سره و او دلته يې يو مسجد او حجره هم جوړه كړې وه چې د شهيد ملا روزي خان عاكف تقبله الله بنديان به يې پكې ساتل.

ملا جلال الدين (سعادت) اغا د اغاصاحب تقبله الله وراره او د هغه نږدې ملگری چې يو وخت يې معاوين هم و او په لومړيو وختو كې يواځي هغه له اغاصاحب تقبله الله سره گرځيد، دی وايي: سيمي ته د اشغالگرو د راتلو پر مهال بمبارونه زيات ول، ډېرځلي به د الوتكو له خطر سره د مخ كېدو پر وخت د زيارت په نوم غره ته لاړو الوتكي به زموږ پرسر تاوېدلې، خو اغاصاحب تقبله الله به په هرڅومره سخت حالت كې نورمال و او هيڅ د وارخطايي نښي به پكې نه ښكارېدې، دی وايي ما به ورباندې ډېر ټينگار كاوه ترڅو ځای بدل كړو او كور پرېږدو خو هغه به نه يواځي دا چې خپله له كوره نه وتو بلكې لا نورو مجاهدينو ته يې هم كور يو ښه پټنځای و گرځاوه، د وخت په تېرېدو يې راسره ومنل او د شپې مهال به له كوره ليږ ازاد لاړو خو زه يې يواځي ويښ نه پرېښودم، كه زه به ويښ وم هغه به هم ويښ پاتې كېده.

ملا فقير محمد درويش وايي: اغاصاحب د څو انقلابونو مجاهد و، دا د هغه د اخلاص نښه وه چې د ژوند تر پايه يې مسير بدل نكړ او مجاهد پاتي شو، د هغه كه څه هم په دې وروستيو كې عمر زيات و خو بيا هم هروخت په جهادي فعاليتونو كې دومره زيات مصروف و چې سړی به ورته حيران شو.

ملا كمال الدين شكيب وايي: د امارت له سقوط راوروسته شرائط ډېر سخت و، اغاصاحب تقبله الله په داسي حال كې چې يواځي ملا جلال الدين سعادت اغا به ورسره و جهاد ته يې دوام ور كاوه، وروسته يې لومړی د زيارت غره سره خوله نومي ځای ته هجرت وكړ، په خېمو كې يې واړول او له هغه ځايه به يې عمليات تنظيمول، دا ډېر حساس مهال و او هغه پكي ډېري سختۍ پرځان و گاللې، دی وايي زما ياد دي چې اغاصاحب په زيارت كې و ملگرو ډېر ټېنگار پر وكړ چې نن مالومات راغلی په تاپسي چاپه راځي، امريكايان د وازيخوا بازار ته راغلي او ستا د ځای پوښتنه يې كړې، نو ته ځای بدل كړه، هغه د ملگرو په دې ټينگار بېرته د برج كلي كې زموږ كور ته راغلی او سهار لمرخاته مهال بېرته له برج كلي څخه ووتو.

شكيب وايي: په لومړيو وختو كې يوځل امريكايان د زيارت په لور را ووتل، وسائل كم و پرېكړه پر دې وشوه چې د مقاومت توان نه لرو ښه به داوي چې ملگري يو يو شو، نو ملگرو اغاصاحب تقبله الله ته و ويل چې موږ دا ځای پرېږدو، خو اغاصاحب تقبله الله د كورڅنگ ته سنگر ونېو چې يو ميل كلاشينكوف او يو راكټ ورسره و، زه يې ناڅاپه كورته راغلم او پوښتنه مې وكړه، ماشومانو هغه را وښود، له ستړي مشې وروسته هغه راته و ويل د امريكايانو گزمه څه شوه؟ ماورته و ويل خبر نه يم، هغه ويل فلانكی او فلانكی راغلل او ماته يې له دېځايه د تللو وويل، بس دوی ناځواني وكړه زما لپاره به دا ډېره بده وي چې امريكايان كورته راځي او زه تښتېدلی يم، همدلته شهادت ښه دی، شكيب وايي زه ډاډه شوم خو بياهم په سوچ كې وم، اغاصاحب چای را وغوښت او له هغه وروسته ما ترې رخصت وغوښت، اغاصاحب وخندل او ويې ويل هو! لاړشه! هغه نور خپله لاړل تاته زه وايم چې لاړشه بل وخت به په كار راشې، دی وايي زه تر اوسه په تعجب كې يم چې دومره لوړ شخص او له دښمن سره يې دومره بې پروايي؟!!

د اغاصاحب تقبله الله زوی مسرور درمل د هغه د خاكسارۍ په اړه وايي: له هغه مي اورېدلي و چې يو وخت د پكتيكا ولايت نمائنده د ملگرو د اختر د كاليو لپاره ور وغوښتلم زه هم د خره په گاډي كې ورغلم، له نوموړي نمائنده سره يو بل مشر هم و (د هغه نوم يې ونه ښود) هغه و ويل: موږ ملگرو ته په اندازه رختونه ور كوو، خو ستا له خاكسارۍ څخه زه ډېر اغېزمن شوم، نو ته چې څومره وړې يو يې سه.

