اکتوبر 22, 2019

افغانستان د 2019 میلادی کال د جون په مياشت کې

افغانستان د 2019 میلادی کال د جون په مياشت کې

 احمد فارسی:

يادونه: دغه ليکنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانګړې توګه کورني او بهرني دښمن ته د اوښتو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي پاڼه کې کتلای شی.

——————————–

د۲۰۱۹ميلادي کال د جون مياشتي د مجاهدينو په لاس د څو ولسواليو فتحې له ځان سره لرلې، په دې مياشت کې يو شمير بهرني اشغالګر هم له مجاهدينو سره په مخامخ بريدونو کې و وژل شول، له بل لوري د اسلامي امارت سياسي نمائندګانو او اشغالګرو امريکايانو ترمنځ د سولي اووم پړاو خبري هم پيل شوې، د ځيني نورو موضوعاتو ترڅنګ د دې جريانونو تفصيل د لاندې سرليکونو په ذيل کې کتلای شی:

بهرنيو اشغالګرو ته اوښتي زيانونه:

د۲۰۱۹ميلادي کال جون د مياشتي پر۲۶مه د چهارشنبې په ورځ د ميدان وردګ په سيد آباد ولسوالۍ کې د خپلو دوو پوځيانو وژل کېدل ومنل، پر دې علاوه د دې مياشتي په اوږدو کې څو نور اشغالګر پوځيان هم وژل شوي او ژوبل شوي دي، خو کره مالومات او شمېرې ته يې لاس رسي نه ده شوې او دښمن هم رښتوني مالوماتونه پټوي.

د مزدوري اردو زيانونه:

د جون مياشتي پر۱۲مه د چهارشنبې پر ورځ د ميدان وردګ د اربکيانو عمومي قوماندان او د کابل مزدوري ادارې يو نظامي پيلوټ د ياد ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې و وژل شول، د جون پر۱۹مه د چهار شنبې په ورځ د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ مزدور امنيه قوماندان و وژل شو، ورپسې د جون پر۲۶مه د چهارشنبې په ورځ د غزني ولايت خوګياڼو ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو او د جون پر۳۰مه د يک شنبې پر ورځ د د خوست ولايت ګربز ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان و وژل شو، له دې پرته لسګونه د کابل ادارې امنيتي ځواکونو د جګړو او د مجاهدينو پر لاس د ولسواليو د سقوط په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړ چې کره شمېره يې نده مالومه.

د ولسي خلکو زيانونه او ځورونې:

د جون مياشتي لومړۍ ورځ د اشغالګرو ځواکونو او د هغوی د مزدورانو له لوري پر ولسي خلکو پر سختو بمباريو پيل شوه، چې د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ د دښمن د شپنيو بريدونو شاهده وه او د ولسي خلکو د ځاني او مالي زيانونو لامل وګرځېدې، ورپسې د دې مياشتي په۵ مه د پنجشنبې په ورځ يوځل بيا ګډو وحشي ځواکونو ميدان وردګ ولايت کې۱۰تنه ولسي وګړي له خاورو خزلو سره برابر کړل، د جون پر۱۶مه د يکشنبې پر ورځ اشغالګرو او کورنيو مزدورو عسکرو د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې۶تنه ولسي وګړي په شهادت ورسول.

پورتنۍ د اشغالګرو او مزدورو کورنيو ګوډاګيانو د وحشت يواځي يوه نمونه ده، د دې جريانونو تفصيلونه چې د اسلامي امارت په رسمي پاڼه خپاره شوي هلته يې کتلای شی.

الفتح عمليات:

د۲۰۱۹مېلادي کال جون مياشتي په اوږدو کې د الفتح عملياتو له لومړيو لويو لاسته راوړنو څخه يوه هم د دې مياشتي پر۱۱مه مجاهدينو د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ د تصفيې خبر و، پر سبا ورځ د تخار څلور ولسوالۍ پر يو وخت د مجاهدينو له لوري د بريدونو شاهدي وې چې پکې د خواجه غار ولسوالۍ د مجاهدينو لاس ته ولوېده، د جون پر۱۳مه د پنجشنبې په ورځ د غور ولايت کې ولسي خلکو او قومي مخورو د دې ولايت په فيروزکوه او دولتيار ولسواليو کې۱۰۰کلي د مجاهدينو په واک کې ورکړل، د ولسواليو د فتحو په لړ کې د جون مياشتي پر۲۸مه د جمې په ورځ رسنيو د غزني ولايت دهيک ولسوالۍ د فتحې خبر ورکړ، د جون۳۰مه د يکشنبې پر ورځ د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د دښمن دوه مهم هستوګنځايونه فتحه شول، ورپسې همدا ورځ د کندهار لايت معروف نقلي ولسوالۍ د فتحې شاهده وه، د يادي ولسوالۍ اصلي مقر خو لا له مخکې د مجاهدينو په لاس کې و، د الفتح عملياتو تفصيلونه د اسلامي امارت په رسمي پاڼه خپرونو کې لوستلای شی.

