اګست 24, 2019

دمکې عظیم الشانه فتح! دمهاجرینو دمتروکه کورونودبیرته سپارلو مسئله

دمکې عظیم الشانه فتح! دمهاجرینو دمتروکه کورونودبیرته سپارلو مسئله

ابوظهیر:
دمکې کافرانودمهاجرینوکورونه ، دهغوی جایدادونه اواملاک قبضه کړي وو، کله چې رسول الله ص د مکې فتح په ورځ له خطبې فارغ شو،دکعبې مبارکې دوازه کې لا ولاړو، چې له ښکته مجمع څخه ابو احمدبن جحش په نوم یومهاجرصحابي پورته شواودخپل هغه کورورسپارلوپه اړه یې عرض وکړ،چې ابوسفیان دنوموړي دهجرت وروسته په څلورسوه دینارپلورلی و، رسول الله ص هغه ځان ته نژدې وغوښته اوپه ورویې ور ته څه وفرمایل:چې په اوریدو یې ابو احمدبن جحش چوپ شو؛ وروسته خلکو له ابو احمد بن جحش نه وپوښتل تاته رسول الله ص څه وویل؟ ابو احمد په ځواب کې وویل:
رسول الله ص ماته وفرمایل:که صبروکړې دابه ستا لپاره غوره وي او ددې عوض کې به تاته په جنت کې کور درکړل شي ماعرض وکړ زه صبرکوم.
پر هغه علاوه نورومهاجرینو صحابه ووهم غوښتل چې هغوی ته خپل کورونه وسپارل شي رسول الله ص هغوی ته وفرمایل:
ستاسوکوم مالونه چې دالله تعالی په لارکې لاړدي، تاسوته بیرته دهغوسپارل زه نه خوښوم!
ددې په اوریدو ټول مهاجرین چوپ شول او کوم کورونه اومالونه چې هغوی دالله تعالی اودهغه درسول ص لپاره پريښودي وود هغو دبیرته ورسپارلو غوښتنه یې ونکړه اوپه کوم کور کې چې رسول الله ص پخپله پیداشوی و اوپه کوم کورکې چې دحضرت خدیجه رص سره یې واده کړی ی و،رسول الله ص هغه هم یاد نکړ( الصارم المسلول:۱۵۴مخ)
له عامه عفوې وروسته دخاصومجرمینوپه اړه احکام:
دمکې دفتح په ورځ رسول الله ص عمومي عفوه اعلان کړه، چاچې درسول الله ص په لارکې ازغي غورځولي وو،یاچاپه تیږوویشتلی وواوکوم کسان همیش درسول الله ص پخلاف جنګیدلي وو اوچا درسول الله ص ښنګري مبارک په وینوسره کړي وو هغوی ټول یې وبښل لیکن دڅوتنو هغوپه اړه چې نهائي درجه ګستاخان اوبدژبي وو حکم یې وکړچې:هرځای په لاس درځي هغوی قتلوئ ، ددغسې خلکوپه اړه دالله تعالی حکم دی:
مَّلْعُونِينَ ۖ أَيْنَمَا ثُقِفُوٓاْ أُخِذُواْ وَقُتِّلُواْ تَقْتِيلًا سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلاً
ژ: دامعلونین چې هرځای لاس درځي، نیسی یې،وژنی یې څنګه چې دپخواینومفسدینوپه باره کې دالله تعالی سنت دی او دالله تعالی په قانون اوعادت کې هیڅ تغیراوبدلون نه مندل کېږي.
زکه چې دالله تعالی دپیغمبرص عزت، توقیر او تعظیم ، دهغه حمایت اومرسته په ټول امت باندې فرض ده او دهغه سپکاوی دالله تعالی ددین سپکاوی دی ( العیاذبالله)
دقاضي عیاض په شفاء کې دي:چې کله هارون رشید دامام مالک رح نه درسول الله ص په شان کې دګستاخي کونکي دحکم په اړه پوښتنه وکړه نوهغه رح وفرمایل:
مابقاءُ الاُمةِ بعدَ شتمِ نَبِیهاَ
ژ: دهغه امت به څه ژوند وې چې پیغمیبرته یې کنځل کېږي.
حافظ ابن تیمیه رح په زمانه کې یو نصراني درسول الله ص پشان کې ګستاخې وکړه نوموصوف په ۶سوه مخونوکې یوضخیم کتاب ولیکه او نوم یې ورته [ الصارم المسلول علی شاتم الرسول] کیښود، په کوم چې موصوف په قرآني ایتونو، نبوي احادیثو، دصحابه وو او تابعینوپه اجماع، او دراشدینو خلفاوو په تعامل اوپه عقلي دلایلوسره شاتم الرسول واجب القتل ثابت کړی دی.
نوکومو خلکوپه اړه چې دمکې دفتح په ورځ دا حکم وشو چې هغوی هرځای ومندل شول هلته دي ووژل شي ټول پنځلس یا شپاړس کسان وو، تفصیل یې لاندې راځي:
لومړی: عبدالله بن خطل:
