اکتوبر 24, 2019

رسنۍ، طالبان، او د بیان آزادي…!!

رسنۍ، طالبان، او د بیان آزادي…!!

 موسی فرهاد:

  د رواني میلادي جون میاشتې پر۲۵مه نیټه، د اسلامي امارت د نظامي کمیسون له لوري د رسنیو په نوم یوه اعلامیه خپره شوه، چې پکي راغلي وو، ( رسنۍ دې هغه ډول اعلانونه نه خپروي چې په روان جهاد، مجاهدینو او طالبانو پسې نازیبا پروپاګند کیږي، بد رد ورپسي ویل کیږي، د کورنیو او بهرنیو ځواکونو ځانګړې شمیرې خلکو ته اعلانیږي، ترڅو خلک د مجاهدینو جاسوسي ورته وکړي، نه باید چې د همدې ډول اعلاناتو په وسیله له رسنیو څخه استخباراتي استفاده وشي.

  په اعلامیه کې زیاته شوي وه، چې دا ډول کړني په هیڅ ډول مطبوعاتي رسالت نه، بلکه په څرګنده توګه له اسلامي او ملي نورمونو څخه بغاوت ګنل کیږي، د اعلامیې په وینا، که چیري د یوې اونۍ په دننه کې ټولې محلي او غیر محلي FM اونورې رادیوګانې، تلویزیونونه او باقي رسنۍ له خپل دغه راز ناوړه عمل څخه دستبرداره نشي؛ نو مجاهدین به یې د خپلو نظامي اهدافو په کتار کې شاملي کړي، او هيڅ ډول مصئونیت به بیا ونلري.)

  د دغي اعلاميې په وړاندي د کابل حکومت او میشتو بهرنیو ځواکونو او د دوی اړوند یو شمېر د آزادو رسنیو په نامه خبریالانو، جدي غبرګونونه وښودل چې، دا یوه طبعي چاره وه، ځکه چې همدا رسنۍ هغه وسیله ده چې د کابل حکومت او د هغوی بهرني ملاتړي یې د مجاهدینو پرضد کاروي او د خپل ځان په ګټه د پروپاګند کار تري اخلي،  نو طبعي ده چې د دفاع ږغ به یې هم دوی پورته کوي.

 په هرصورت دلته اوس د څو ټکو یادوني ته اړتیا ده چې پوه شوو د بیان آزادي څه ده، او زموږ د هیواد رسنۍ رښتیا آزادي دي، او طالبانو یې په وړاندي ولي ګواښ وکړ؟

له ۲۰۰۱م کال وروسته افغانستان ته د اشغالګرو له راتګ سره د دیمکراسۍ ترعنوان لاندي داسي نو وارده سیستم زموږ هیواد ته را دننه کړل شو چې هرڅه یې د افغان ټاټوبي د ولسي مزاج سره په تصادم کې بریښي، همدا لامل دی چې له دومره پراخ تبلیغاتي کمپاین سره سره، پس له دوو لسیزو بیا هم قاطع اکثریت ولس دې ته آماده نشو، چې د اشغالګرو را وړل شوی د آزادۍ په نوم نووارده غربی سیستم په فکري لحاظ تسلیم کړي، لا بیا هم اشغالګر او د هغوی کورني اردلیان اړ دي چې د زور او زر په مټ هغه په ولس ومني.

  په دغه نو وارده سیستم کې یوه هم آزاده میډیا ده، چې اشغالګر او د هغوی کورني حمایتیان یې تل د یوه دست آورد په توګه یادوي.

  خو متاسفانه چې دغي آزادي میډیا زموږ ټولني ته هغه څه په سوغات کې ورکړي چې د انساني او اسلامي فطرت له مخي باید آزاد ونه اوسي او پر هغه څه یې بیا قدغن لګول شوی چې هرو مرو باید آزاد، او خلکو ته ورکول شي. چې دا نو یو سرچپه آزادي شوه.

د دې خبري تر مزید سپیناوي وړاندي به لومړی د بیان د آزادۍ تعریف ته لږ تم شوو.

د بیان آزادي:

  د بیان آزادي اصلاً یوه وسیله ده چې په دي سره د حق خاوند خپل ږغ د واکمن ترغوږونو پوري رسوي، د دغه تعریف پر بنا د بیان آزادي د هر انسان یو مشروع او روا حق بلل کیږي.

 د بيان آزادي چې د نظر آزادي هم ورته ویله کیږي؛ د بشري حقونو په نړیوال قانون کې په رسمیت پیژندل شوی بشري حق دی.

د اسلام مقدس دین ۱۴۰۰ کاله وړاندې د بیان او نظر آزادي ته معترف او تر ټولو ښه مثال یې مونږ د امیر المؤمنین په هغې وینا کې لیدلی شو چې نوموړي د هغې ښځې د انتقاد په ځواب کې وفرمایل چې «اصابت امرأة و أخطأ عمر ..»

