اکتوبر 22, 2019

د امریکایي ګټو ساتونکو ته!

د امریکایي ګټو ساتونکو ته!

د ورځي خبره :

 د اسلامي امارت مجاهدین په ټول هیواد کي د یرغلګر او ګوډاګي دښمن پرضد له بیلابیلو نوښتونو او تکتیکونو څخه کار اخلي، دمجاهدینو ابتکاري ګذارونو دښمن سرسامه کړی، نه پوهیږي چي څه وکړي او څه ووایې او د یوې پیښي په اړه ضدونقیض څرګندوني کوي.

په کابل، غزني، کندهار، هلمند، فراه، بادغیس، فاریاب،بغلان، بدخشان،پروان، پکتیا، میدان وردګ، لوګر او…. ولایتونو کې پر ګډ دښمن وروستیو اتلوالو بریدونو یو ځل بیا ثابته کړه چې داسلامي امارت مجاهدین که وغواړي کابل په شمول  هر وخت په هر ځای کې خپل اهداف په نښه او له منځه وړلای شي.

بل داچې دې بریدونو ثابته کړه چي دکابل ادارې چلونکي چې تر هر څه امریکایي ګټو ته ژمن دي، که  دامریکایي ګټو ساتنې په موخه دافغان ولس په شهادت او شتمنۍ لوټلو کي هر څومره وړاندې ولاړه شي،هر وحشت او دهشت تکرار کړي، خو  دمجاهد ولس د انتقام څخه به خلاصه نشي، دولس مجاهد بچیان به یې د سمیټي د یوالونو دننه هم پر ارامه پرې نږدي.

داسلامي امارت دمجاهدینو پوځي نوښتونو دښمن سخت وارخطاء کړی،حتی په کابل ښار کي دخپلو مرکزونو ساتنه نشي کولای،په ولسوالیو او اطرافي سیمو کي مجاهدین هره ورځ  ګڼ شمېر پوستې فتحه کوي، په جوپو جوپو عسکر مجاهدینو ته تسلیمیږي او کوم کسان چي پرجګړې ټینګار کوي دمجاهدینو د بریدونو له ډاره تښتي او یا له منځه وړل کیږي.

اسلامي امارت بار- بار له یرغلګرو او کابل ادارې سره کارکونکو هیوادوالو ته ور په زړه کړي، چې نور داسلام او هیواد پر ضدله جګړې لاس واخلي،دخپلو ارزښتونو اوملي منافعو دفاع ته راوړاندې شي، داسلامي امارت په مشري د روان ولسي پاڅون سره ملګري شي، چې له یو ې خوا خپله دیني او وجداني وظیفه اداء شي او له بلې خوا خپلواکي اعاده شي او د یو اسلامي او خپلواک نظام څخه برخمن شو.

اسلامي امارت یو ځل بیا له ټولو هغو هیوادوالو څخه چې داشغالګرو او کابل ادارې سره کار کوي غواړي چې نور له دغه مردود او کرغیړن صف څخه راووځي، دخپلو مجاهدینو سره یو ځای شي او په ګډه ګران هیواد او مظلوم ولس ددین او وطن له یرغلګرو دښمنانو او داخلي اجیرانو له تسلط څخه خلاص کړو.

Related posts