اکتوبر 22, 2019

اندونیزیا ته د اسلامي امارت تللي پلاوي د نهضت العلماء له مشر او علماؤ سره وکتل

اندونیزیا ته د اسلامي امارت تللي پلاوي د نهضت العلماء له مشر او علماؤ سره وکتل

په اندونیزیا کې د ملا برادر اخند په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د خپلو ملاقاتونو په لړ کې نن د اندونیزیا هیواد د نهضت العلماء له مشر پروفیسور سید عاقل سراج او د یاد ګوند له مدیره هیئت سره وکتل.

له الاماره سره په خبرو کې د یاد هیئت یو غړي زیاته کړه چې غونډه کې د دواړو لوریو ترمنځ په دوه اړخیزو روابطو، په افغانستان کې په روان جهادي بهیر، سیاسي وضعیت او د موجوده ستونزو په حل لارو بحثونه او مشورې وشوې.

همداراز د هیئت غړو د کوربه هیواد علماؤ او د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د اوسنیو جریاناتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او په دې اړه یې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د علماؤ د ټولنې مشر او ورسره هیئت دغه لیدنه ګټوره بللې او د داډول غونډو د دوام هیله یې کړې ده.

پاته دي نه وي چې اندونیزیا ته د اسلامي امارت ورغلی پلاوی به په دغه هیواد کې نورې لیدنې کتنې هم ولري.

2019/7/29

Related posts