 حقیقت دا دی چې په اسلام کې تر بل هر اسماني او غیر آسماني دین زیات د بشر حق ته زیات اهمیت ورکول شوی او تر ټولو بیا زیات د حریت او خپلواکۍ، حق ورکول شوی دی.

چې په دې کې د بیان آزادي هم راځي چې د بشر یو مسلم حق بلل شوی دی. مګر سره له دې هم نن سبا په دنیا کې  د غرب دیمکراتیکي آزادۍ ته ځیني خلک د بیان آزادي وایی او زموږ اسلام په دې تورنوي چې اسلام کې د بیان آزادي نشته، خو حقیقت داسي نه دی.

په اسلام کې د بیان او فکر آزادي دواړه شته خو په شرعي مقرراتو مقیدې دي.

مثلا په اسلام کې تر داخلیدو وړاندې هرانسان ته حق ورکړل شوی چې هردین غوره کوي الله تعالی فرمايي : لا اکراه فی الدین …

خو کله چې یوڅوک مسلمان شي، بیا یې عقیده، نظر، بیان او فکر ټول په شرعي محدوده کې را ایساریږي، هغه بیا نشي کولای له اسلام نه بهر کومه عقیده ولري، یا نظر ورکړي او یا یې هم په خلاف څه ووايي.

  د بیان آزادي چې په عربي مصطلح کې ورته حریة التعبیر، حریة الرأی او حریة المعتقد ویل کیږي؛ دا په سیکولرزم کې مطلق او په اسلام کې مقید دي.

اسلام ځکه قیودات لګولي چې په اسلام کې چې هرڅه بشر ته ورکول شوي او یا تر منع کړل شوی؛ هغه صرف د بشریت د ګټي او نقصان پر آساس وي، د اسلامي فقهي عمومي قانون دی چې وایی « د الهي اوامرو او نواهي وو دواړو دارومدار د انسانانو پر نفع او نقصان موقوف وي» د بیان آزادي هم بشرته ترهغه بریده ورکول شوي چې د ده په خیر وي، چیري چې یې په ضرر وي هلته اسلام تري منع کړی.

  یعني شریعت هر انسان ته د وینا حق ورکړی خو په دې شرط چې پر نورو به په ژبه ناحقه تیری نه کوي، او د وینا د آزادۍ په پوښ کې به د نورو عیبونه نه لټوي، قذف، دروغ او ښکنځلي به نه کوي، بلکې پخپلې رايي او وینا سره به خلک په نیکۍ سره نیکو ته را بولي.

اما د لویدیځ په ډیموکراسۍ کې د بیان د ازادۍ په نوم اصل شتون لري، مګر هغه په ټوله مانا داسي نه دی چې یو مظلوم دې د هغه په وسیله خپل حق وغوښتلای شي، بلکه له واقعي حق غوښتني پرته، هر څوک پرته له کوم قید و شرطه د خپلې رایې اظهار کولا شي.

  یعني مطلقه ازادي یې په هغه برخه کې انسان ته ورکړي چې هغه پخپل ذات کې د بشر په نفع نه وي، بلکي دا بیان که روا او که ناروا وي،  حق وي او که باطل خو هغه یې باید څرګندونه وکړي.

  متاسفانه چې دا ډول ازادي نن سبا د مسلمانانو په هغو هیوادونو کې چې د غربې دموکراسۍ په تقلید نظامونه ورکې حاکم دي؟ په ښکاره ليدل کیږي چې خلک یوازي د باطل د اظهارولو حق لري او بس، او که څوک د حق رایه اظهار کړي هغه له وژلو، ترټلو، شړلو او ډول ډول تهدیدونو سره مخ کیږي.

اسلام، نه یوازي دا چه د بیان د ازادۍ پلوي کوي بلکې هغه یو عبادت بولي او اظهار ته یې خلک تشویقوي، که څه هم هغه د یوظالم حاکم په مخکې خبره کول وي. « اِن من اعظم الجهاد کلمة حق عند سلطان جائر» الحدیث. یعنې غوره جهاد د ظالم باچا په وړاندي د حق خبره کول دی.

د پورتنۍ مختصري تشریح په رڼا کې موږ ویلای شو چې د بیان آزادي موږ د یو اسلامي نظام لپاره د یوې ثابتي پالیسۍ له مخي د یو منل شوي اصل په توګه پیژنو خو په ټولو هغو معیارونو نه، چې غرب ورته وضع کړي، او فقط د اسلامي ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره ترې کار اخلي.

د یوې اسلامي ټولني په حیث، موږ باید داسي د بیان آزادي ولرو چې یو رعیت او یا یو مظلوم په آزادانه ډول له حاکم او یا بل ظالم څخه خپل حق د بیان د آزادۍ په وسیله ترلاسه کړای شي. نو آیا دا ډول آزادي په موجوده کې رسنیو کې ترسترګو کیږي کنه؟!

