اکتوبر 24, 2019

ننني بریدونه، د رژیم ناخبري او جعلکاري

ننني بریدونه، د رژیم ناخبري او جعلکاري

د ورځي خبره:

نن د کابل ښار په سپيچري سیمه کې داسلامي امارت داستشهادي کنډک یو اتل مجاهد( محمد کابلي) دیرغلګرو ځواکونو د لوړ رتبه افسرانو په موټریز کاروان فدایې برید وکړ، په برید کې داشغالګرو دوه لنډکروزر موټر  ویجاړ او پکې سپاره نهه تنه یرغلګر وژل شوي دي.

پر خارجي یرغلګرو تر  پورته ذکر  شوي برید وړاندې  پلازمېنه کې د ملي بس څلور لارې کې دوې چاودنې رامنځته شوې، کابل رژیم په پټو سترګو دملي بس څلور لارې چاودنې اسلامي امارت ته منسوب کړې او هڅه یې وکړه چې همدې دوو چاودنو کې له  ملکي مرګ ژوبلې څخه په استفاده د اسلامي امارت پر ضد پروپاګند ته دوام ورکړي.

 اسلامي امارت په همدې دواړو چاودنو کې دخپلو مجاهدینو لاس درلودل رد کړي او په اړه یې ذبیح الله مجاهد صاحب وضاحت ورکړی«په کابل کې د معدن او پټرولیم وزارت په مامورینو چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.په دې اړه د مزدور دښمن پروپاګند یوځل بیا ردوو. دا ډول په غیرنظامي اهدافو بریدونه کول پخپله د دښمن د استخباراتو یا د دوی تر سیوري لاندې فتنه ګرو ډلو کار دی».

داسلامي امارت د ویندوی مجاهد صاحب له پورته وضاحت څخه څو شېبې وروسته داعش ملي بس څلور لارې کې د چاودنو مسؤلیت په خپله غاړه واخیست. له داعش سره د یرغلګرو او کابل رژیم پوځي، استخباراتي، مطبوعاتي او مالي مرستې هغه واقعیت دی چې دیرغلګرو او رژیم لوړ پوړو پخوانیو او اوسنیو چاوراکو هم اعتراف ورباندې کړی دی.

دښمن دومره ضعیف دی چې په کابل کې د بریدونو مخنیوی څه چې خبر داری هم نشي وړاندې کولای، خو کله چې یې پر مهمو هستو بریدونه پیل او له ځپنې سره پای ته ورسیږي، بیا نو د برید د طراح، ځای، لارې او هر څه په اړه د لومړي لاس معلومات لري!!

تېره اوونۍ چې مجاهدینو دکندهار پر امنیه قوماندانۍ اتلوال برید وکړ، له برید څخه وروسته دښمن دعوه وکړه چې یاد شوی برید له پولې هاخواچمن څخه رهبري کیده او په یوه  ماشومانه لوبه سره یې دوې ټلیفونې مکالمې چې د سیګنال جهتونه یې ورته ډیزاین کړي وو، خپرې کړې او همدا یې د برید په اړه کره شواهد ونومول!!

دښمن ډير ځله داسي هم کړي چې په  عراق او سوریه کې یې د وژل شوو ماشومانو عکسونه دکابل حملو ته منسوب کړي او ځینو رسنیو همدغه مجهول انځورونه دافغانو ماشومانو بللي او پر همدې بنسټ یې پر مجاهدینو اعتراضونه هم کړي دي.

د اسلامي امارت بریدونه، پر یرغلګرو د ننني کاري برید په څېر ډير دقیق وي، دکره کشفي معلوماتو او پلان څخه وروسته تطبیقیږي،مجاهدینو په وار- وار د دښمن پر مهمو بنسټونو حملې دملکي تلفاتو داحتمال له امله ځنډولې. دښمن معمولا پر خپلو مهمو هستو دمجاهدینو له بریدونو وروسته خندونکې ادعاوې کوي، په څو دقیقو کې د شوي برید هر څه په ډاګه کوي!! د دښمن د ناخبرۍ او جعلکارۍ تازه مثال په  ملي بس څلور لارې کې دداعش د نننیو چاودنو په څېر وي.

Related posts