اکتوبر 24, 2019

د اسلامي امارت ۸ کسیز پلاوي د اندونیزیا له مرستیال ولسمشر او نورو چارواکو سره وکتل (انځوریز)

د اسلامي امارت ۸ کسیز پلاوي د اندونیزیا له مرستیال ولسمشر او نورو چارواکو سره وکتل (انځوریز)

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ملابرادر اخوند او ورسره پلاوي یې نن د اندونیزیا هیواد د اولسمشر له مرستیال (یوسف کالا)، بهرنیو چارو له وزیرې (ریتنو لیستاري) او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.

د اسلامي امارت په پلاوي کې چې دا مهال د اندونیزیا په هیواد کې دی د قطر دفتر مشر ملا برادر اخوند، مولوي عبدالسلام حنیفي، مولوي سید علي، ملا خیرالله خیرخوا، مولوي امیر خان متقي، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق، او د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین شامل دي.

اندونیزیا ته د اسلامي امارت د پلاوي رسیدو پر مهال د کوربه هیواد تر درانه هرکلي وروسته ورغلي پلاوي ته د مرستیال ولسمشر لخوا د میلمستیا مراسم نیول شوي ول، چې پکې په هغوی برسېره د هندونیزیا ځینې حکومتي چارواکو هم ګډون درلود.

الاماره سره په خبرو کې د سیاسي دفتر د پلاوي یو غړي وویل چې د اندونیزیا هیواد له چارواکو سره لیدنه یې ګټوره وه، له هغوی سره یې د افغانستان د سولې او روانو حالاتو ترڅنګ په نورو موضوعاتو هم ګټورې خبرې کړې، او د واړو لوریو په اوسني وخت کې د مسلمه امت په یو والي او ویښتیا بحث او ټنګار وکړ.

2019/7/27

Related posts