اکتوبر 22, 2019

د بدخشان کران ومنجان ولسوالۍ د فتحې جريان او لاسته راوړنې

د بدخشان کران ومنجان ولسوالۍ د فتحې جريان او لاسته راوړنې

بدخشاني
د نورستان او پنجشېر ولايتونو ته د کابل ادارې هغو افرادو له تښتېدو وروسته چې د کران و منجان ولسوالۍ د غرونو په سر درو کې پټ شوي و د يادې ولسوالۍ ټوله ساحه او درې د اسلامي امارت د مجاهدينو تر بشپړ واک لاندې راغله، همدا مهال د دې ولسوالۍ متدين ولس د شرعي نظام او د قرآن عظيم الشان د حاکميت ترسيوري لاندې د أمن په فضاء کې خپل ورځني ژوند ته دوام ور کوي.
د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د اتلو مجاهدينو له لورې د بدخشان ولايت کران و منجان ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې له څو مياشتو راهیسي پر دښمن برېدونه پیل کړي و چې د ولس او ځيني مخلصو محلي قوماندانانو په مرسته يې پر مخ وړل، خو د سيمو او پوستو د فتحو خبر همدارنګه د دښمن تلفات د مجاهدينو د نظامي مشرانو له لوري د مصلحت پر بناء د رسنيو پر واک کې نه ور کول کېدل.
دوه اونۍ مخکې چې پر دښمن د محاصرې کړۍ زياته تنګه شوه په لومړي پړاو کې د کران ومنجان ولسوالۍ لپاره د دښمن په نظامي قطعه پراخ او هراړخيز عمليات ترسره شول، او بيا د هغې له بشپړي فتحې وروسته د ولسوالۍ په مرکزي ساختمان او اړوندو ودانيو هم برېدونه پيل شول چې له ليږ مقاومت وروسته د خدای ج په فضل د دښمن يو شمېر افراد و تښتېدل او يو شمېر نور د محلي قوماندان عبدالملک په مشرۍ له ۱۲ زياتو رېنجر موټرو، ټانګانو او لسګونه ميله سپکو او درنو وسلو سره له مجاهدينو سره يو ځای شول.
د کابل ادارې ځيني افراد چې د دې ولسوالۍ په غرونو کې پټ شوي و د تصفيوي عملياتو په ترڅ کې مجاهدينو ته تسليم شول او يو شمېر يې د نورستان او پنجشیر ولايتونو ته و تښتېدل، په دې لړ کې يوه پايه دهشکه، يو کرولا او يو پولډر موټر هم د کران ومنجان ولسوالۍ د مجاهدينو لاس ته ولوېدل.
په پای کې د دې ستراتېژيکي ولسوالۍ اړوند ټولي درې او سيمي په بشپړه توګه د اسلامي امارت د مجاهدينو تر واک لاندې راغلې.
د يادوني وړ ده چې د بدخشان ولايت د مجاهدينو نظامي مشرانو دغه عمليات په ژور تدبير رهبري کړل ترڅو ولسي خلکو ته پکې ستونزه وانه وړي.
همدارنګه د عملياتو له په کار اچولو وړاندې د اتمام حجت لپاره د کابل ادارې ته د عفوې اعلان هم وشو، ترڅو که له جګړې لاس واخلي او تسليم شي په امن بشي، نو له همدې امله د کران ومنجان ولسوالۍ په ټولو عملياتو کې د دښمن ځاني تلفات ليږ و او لوړ شمېر يې وژغورل شول.

Related posts