اګست 22, 2019

  ولې د اسلامي او ملي ارزښتونو سپکاوی کيږي؟

  ولې د اسلامي او ملي ارزښتونو سپکاوی کيږي؟

ليکوال: جمیل باور

پر افغانستان د امريکا له نظامي يرغل سره هم مهاله کلتوري يرغل هم پيل شو او په سلګونو رسنۍ يې د همدې ناولي هدف لپاره په کار وګومارلې ترڅو زموږ د ځوان نسل افکارګډوډ او د ديموکراسي په وايرسو يې ککړ کړي.

افغان ولس، چې نژدې ټول مسلمانان دی، له زرګونو کلونو راهيسې ځانګړی اسلامي او ملي کلتور او ثقافت لري، خو په دې وروستيو کې يې ځينو هغو، چې د لوديز له فکري استعمار څخه اغيزمن دي، په اسلامي او ملي ارزښتونو ډول- ډول بريدونه کړی.

تر ټولو وروستی یې له څو ورځو راهيسي په ټولنيزو رسنيو کې يو انځور ښکته پورته کيږي چې پکې د کرزي د واکمنۍ او اوسنی ادارې مشاوره فرخنده زهرا نادري او ځيني نورې ښځې او سړي ليدل کيږي او ورسره په يوه پنجره کې پګړۍ (لونګۍ) او چادري (حجاب) زندۍ کيږي.

دا کوم عادي حرکت نه دئ چې څوک دې پري چوپه خوله پاتې شي، پګړۍ زموږ د اسلامي اوملي ارزښتونو هغه ځانګړی نوم دی چې موږ ورسره له پيړيو پيړيو راروان يو،
همدغه راز حجاب او چادري مو هم له سلګونو کلونو راپه دېخوا د ميرمنو د پت، عفت او عزت سمبول دی.
دغه ډول اسلام او افغان دښمنه هڅي عادي او سطحي نشي بلل کیدای، بلکې دیوه سازش او جوړو شوو برنامو له مخې په غرب اوامریکاکې طرح او ډیزاینږي او بیا دهغوئ دتالیڅټو په زريعه دلته پلي کیږي
هدف یې داده چې نوی افغان کهول اونسل له خپلو دیني او ملي ارزښتونو سره بې تفاونه کړي او داخبره یې په خوږ کې وروڅڅوي چې ستاسې پرمختګ او له دنیا سره دمزل راز په دې ټکي نغښتی چې خپلو ملي اقدارو او دوديزو نورمونو ته شا واړوي
دپګړی او چادری توهين دکابل رژیم دمطرحو او لوړ پوړو جهتونو له لوري ترسره شو او له بل اړخه یې ددولت په سطحه چا مخالفت اوغندنه هم ونکړه له همدې شرمونکي چوپتيا ښکاري چې دغه کارونه په رسمي کچه ترسره کیږي او شاته یې قوي لاسونه موجود دي
دچارو دکتونکو له نظره دپګړی اوچادري توهين اواستهزا په داسې حال کې ترسره کيږي چې امریکایان له طالبانو او اسلامي امارت له استازو سره په قطر کې په خبرو بوخت دی او ممکن یوې نتيجي ته ورسیږي، خودلته دامریکا تالیڅټي اودکابل رژیم چارواکي هلې ځلې کوي او نړۍ ته ورپه یادوي چې طالبان هغه خلک دي چې په راتګ سره به یې افغاني غرور خوندي او دافغانانو شملي به ورسرعږه هسکي شي او هم به افغاني عفت ته مصؤنیت وروبښي اوداکار دامریکا او غرب په اصطلاح له ۱۸ کلنو لاسته راوړنو سره صريح ټکر او ضددی
دکابل رژیم چارواکي اولویدلي څیري دې واوري ددوئ که خوښه وي که ناخوښه دغه ورځ دالله پاک په نصرت ډیره نیږدي ده چې دشملو برم او عزت به یو ځل بیا اعاده کیږي ،دافغاني عفت اوعصمت به په رسمي کچه درناوی کیږي او دبربنډ اومزدور کلچر په تابوت به ورستي میخ ټکوهل کیږي ان شاءالله.

Related posts