اګست 22, 2019

  دکال 2019 م  دلومړيوشپږو مياشتو دملکي تلفاتو راپور

  دکال 2019 م  دلومړيوشپږو مياشتو دملکي تلفاتو راپور

ګران هېواد افغانستان ديرغلګروامريکایانو او هغوي پورې تړلو ناټو ځواکونو ديرغل له پيل څخه تردي دمه پورې په هره برخه کې خصوصاًدملکي هیوادوالو دشهیدولو ، ټپي کولو او کړولو له اړخه له لویو ننګونو سره مخ دي. دآمریکایانو او کابل ادارې لخوا څخه، تل په قصدي توګه هيواد والو ته مرګ او ژوبله رسيږي، زموږ هېوادوال کړول کیږي، بې ځایه کیږي او شتمنۍ یې لوټلې کیږي.

د روان 2019 میلادي کال لومړنۍ شپږ مياشتې (جنوري، فبروري، مارچ ، اپريل، مئ او جون )  بیا هم زموږ  د ملکي هیواد والو لپاره خونړۍ مياشتې وې.

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو کمېسيون د خپلو ولایتي رئیسانو، آزادو منابعو، قومي مشرانو او عامو وګړو په مټ،مجموعاً  (932) د ملکي تلفاتو بوږنوونکې پېښې ثبت کړي دي .

له هغې جملې څخه (852) پېښې د آمريکايانو، دکابل ادارې اړوندو اردو، پوليسو او اربکيانو لخوا رامینځته شوې دي.

(76)  پيښې د داعش،یا نامعلومو کسانو اویاهم دخلکود خپل مینځي شخړو له کبله پېښې شوې دي.

د ملکي تلفاتو په مذکوره (932) پېښو کې مجموعاً (2464) تنو هيواد والو ته مرګ ژوبله رسېدلې، چې له دې څخه (1399) تنه يې شهیدان او متباقي (1065) يې زخميان دي.

په مجموعه (1399) شهيدانو کې  (1376) تنه د امريکايانو اوهغوی پورې تړلو داخلي عسکرو، پولیسو او اربکیانو لخوا په بمبارونو او بریدونو کې شهیدان شوي، چې د مجموعې شهيدانو (92% ) سلنه جوړوي.

(123) تنه شهیدان د داعش، یا نامعلومو کسانو اویاهم د خپل مینځي شخړو په نتیجه کې رامینځته شوي چې (8%) سلنه کيږي.

بل پلو په تېرو شپږو مياشتو کې د(932) ملکي پېښو په ترځ کې زموږ (1065) تنه هېواد وال ټپيان شوي، چې (953) تنه د امريکايانو او د مزدورې ادارې د ځواکونو لخواټپيان شوي او متباقي (112) د داعش يا نامعلومو او خپل مینځي شخړو کې ټپيان شوي دي.

لکه څنګه چي نړيوالو ته څرګنده ده چې امريکايان اوکابل اداره غواړي چي خپله ماتې پټه کړي خپل ظلم او وحشت ته يې دومره زور ورکړی، چې عالمي ريکارډ یې مات کړی اولاپه هم په درب سره جریان لري. دتېروکلونو په توپير سږ کال امريکايانو او هغوی پورې تړلې کابل اداره دملکيانو دمرګ او ژوبلې سره سره هيوادوالو ته داسارت کړۍ هم لاسونو او پښو ته وراچولې او درانه مالي تاوانونه یې هم ورته رسولي دي چې له دې جملې څخه د روان کال په لومړنیو شپږو مياشتو کې زموږ (612) مظلوم هېوادوال په مختلفو شپنيو چاپو کې اسیران شوي دي، (47) زمونږ مقدس مساجد په بمونو انفجار يابمبارد شوي دي؛ مجموعه (9) بابه مکاتب. دوولس (12) صحي مراکز، (847) د عامو خلکو کورونه ، (88) واړه او غټ عراده جات، (789) بابه دوکانونه. (731) موټرسائيکلان ويجاړ او سوځول شوي دي. له دې څخه علاوه په سلګونو حیوانات (څاروي)، (70) تختې لمریز، (سولر) اومیلیونونه نقدې مبلغ افغانۍ له مختلفو کورونو څخه دوښمن لوت کړی دي اوهمداشان د دوښمن لخوا دبې دفاع اومظلومو هیوادوالوپه سلګونو دغنمو او وربشو درمندونه هم قصداً سوځول شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملکی تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو کمېسيون د اسلامي امارت په استازيتوب د يرغلګروټول دغه بشرضدجنايات په کلکو ټکو غندي او په ډاګه کوي، چې ذکرشوي ټول بشرضد جنایات د امريکایانواو ددوي دملګرو لخواترسره شوي دي، یادکمېسیون پر نړیوالو بې پرې ادارو او بشري نهادونو باندي ږغ کوي، چې ددغه جنایاتو او بي دفاع ملکي هیوادوالوسره دوحشتونوپوښتنه، څیړنه اوغندنه وکړي.

موږ باور لرو چې امریکایان او ملګري به يې د وحشتونو په تر سره کولو او زیاتولو سره هيڅکله هم ونه توانیږي، چې خپل شوم اهداف تر لاسه کړي، بلکې  په داسي اعمالو سره له خپلې اصلي څیرې څخه پرده پورته کوي.

والسلام

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو کمیسیون

ايمل آدرس : Molkietalafat.m@yahoo.com

داړیکې شمېرې:    0707918384  واټسپ 0794717946

دمخابري نمبر 5357    :

دمخابري نوم:      ( غاویر)

د راپور PDF بڼه له دغه ځای څخه ښکته کړئ

Related posts