اکتوبر 22, 2019

دجان کیري  په ګوتو اوبدل شوی رژیم په کوم حیثیت یوځل بیا ولس ته مخ کیږي   ؟

دجان کیري  په ګوتو اوبدل شوی رژیم په کوم حیثیت یوځل بیا ولس ته مخ کیږي   ؟

دورځي خبره:

ټاکل شوې ده چې د روان لمريز کال  دتلې  په مياشت کې  د ولسمشرۍ  غولوونکې او خندنۍ ټاکني ترسره شي، پرون  ددغه انډوخر او جعلي پروسي لړۍ پیل او دمنفورونوماندانو ټاکنيز کمپاينونه پيل شول.

اشرف غني او عبدالله چې دواړه تیرځل دجان کیري په رحم کرم وټاکل شول او تیرپنځه کاله یې دافغانستان په مسلمان اومظلوم ولس د وحشتونو انتها وکړه  او دامریکا دخوښی لپاره یې ډول ډول ناورینونو او کړاوونه ورباندي وازمویل تیره ورځ بیا کابل ښار کې راښکاره شول ، اعلانونه یې وکړل چې دراتلونکوپنځوکلونولپاره بیا ځانونه ولسمشرۍ ته کاندیدوي او خلګ بايد رایه ورکړي !!

دع او غ رژیم له دغو بې سترګو واکمنو څخه پوښتو چې په کوم ویاړ او افتخار ځانته ددې حق ورکوی چې دنورو پنځو کلونو لپاره ددغه مظلوم او مسلمان ولس په سر واکمن جوړشئ؟

ایا په تیرو پنځوکلونوکې مو دکوم ولایت  لږ ترلږه په پنځه کلومتره ځمکه باندي امن او ارامي راوستی؟ خلګو ستاسو دوحشي ملیشو او اربکیانو له لاسه په ارام کومه شپه تېره  کړه؟ تجاران او دشتمنیو څښتنان په کرار زړه اماده شول چې کاروباور وکړي؟ دشغل او کار یوداسې مرکز او فابریکه مو ورته جوړه کړه چې لږ ترلږه لس زره افغانان پکې مصروف وګرځي؟  یوداسې مجهز روغتون مو ورته اباد کړ چې  له پاکستان او هندوستان څخه دهغو زرګونو افغانانو مخه ونیسي چې ددرملني لپاره هلته تګ او راتګ کوي او ډول ډول کړاونه ګالي؟

دغه ډول مودهغو زرهاوو ځوانانو دتېښتي مخه ډب کړه چې هره ورځ  دفقر او بې کاری له امله نورو هیوادونو ته فرار کوي

له بل اړخه دا هم ووايي چې ستاسې له برکته ! اوس افغانستان په فساد، فقر ، دمخدره موادو په قاچاق او استعمال کې څویم مقام او ځای لري ؟

هغې ورستې ورستې ګنده ګي  ته به کوم برغولی کیږدئ چې په ارګ کې مو دفحشاو اوبدکاریو رسمي اډې خلاصي کړي وې له ارګ څخه مو نورو ادارو ، پارلمان ، وزارتونو او په بهر کې سفاروتونو ته ایله هغه ښځي  ورمعرفي کولي  چې دحیا او عزت جنازه  به یې لومړی په ارګ کې پورته شوې وه  !!!

ایا په همدغو سترګو او ضمیر پروشیو یوځل بیاغواړئ چې په افغان ولس ځانونه مسلط کړئ

باخبر ! داځل مو ټول چانسونه او امکانات په اوبو لاهو شوي ځانونه به ستړي او لالهانده کړئ خو بیا په تخت کیناستل درباندي هغه دچا خبره ( ط او ظ ) شه

تېرځل چې یومیلون خلکو رایه درکړه هلته خو هم جان کیري و ، هم پریمانه ډالر او  هم دبګرام امریکايي قومندان

داوار خو ستاسې بادار له ټاکنو وړاندې ځانته دوتلو یوه مصنوعي پوزه جوړوي او تښتي

نو اوس تاسې قضاوت وکړی چې نه جان کیري وي نه بې خرته ډالر او نه هم دبګرام امریکايي قومندان  ویلای شي چې په ارګ کې به دڅو ورځو  لپاره تم او ایسار شئ ؟

Related posts