د سولي خبري:

د جولای مياشتي پر۱۸مه د سې شنبې پر ورځ د اسلامي امارت سياسي دفتر وياند د يو اعلان په ترڅ کې و ويل چې امريکا له افغانستانه د خپلو عسکرو ايستل منلي، ويل کېږي د سولي په اووم پړاو خبرو کې چې ښايي د ۲۰۱۹ميلادي کال جولای مياشتي په لومړۍ اونۍ کې به ترسره شي د اشغالګرو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او څرنګوالي به وروستی توافق کېږي، د دې خبري په تائيد د جون پر۲۰مه د پنجشنبې ورځ په کابل کې د ناټو نمائنده و ويل د افغانستان جګړې د پای ټکي ښودلو وخت رارسېدلی دی، ورپسې د جون مياشني پر۲۱مه د جمې په ورځ د امريکا ولسمشر هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو خبر ورکړ، د جون پر۲۵مه د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم و ويل چې چمتو دي خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او غواړي د ولسمشري ټاکنو وړاندي په هېواد کې سوله تأمين شي او بيا ورپسې د جون پر۲۹مه د هفتې په ورځ د اسلامي امارت سياسي نمائندګانو او امريکا يې اشغالګرو ترمنځ په دوحه کې د سولي اووم پړاو خبري پيل شوې چې پر سبايې خبري سرچېنو په دې پړاو ناسته کې د پام وړ پرمختګ خبر ور کړ.

د دښمن اعتراف:

د جون پر۱۲مه د چهار شنبې په ورځ د ناټو وياند په دې اعتراف وکړ چې افغانان له خپل هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي، د جون پر۱۹مه د چهار شنبې په ورځ د مزدوري ادارې د امنيت رئيس له خپلو بادارانو وغوښتل چې کابل مزدوري ادارې له اردو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، دا په داسي حال کې ده چې له دې څو ورځي وړاندې ياد رئيس ادعا کړې وه چې د څلورو مياشتو په دننه کې کولايشي له هېواد څخه د مجاهدينو ريښې وباسي.

د کابل ادارې اتلس کلنۍ لاسته راوړني:

د جون پر۲مه د يکشنبې په ورځ د کابل اداري د امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل ادعاء وکړه چې په لاس کې لرلو اسنادو پر بنسټ د يادي ادارې مشر اشرف غني له ګاونډي هېواد پاکستان سره د ؤيورنډ په کرښه معامله کړې ده، هغه د جون پر۲۸مه د جمې په ورځ پاکستان ته د اشرف غني د سفر په مهال يو ځل بيا و ويل غني د پټو معاملو پر مخ وړلو لپاره دغه هېواد ته تللی، دا په داسي حال کې چې مزدور دښمن له۱۸کاله راسي پرلپسې مجاهدين پاکستان هېواد ته په جاسوسۍ تورنوي، اوس هغوی خپله په اثبات ورسوله چې هغه په خپله د شخصي ګټو او پر واک د پاتي کېدو لپاره هر ډول ذلت او رسواهۍ ته چمتو دي.

د جون پر۱۵مه د هفتې په ورځ د هرات ولايت تش په نوم ولايتي شورا غړو ترمنځ شخړه رامنځته شوه او د هغوی ترمنځ د ډزو لامل شوه چې ځيني يې پکې ټپيان هم شول، له پل پلوه د جون پر۱۶مه د يکشنبې په ورځ رسنيو د يو کال په اوږدو کې ايران ته د پېنځه مليارده ډالرو د قاچاق خبر ورکړ چې په ښکاره د مرکزي بانک د رئيس د ګوښه کېدو لامل شو چې د زورورو په وړاندې د ياد مبلغ ډالرو د قاچاق په مخنېوي کې پاتي راغلی.

د جون پر۱۸مه د سې شنبې په ورځ رسنيو د پخوانيو خائنو پالمان غړو حکومت ته د موټرو او د پارلمان نورو وسائلو له ورکړي څخه د انکار خبر خپور کړ، د جون پر۲۰مه د کابل مزدوري ادارې د ټاکنو کميسيون و ويل چې ارګ يې په چارو کې لاسوهنه کوي، د جون پر۲۱مه د جمې په ورځ په يو شرمونکي جريان کې اشغالګرو او د هغوی مزدورانو د داعش کلابند افراد د مجاهدينو له بريدونو څخه خلاص کړل او خوندي ځايونو ته يې يوړل.

مغرضو رسنيو ته د مجاهدينو خبرداری:

د اشغال له پيله تراوسه پوري ځيني رسنۍ هروخت د اشغال په څنګ کې درېدلې او د هغوی پر…………بدلي شوې دي، يادي رسنۍ زياتر د دښمن له لوري تمويلېږي، اسلامي امارت بيابيا هغوی خپلو ژورنالستي دندو ته متوجه کړې، خو بيا هم هغوی له خپلو دې ډول کړنو څخه لاس نه دی اخيستی، بالآخره د جون پر۲۴مه د دوشنبې په ورځ اسلامي امارت دغو رسنيو ته يوځل بيا خبرداری ورکړ چې له اشغال سره د مستقيمو مرستو او په هېواد کې د نظامي اعلانونو د خپرولو د دوام په صورت کې به د مجاهدينو له لوري هدف وګرځولې شي.

Related posts