اګست 22, 2019

د شهید منصور صاحب په اړه په رسنیو کې دخپاره شوي راپور په جواب کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د شهید منصور صاحب په اړه په رسنیو کې دخپاره شوي راپور په جواب کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په رسنیو کې د پاکستان هیواد د پلټنو فدرالي ادارې په حواله راپورونه خپاره شول چې د اسلامي امارت پخوانی زعیم امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور رحمه الله په پاکستان کې د ځمکو په اخیستلو او تجارت بوخت وو.
سره له دې چې ادعا شوي نومونه د بل چا دي او له کوم تجارت څخه چې یادونه شوې هغه هم مشروع عمل دی؛ خو شهید منصور صاحب نه داډول تجارت ته وخت درلود او نه یې هم داسې کوم کاروبار وو.
موږ نه پوهیږو چې د دا ډول راپورونو د خپریدو مقصد به څه وي، خو دومره ویلای شو چې د اسلامي امارت د محترمو مشرانو په اړه دا ډول مجهول راپورونه خپرول د هیچا په ګټه نه دي او نه هم د شهید منصور رحمه الله د درانه شخصیت دنګ منار ته زیان اړولی شي.
څوک چې د افغانستان په سوله کې مرسته کول غواړي، هغوی باید ترهیڅ نوم او عنوان لاندې زموږ د ویاړمنو مشرانو شخصیت ته زیان ونه رسوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۱۱/۱۴۴۰هـ ق
۵/۵/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/27م

Related posts