اکتوبر 15, 2019

پر ولسوالیو د مجاهدینو زیاتیدونکی واک

پر ولسوالیو د مجاهدینو زیاتیدونکی واک

د اونۍ تبصره:

څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت مجاهدینو د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالي په مکمل ډول تر خپل کنترول لاندې راوسته، په دې سره په مطبوعاتو کې یو ځل بیا دې بحث زور واخیست چې د افغانستان د ولسوالیو وضعیت څنګه دی؟ واک یې د چا په لاس کې دی او د ولسوالیو د تصرف په برخه کې د جګړې کوم اړخ بریالی دی؟؟
واقعیت دا دی چې د فیصدۍ په لحاظ د افغانستان د ولسوالیو اکثریت سیمې د اسلامي امارت د مجاهدینو تر واک لاندې دي. له دې جملې لسګونه ولسوالۍ په مکمل ډول د مجاهدینو په لاس کې دي چې اشغالګر او ګوډاګیان یې په کې هیڅ نوع شتون نلري، اکثریت ولسوالۍ بیا داسې دي چې یوازې مرکزي بازار یې د دښمن تر واک لاندې دی نور یې ټولې لارې، اطرافي سیمې او کلي د مجاهدینو په لاس کې دي.
څو ورځې وړاندې یوې معتبرې رسنۍ د افغانستان د ولسوالیو د وضعیت په اړه د ترسره کړې سروې جزیات نشر کړل، په دې سروې کې ثابته شوې وه، چې په ډیری ولسوالیو کې د کابل اداره یوازې سمبولیک شتون لري. د ځینو ولایاتو ولسوالۍ چې مجاهدینو فتحه کړې، د کابل ادارې یې د ولایت په مراکزو کې دفاتر پرانیستې چې له دې جملې د فاریاب ولایات د لسو ولسوالیو چارې د ولایت په مرکز میمنه کې ترسره کیږي.
سږ کال د الفتح عملیاتو له پیل سره د ولسوالیو د سقوط بهیر نور هم توند شوی دی، په تیرو څو ورځو کې د کابل ادارې اړوند د بلخ، دایکندي، تخار، غور ، لوګر او څو نورو ولایاتو چارواکو رسنیو ته وویل چې د یادو ولایاتو ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ دي. دغه شواهد او د دښمن اعترافات ثابتوي چې سږ کال هم مجاهدین د پخوا په شان په فاتحانه موقف کي دي او دښمن یې له وارخطایي سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان اکثره نفوس په کلیو او اطرافي سیمو کې اوسي چې په دې اساس په ولسوالیو سلطه له هر لحاظه ټاکونکی اهمیت لري.په ولسوالیو د مجاهدینو د پراخیدونکي سلطې سره اشغالګر او اجیران یې کټ مټ د شوروي یرغلګرو وضعیت ته ګرځیدلي چې له اولس میشتو سیمو یې ريښه ختلې او د واک ساحه یې یوازې تر خپلو محصورو اډو پورې محدوده ده.
د افغانستان اسلامي امارت چې د اشغال پر ضد د افغان مؤمن اولس د جهادي قیام ممثل ځواک دی، د عام اولس له منځه راپاڅیدلی او د اولس کلک ملاتړ له ځان سره لري، اسلامي امارت د افغانستان تر ۷۰ فیصده زیاتې سیمې د اشغالګرو له شتون څخه تصفیه کړي دي، اشغالګر او ملګري یې اوس د هیواد یوازې په محدودو سیمو کې په خال خال ځایونو سلطه لري. تاریخ ثابته کړې چې د ولسي قیامونو د څپو په وړاندې د اجنبي واک دغسې جزیرې مقاومت نه شي کولای، او لکه څنګه چې یې اکثریت سیمې له لاسه ورکړې همدغسې یې محصورې اډې هم فتحه کیدلای شي. نو ځکه اشغالګرو ته په کار ده چې نور د اشغال پر دوام بې ځایه ټینګار ونه کړي، بلکې د ابرومندانه وتلو پالیسي غوره کړي تر څو د جګړې عامل خنثی او د افغانستان مسئله د حل لوری پیدا کړي.

Related posts