اکتوبر 22, 2019

چارواکي دې د سرټمبګۍ له سیاسته ډډه وکړي…!!

چارواکي دې د سرټمبګۍ له سیاسته ډډه وکړي…!!

د ورځي خبره:

د کابل رژیم لوړپوړي چارواکي او د اشرف غني دویم مرستیال، سروردانش پرون د یوې کمپایني غونډې په ترڅ کې خپلو پلویانو ته وویل: «موږ به د سولې په مقابل کې جمهوریت له لاسه ورنکړو، موږ به پخپل ټول توان د امارت په وړاندي تر هغو ودرېږو ترڅو چې سېکه راپکښې وي، موږ نه پرېږدو چې د تاریخ ترخې شېبې بیا تکرار شي او د جمهوریت او دیموکراسۍ پرځای د اسلامي امارت دیکتاتوري حاکمه شي».

نوموړي چې همدا د کابل شړیدلی موجوده رژیم یې د اتلس کلو دست آورد باله؛ وویل، موږ به خپلي اتلس کلني لاس ته راوړني هیڅکله د سولي قرباني نکړو، او ګویا اسلامي امارت موږ ته د منلو نه دی.

د کابل رژیم دغه لوړ رتبه چارواکی دا ډول څرګندوني په داسي وخت کې کوي چې اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، رسنیو ته ویلي چې ټرمپ ورته لارښوونه کړې چې د راتلونکي 2020 کال تر ټاکنو وړاندي له افغانستانه د ځواکونو د را ایستلو لړۍ پیل کړئ.

مطلب دا چې د امریکا او ناټو په شمول د دوی ټول نړیوال ملاتړي په دې پوه شوي چې په افغانستان کې د سرټمبګۍ سیاست نور کار نه ورکوي، پرته له دې چې د افغانستان د مسلمان ولس ارادې ته ځانونه تسلیم نکړل شي.

هغوی ټولو له دغه درک وروسته ځانونه دې ته اړ وګڼل چې د اسلامي امارت له استاځو سره تفاهم ته ګونډه ماته کړي او د اسلامي امارت د شرایطو او وړاندیزونو په سیوري کې ځان له دې بې ځایه مقابلې نه وباسي، پر افغانستان باندي نور ظلمانه اشغال پای ته ورسوي او د افغانستان سرنوشت بیرته افغان ولس ته وسپاري.
مګر متاسفانه چې د امریکا او ناټو په مټ د را وارد شوي رژیم چارواکي لا اوس هم د سرټمبګۍ له سیاسته نه دي را کوز شوي، دوی لا اوس هم ټینګار کوي چې باید د پردیو د ټانګونو، طیارو او کروز میزایلو په زور نصب شوی رژیم باید دوام وکړي، هغه رژیم او هغه سیسټم چې له ولسي قتل عام، فحشا، فساد، ظلم، غلا، رشوت، جاسوسي او وطن پلورني پرته بله نه کومه کارنامه لري او نه د پیژندني نښه؛ چارواکي یې بیا هم په ډېره سپین سترګي دا ټول فضیحتونه او نارواوي د لاس ته راوړنو په نوم یادوي او وایی چې ګویا دا جمهوریت دی او موږ به یې په هرقیمت ساتنه کوو.

د رژیم چارواکي باید په دې پوه شي چې سوله، ثبات او سوکالي د افغان ولس یو اشدترین ضرورت دی، پخپل لاس د خپل برخلیک ټاکل د افغان ولس یو مبرم حق دی، هیڅوک نشي کولای چې دا حق ورڅخه واخلي، او د جمهوریت د ساتني په نوم د افغان مسلمان ولس په سرنوشت لوبي وکړي.

دا چې د پردیو لاس پوڅې یوه ډله فاسد چارواکي را ولاړیږي، د سولې او اسلامي نظام په وړاندي د سرټمبه کیدلو اعلان کوي، په دې نامه چې ګویا د دیکتاتورۍ په مقابل کې د تش په نوم جمهوریت ساتنه کوي؛ دا پخپله د دیکتاتورۍ ترټولو بد شکل دی. ټول افغان ولس د سولې هرکلی کوي، خو فاسد چارواکي د خپل قدرت د بقا په نشه کې د ولس د دې ارمان په مقابل کې دریږي وای موږ خپل لاسپوڅی موجوده رژیم او د پردیو په مټ راغلی فاسد سیستم د سولي لپاره نشو قرباني کولای، تر دې غټه سرټمبګي او دیکتاتوري بله چیرته شته.؟
دوی باید په دې پوه شي چې ولس نور دوی نه غواړي، ښه دا ده چې دوی دې پرخپل سرټمبه دریځ یوځل بیا له سره غور وکړي، کنه نو سر به پکي وخوري.

پای……………!

Related posts