اکتوبر 22, 2019

وروستۍ فتحې او د دښمن سرسامې

وروستۍ فتحې او د دښمن سرسامې

د ورځي خبره:

دالفتح عملیاتو په فاتح جریان کې هره ورځ د ګران هیواد په لر اوبر کې دیرغلګرو او کابل رژیم پر پټنځایونو او کاروانونو کاري ګوزارونه ترسره کیږي، دښمن ته دسر او تجهیزاتو خورا درانه زیانونه اوړي،دښمن له ولسوالیو او پراخو سیمو دتیښتې خپل منځي سیالي کوي او مظلوم ولس یې له ظلم، فساد او وحشت څخه نجات مومي.

وروستیو بریدونو دښمن سرسامه کړی، د ورځې یې څو ځله دریځ بدلیږي رابدلیږي،په چوپو چوپو وسله وال یې مجاهدینو ته تسلیمیږي، پرمختللې وسلې یې داسلامي امارت دمجاهدینو لاسونو ته لویږي او له نیکه مرغه همدا وسلې او وسایط دهیواد د خپلواکۍ او دښمن د سرکوبۍ لپاره د دښمن پر ضدکارول کیږي.

دښمن دې وروستیو کې خپل وحشت پراخ کړی، ګڼې مدرسې، ښوونځي، کلینیکونه او بازورنه یې وران کړي او په مختلفو پلمو یې ولسي خلګ شهیدان او بندیان کړي دي.مجاهدین دخپلو خلګوسوکالۍ ته ژمن دي، ددښمن دسیسې به شنډوي او دخپل مظلوم ولس انتقام به ددین او وطن له یرغلګر او ګوډاګي دښمن څخه اخلي.

دمجاهدینو د تازه فتوحاتو سره ددښمن فریادونه اوج ته رسیدلي، چې دکران ومنجان ولسوالۍ فتحه یې یوه بېلګه ده. یرغلګر او کابل رژیم ډيرې هڅې وکړې چې خپلو وسله والو ته ډاډ او مورال ورکړي، خو ونه توانیدل چې دمجاهدینو بریدونه ته یې ټینګ کړي.

داسلامي امارت مجاهدین به نور هم خپلو بریدونو ته زور ورکوي،خپله یرغمل شوې خاوره به دیرغلګرو له منګولو ازادوي.نړیوالو ته به لا ډیره ثابتوي چې مجاهدین دولس له غیږي راپاڅیدلي او دهمدې ولس په هراړخیز ملاتړ یې  د اشغال او فساد پر ضدجهاد روان ساتلی دی.

مجاهدین دالله تعالی په نصرت او دولس په ملاتړ په اتکار سره خپلې سپېڅلې مبارزې ته دوام ورکوي او هیله من دي چې دفتحې شېبې رانژدې دي. یرغلګر دښمن به دنورو اشغالګرو له تور برخلیک سره مواجه کیږي او دافغانانو قربانۍ به د اسلامي نظام په بڼه رنګ راوړي.

ان شاء الله العزیز

Related posts