رسنۍ د کومي آزادي پیروي کوي؟

  لکه مخکي مو چې یادونه وکړه، زموږ په هیواد کې له نووارده اشغالي دیموکراسۍ سره یوځای، ګڼ شمېر بې بندوباره رسنۍ هم رامنځ ته شوې، چې زیاتره یې د پردیو سفارتونو په مالي سرچینو خړوبیږي، د دوی دعوا ده چې د بیان پر ریښتیني آزادۍ باور لري او د همدغه اصل په رڼا کې رسنیز فعالیت مخ ته وړي،

  مګر حقیقت بلکل داسی نه دی، دوی چې آزادي لري، په دې کې یې لري چې د آزادۍ د لاري مجاهد ته ترهګر ووایي، جهاد او د خپلواکي مبارزې ته ترهګري ووایی، اسلامي احکامات د تروریزم په تور ناکاره وګڼي، فحشاء، ډمي او ګډا خپرول د ټولني هنري پرمختګ وګڼي؛ د حق د لاري فدايي سرتیري ته ځانمرګی او اجرتي قاتل عسکر ته سرتیری ووایی، برحق فرض عین جهاد د پردیو نامشروع جګړه وګڼي، د بهرنیو ځواکونو په دفاع کې د عسکرو مړینه د وطن لپاره قرباني وبولي، په تمثیلي پارچو او ډرامو کې پر ملي او اسلامي ارزښتونو ملنډي ووهي، د طالب ږغ او تصویر خپرول جرم، خو په ساعتونو ساعتونو د بربنډو سریالونو وړاندي کول، خپل رسنیز رسالت وګڼي، د طالب په پلوي که کوم څوک یوه نیمه خبره په ګردیو میزونو کې کوي، زندان ته رسول کیږي، او د طالب پرضد چې هرډول کفریات، ښکنځلي، او هر ډول تهمتونه ویل کیږي؛ د رسنیو لخوا آزادي ده.

  پر دې برسېره د سوداګریزو خبرتیاو په نامه د دښمن شمېرې اعلانول او له خلکو غوښتني کول چې د مجاهدینو په اړه مالومات پر دې شمېرو شریک کړئ، په خواله رسنیو کې د طالب خواخوږي جرم پېژندل کېږي، مرکزونو ته یې د بندولو په اړه رسمي شکایات ترسره کیږي، هر ډول فاحشه او مبتذله موسیقي د رسنیو له څپو څخه خپریدل د بیان آزادي ده، خو د طالب له خوا ویل شوی، حمد، نعت، د وطن، آزادۍ او جهاد ترانې نشریدل څه چې په شخصي توګه که یې څوک واوري مجرم پیژندل کیږي.

دا او دې ته ورته نور ډېر موارد دي چې زموږ په هیواد کې د اشغالي دمکراسۍ تر وزر لاندي د را زیږیدلي میډیا لپاره د بیان د آزادۍ اصل بلل کیږي.

په داسي حال کې چې دا رسنۍ ځان ناپیلی، بې پرې او د هر چا له پلوۍ ځان لري ګڼي، له هرلوري د مصئونیت تقاضاوي یې هم روزمره غوښتنه وي.

نو کله چې دوی خپله ظاهراً د ناپیلتوب شعار زمزمه کوي، او په عین حال کې له مجاهدینو نه هم د همدې شعار پر بنسټ د مصئونیت تقاضاوي لري؛ نو بیا خو د مجاهدینو دا مطالبه هم بې ځایه نه ده چې رسنۍ دې نو خپل مسئولیت هم وپیژني، څنګه چې شعار د ناپییلتوب ورکوي؛ همداسي دي ناپیلي پاتي شی.

 مجاهدین وایی، د دوی د خبر او نظر په خپرولو کې که رسنۍ ځان مجبور ګڼي، او نه یې شي خپرولای، نو لږ تر لږه دومره خو دې وکړي چې د اشغالګرو او د هغوی د تحت الحمایه رژیم په ننګه خو دې د جهاد، مجاهد، ملي او اسلامي ارزښتونو پرضد له ناوړه پروپاګند څخه لاس پرسر شي، که چیري یې شعار د ناپییلتوب وي او ځان یوازي د کابل رژیم د اصولو پابند ګڼي؛ نو بیا دې د مصئونیت غوښتنه هم له مجاهدینو نه، نه کوي.

  له همدې ځایه ده چې د پورتنیو ټولو تخلفاتو باوجود مجاهدینو صرف د ناسمو تجارتي اعلانونو له خپرولو رسنۍ منع کړي، او خبره تر ګواښنده اعلامیو ورسیده.

Related posts