اکتوبر 24, 2019

د ولس په بمبار او شهیدولو کې امتیاز لټول؟!!!

د ولس په بمبار او شهیدولو کې امتیاز لټول؟!!!

 د څرک مجلې سرمقاله:

د قطر هیواد پلازمېنه دوحه کې چې د جولای په ( ۷ او ۸ ) کومه بین الافغاني غونډه ترسره شوه؛  د اسلامي امارت د نورو نومیالیو مشرانو او سیاسي استاځو ترڅنګ د مذاکراتي ټیم غړي ملاخیرالله خیرخوا د غونډې برخوالو ته د خبرو پرمهال، یوه تاریخي سرګذشت ته په اشارې سره وویل: مونږ پنځو تنه افغانان او د اسلامي امارت غړي چې کله د ګوانتامو له زندان څخه آزاد او قطر ته راوستل شوو؛ څه موده وروسته د قطر دولت له مونږ نه وغوښتل چې تاسو باید دلته د اوسیدو لپاره اسناد (پاسپورتونه) ولرئ، مونږ مجبوراً د کابل له اداري نه د پاسپورتونو مکرره غوښتنه وکړه، خو کابل اداري ترپایه منفي ځواب راکاوه چې دا کار زمونږ د وس او صلاحیت خبره نه ده، تاسې مخامخ له امریکایانو غوښتنه وکړئ، رښتیا هم هماغسې وه، مونږ چې کله له امریکایانو د افغاني پاسپورتونو مطالبه وکړه؛ هغوئ د څو ورځو بلکي د څو ساعتونو په اوږدو کې تیار پاسپورتونه دوحې ته راوړل.

  د خیرخواه صاحب په خبره، هغه څوک چې ځان ته ولسمشر او دولت وايي او افغانانو ته د امریکایانو له اجازې پرته تذکره او پاسپورت نشي ورکولای؛ نو آیا بیا مناسبه ده چې له دغسې یوه لویدلي، بې واکه او حلقه بګوش رژیم سره اسلامي امارت د افغانستان د سرنوشت او حیاتي مسایلو پرسر مذاکرات وکړي؟

  د خیرخواه صاحب پورتنۍ خبره مو هسې د (مشت نمونه خروار) یوه بېلګه ذکر کړه.

  د تیر کال خبره ده اشرف غني له طلوع تلویزون سره په مرکه کې د دې پوښتني په ځواب کې، چې ولې د کابل–کندهار د لويې لاري د امنیت لپاره د ځانګړې فرقې منظوري نه ورکوئ؛ وویل: مونږ ته د اردو او عسکرو معاش امریکایان راکوي، تیل او لوژستیکي مواد هغوئ راته برابروي د اردو کوم تشکیل چې موجود دی؛ دا امریکایانو منظور کړی مونږ یو نفر هم ورباندي زیاتولای نشو، نو که چیري امریکایان د یوې میاشتې لپاره په اردو معاش او د یوې اونۍ لپاره تېل بند کړي؛ مونږ له سقوط سره مخ یو.

  اوس د کابل رژیم په خپل همدومره شړیدلي او شرمیدلي حالت بیا هم سر را اوچته وي، چیغي او نارې وهي چې دوئ هم باید په مذاکراتي پروسه کې نه یوازي دخیل کړل شي، بلکي مالکیت یې هم دوی ته وسپارل شي.

  دا ډول بې واکه، پرديپال، ولس او اسلام دښمنه رژیم چې نور ټول چانسونه یې په اوبو لاهو شوي، ټولې حربي یې ولس او نړۍ پرمخ ور وهلي؛ اوس یې د عام ولس بمبارولو، شهیدولو، اوځورولو ته په پراخه کچه مټي را بډ وهلي، په هرولایت کې د ولسي وګړو هغه ډول قتل عام او بمباردولو ته لاس اوږدوي چې په وحشت او بربریت کې ساری ونلري.

دا ټول وحشتونه د دې لپاره کوي چې ترڅو اسلامي امارت وویروي، چې که دوئ د مذاکراتي پروسې کې ورګډ نکړل شي، نو دوی به عام ولس له تیغه تیروي.

  د کابل رژیم بې کفایته چارواکي او اجرتي قاتل اربکیان دې په دې پوه شي چې د وحشت او بربریت له لاري هیڅ نشئ ترلاسه کولای، ستاسو شپی ورځي نوري په حساب پاتي دي؛ نورې هغه ورځي را رسیدلي چې د تیرو حلقه بګوشو رژیمونو په څیر به د افغانانو په توره پر ځمکه ر نسکوریږئ، او له هیواد، اسلام او ملي ارزښتونو سره د دښمنۍ حساب به د ذرې ذرې په اندازه درسره کیږي.

  متل دی چې وایی، زه دې په ایمان شک لرم او ته راته مریدان نیسي، افغانان  په دې فکر کې دي چې د اسلامي عدالت منګلو ته دې وسپاري او د تیرو ۱۸ کلونو د غداریو، ستمونو او یوه یوه وحشت پوښتنه درنه وکړي، خو تاسې په سوله ایزه پروسه کې د امتیاز په لټه کې یاست.

این خیال است، محال است، و جنون

Related posts