درمل دا هم وايي چې تېركال هغه مهال چې اغاصاحب تقبله الله ملكي مسئول و په دفتر كې ورسره وم، هغه به د عذر په شتون كې هم له خپلي دندي څخه نه پاتي كېده، موږ به ورته ويل دفتر يوه نه او بله ورځ خلاصوه ډېر ستړی كېږي، خو هغه دا نه خوښول چې خلك يوه ورځ ورته انتظار وكړي، دی وايي د كار رسمي وخت د ورځي تر دولس نيمو بجو و، خو كه چابه د خپل نوبت ډېر انتظار كړی و اغاصاحب به تر هغه ارام نه كاو چې د هغه كار به يې نه و خلاص كړی.

شكيب وايي: اغاصاحب تقبله الله دومره خاكساره و چې عامو خلكو به د دې هيڅ فكر نه كاوه چې هغه يو طالب مشر دی، دی وايي د كارېزك په خطرناكه سيمه كې د تگ په مهال په يو ډرائور وربرابر شوو چې موټر يې خراب و، هغه ورته د حاجي صاحب په نوم خطاب وكړ او زياته يې كړه چې موټر مي پنچر دی، اغاصاحب هم له موترسائكله ورته راكوز شو او موټر باندې ور لگياشو، زموږ نور ملگري چې راورسېدل دا وخت موټروان وپوهېد چې دا يو طالب مشر دی، شكيب وايي، مابه كله هغه ته ويل چې ما نور مشران داسي ليدلي چې دعامو خلكو په وړاندي له يو دوه نفرو سره مسئلې حل كوي او له هر كليوال سره ځان نه ستړی كوي، هغه به ويل چې كله ته مشر شې بيا داسي كوه له ما داسي مه غواړه.

مولوي محمد يعقوب سلمان وايي: هغه مهال چې أمير المؤمنين شيخ الحديث هبةالله أخندزاده صاحب حفظه الله قاضي القضاة و يوه ورځ زه له هغه سره روان وم او اغاصاحب تقبله الله ليدلی وم، وروسته يې پوښتنه راڅخه وكړه چې دا مولويصاحب څوك و ډېر اثرات مي پكې وليدل، دی وايي چې ما هغه ور وپېژاند او له هغه وروسته اغاصاحب تقبله الله له شيخ صاحب سره نږدې اړيكي جوړي كړې، شيخ صاحب حفظه الله به يې هم ډېر كورته ورته راته.

مولوي فتح الله صاحب وايي: له اغاصاحب تقبله الله څخه مي اورېدلي و چې ويل يې: په حج كې د طواف پر مهال ډېر ستړی شوم، داخيال به راته چې داستړيا به مي قبوله شي كه څنگه؟ د شپې مي رسول الله مبارك صل الله عليه وسلم په خوب وليده او راته ويې ويل بېغمه شه زه درسره يم.

شهادت يې: دا چې شهيد ملا عبدالباسط (سراج) اغاصاحب تقبله الله روان۱۴۴۰سپوږميز كال د اسلامي امارت په تشكيلاتو كې د ولايتي كميسيون غړيتوب درلود د شعبان مياشتې په وروستيو كې د شهيد ملا أحمدشاه ملنگيار تقبله الله په ملتيا د پكتيكا ولايت مقام په لارښوونه د دې ولايت اړوند څو ولسوالیو ته د هیئتۍ په موخه لاړل چې نږدې يوه اونۍ موده كې يې وركړل شوې برنامه ترسره او د ډيلي، جانېخېل او خوشامند ولسواليو هيئتي يې وكړه.

بالآخر هغه نه ستړی كېدونكی نوميالی مجاهد چې د شوروي يرغل، انارشيزم او پاټک سالارۍ او صليبي يرغل په وړاندې درې جهادونه يې په هسكه غاړه پر مخ يوړل، د جهاد له ولولې هغه سرشاره مجاهد چې د خپل رفاه او پر آسوده ژوند درۍ برخي هوساينې يې د الله تعالی په لاره كې پر ستړو ستومانيو وركړې او هغه شهكار مجاهد چې د دښمن لپاره يوه لويه سرخوږي گرځېدلی او د هغه ترټينگ مراقبت لاندې و، هو! د الله تعالی په لاره كې مهاجر او مسافر سرلوړی مجاهد ملاعبدالباسط (سراج) اغا تقبله الله د خپل عمر د شپږمي لسيزي په وروستي (۱۴۴۰سپوږميز) كال د روژې مباركي مياشتي پر ۲مه د شپې یوه بجه الله تعالی ته د هغه په لاره كې منلې وينه او ژوند هم ور كړل، د پكتیكا ولایت خوشامند ولسوالۍ د معروف خېلو په كلي د اشغالگرو او گوډاگيانو په گډه چاپه كې د شهید ملا احمدشاه ملنگیار او د فداءالحق په نوم مجاهد ملگري سره يو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، تقبلهم الله بحسن قبوله نحسبهم كذالك والله حسيبهم ولانزكي علي الله أحداً.

شهيد اغاصاحب تقبله الله شاته مجلله علمي كورنۍ او مجهزه د مجاهدينو ډلگۍ پرېښوده چې د مشرانو ملگرو د يوې شورا په ترڅ كې يې مشر زوی مولوي عبدالواسع خبيب حفظه الله د ځای ناستي په توگه معرفي او ډلگۍ مشر ومنل شو.

Related posts