اګست 22, 2019

د ملکي تلفاتو په برخه کې د یوناما د راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ملکي تلفاتو په برخه کې د یوناما د راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

نن په کابل کې د یوناما لخوا په تیرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په اړه یو راپور خپور شو.
داځل اګرکه د یوناما په راپور کې هم دې خبرې ته اشاره شوې چې په تیرو شپږو میاشتو کې ډیری ملکي تلفات د امریکايي بمبارونو او په ملکي خلکو د شپنیو حملو په پایله کې رامنځته شوي دي، خو په کافي اندزاه يې په دې اړه بشپړ جزئيات لا هم نه دي خپاره کړي.
همدا ډول يې چې اسلامي امارت ته هم د ملکي تلفاتو په اړه کومه سلنه منسوب کړې، له متعددو نیمګرتیاوو ډکه ده او موږ يې ردوو.
د اسلامي امارت لخوا د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره فعاله اداره وجود لري، د ملکي زیانونو هره وړه او لویه پيښه دقیقه برسي کیږي او د تکرار مخه يې نیول کیږي، همدا ډول په ملکي خلکو باندې په هيڅ ځای کې هم قصدي او هدفي برید نه دی شوی.
خو د یوناما په راپور کې بیا هم اسلامي امارت ته د ټولو ملکي تلفاتو ۳۸ سلنه٪ منسوب شوې چې په واقعیتونو ولاړه نه ده.
د یوناما په راپور کې داسې بریدونه اسلامي امارت ته منسوب شوي چې هغه اسلامي امارت پخپل وخت کې رد کړي دي.
همدا ډول ځينې هغه اشخاص هم د ملکي خلکو په ډله کې حساب شوي چې د دښمن په لیکو کې ولاړ دي، په نظامي او استخباراتي برخه کې له دښمن سره همکاري کوي.
بل پلو بیا د بهرنیو اشغالګرو په اړه چې د ملکي تلفاتو د څه باندې ۸۰ سلنې٪ مسئولیت لري او په هره ملکي پيښه کې یا مخامخ یا د حامي په توګه ونډه لري، هغوی ته د ټولو تلفاتو ایله ۱۴ سلنه منسوب شوې چې ښکاره بې انصافي ده او زموږ ټول ملت د دې خبرې شاهد دی.
اسلامي امارت د یوناما په ګډون ټولو بشري او حقوقي نهادونو ته سپارښتنه کوي چې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې هغه وخت مؤثر ګامونه پورته کیدلی شي، چې د پيښو په اړه دقیقه څیړنه وشي، اصلي عاملین لکه څرنګه چې ښايي په ګوته کړل شي او د ملکي تلفاتو انساني موضوع له سیاسي تعاملاتو څخه جلا وساتل شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۷/۱۱/۱۴۴۰هـ ق
۸/۵/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/30م

Related posts