اکتوبر 22, 2019

اندونیزیا کې د اسلامي امارت پلاوي د مجلس العلماء لخوا جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ (انځوریز)

اندونیزیا کې د اسلامي امارت پلاوي د مجلس العلماء لخوا جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ (انځوریز)

د اندونیزیا پر وخت نن غرمه د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره پلاوي د اندونیزیا هیواد د مجلس العلماء په مرکزي دفتر کې د یاد پلاوي په ویاړ جوړ شوي کانفرانس کې ګډون وکړ.

یاد کانفرانس چي د مجلس العلماء د کانفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر آخند او ملګرو یې د کانفرانس برخوالو، علماؤ، پوهانو او متخصیصینو ته ویناوې وکړې، د افغانستان په روان وضعیت او د اسلامي امارت په موقف او لاس ته راوړنو یې تفصيلي رڼا واچوله او د کانفرانس ګډونوال يې په هیواد کې له روانو جریاناتو خبرکړل.

له بله اړخه د اندونیزیا هیواد د مجلس العلماء مشرانو او نورو مخورو هم د اسلام او خپل هیواد د ازادۍ په لاره کې د اسلامي امارت او افغان مجاهد ولس له بې دریغه قربانیو قدر دانې وکړه او د پلاوي له غړو سره یې خپل نظریات او مشورې شریکې کړې.

تر کنفرانس وروسته د یاد هیئت غړو د مجلس العلماء له لورې په تیاره شوې غرمنۍ کې ګډون وکړ او مراسم مجاهدینو او مسلمه امت ته په ګډه دعائیه پای ته ورسېدل.

2019/7/30

Related posts