دا اول مسلمان شوی و، رسول الله ص عامل مقرر کړ دصدقاتو راټولولو لپاره یې واستاوه، ورسره یوغلام او انصاري مسلمان هم ملګري وو، کله چې یوپړاو سفریې طی کړ، ابن خطل غلام ته دخوړو تیارولو حکم وکړ، غلام ته خوب ورغلی و خواړه یې نه ووتیارکړي، کله چې بن خطل بیدار شو او وې لیدل چې غلام خواړه ندي تیار کړي په غوسه شو او پورته شو غلام یې قتل کړ ، ددې وروسته ورسره ډارپیداشو چې رسول الله ص به خامخا ما قصاص کوي نومرتد شو او مکې ته وتښتید، دمشرکانو سره یوځای او هم دصدقاتو اوښان یې ځان سره بوتلل، هلته به یې درسول الله ص په هجوکې شعرونه جوړول اوبیا به یې په وینځو سندریز کول نو دابن خطل جرمونه درې وو:
۱ – ناحقه قتل ۲ – مرتدکیدل ۳ – درسول الله ص په هجوکې اشعار ویل
ابن خطل دمکې دفتح په ورځ ځان دکعبې په غلاف کې پټ کړی و، رسول الله ص ته خبرورغی چې :
ابن خطل دبیت الله په غلاف کې ځان پټ کړی دی
رسول الله ص وفرمایل: هم هلته یې قتل کړئ
په دې سره ابوبرزه اسلمي اوسعدبن حریث ورغلل او هلته یې قتل کړ،دحجراسود اومقام ابراهیم ترمنځ یې سر ترې قلم کړ( الصارم المسلول ۶۳۳مخ، زرقاني ۲ټوک ۳۱۴مخ)
دوهم – دریم فرتنی اوقرَیبَه
دا دواړه دابن خطل وینځې وې، دواړو به شپه ورځ درسول الله ص په هجو کې اشعار ویل، سندرې به یې ویلي، یوه ووژل شوه اوبلې دامن غوښتنه وکړه هغې ته امان ورکړای شو او حاضره شوه مسلمانه شوه ( الصارم المسلول ۱۲۶مخ)
څلورم: ساره
دا په بني المطلب کې دچا وینځه وه، دې هم درسول الله ص په هجو کې اشعارویل ،ځیني روایان وایي ووژل شوه اوځیني بیا وایي: اسلام یې راړو اودحضرت عمررض دخلافت زمانې پورې ژوندۍ وه او دا هم هغه میرمن ده چې دحاطب بن بلتعه خط یې ځان سره مکي ته وړو. او رسول الله ص دوحي په زریعه خبروشو…
پنځم :حُویرث بن نقید:
دا شاعرو او درسول الله ص په هجو کې به ده هم شعرونه ویل،دمکې دفتح په ورځ یې وینه هدر اعلان شوه اوعلي رض قتل کړ( زرقاني ۲ټوک ۳۱۵مخ)
شپږم مقِیس بن صبابه:
دا اول مسلمان شوی و، په ذی قُردغزوه کې یو انصاري دهغه په ورور(هشام) ددښمن ګومان وکړ او په خطاء سره یې قتل کړ ، رسول الله ص هغه ته ددیت ورکولو حکم وکړ،مقیس ددیت اخستو وروسته هغه انصاري قتل کړ اومرتد شو مکي ته وتښتید، دمکي دفتح په ورځ رسول الله ص دهغه وینه هم هدراعلان کړه نمیلة بن عبد الله لیثي ورغی او قتل یې کړ( فتح الباري ۸ټوک ۹مخ)
اووم عبد الله بن سعد بن ابی سرح:
دا هم اول مسلمان شوی و او درسول الله ص دوحي لیکلو کاتب و، دعثمان رض رضاعي رورو،دمکې دفتح په ورځ پټ و، اخر دعثمان رض سره یوځای یې ځان درسول الله ص په خدمت کې حاضرکړ،رسول الله ص له خلکونه بیعت اخیسته او عثمان رض عرض وکړ:
یارسول الله!، عبدالله حاضردی، له ده هم بیعت واخلئ،
رسول الله ص ترڅه وخته سکوت وکړ،بیا عثمان رض څو واره غوښتنه تکرار کړه، رسول الله ص له ابن ابی سرح نه بیعت واخیست او اسلام یې قبول کړ په دې توګه نومووړی وبښل شو
وروسته صحابه ووته یې وفرمایل: په تاسو کې یوهم پوهیدونکی تن نه و چې کله ما ورسره دبیعت نه لاس ونیو باید یوتن پورته شوی وای او هغه یې وژلی وای ، چا عرض وکړ چې دالله رسوله ! هغه وخت به دې موږ ته اشاره کړې وه! رسول الله ص وفرمایل : له پیغمبر سره اشاره بازې خوند نکړې
داځل عبد الله بن ابي سرح په نهایتي رښتنولۍ سره اسلام قبول کړ او بیا ورڅخه هیڅ کومه خبره ښکاره نشوه، دحضرت عمر اوحضرت عثمان رض په زمانه کې دمصر والي و، او دحضرت عثمان رض په زمانه کې ( دخلافت په ۲۷- یا ۲۸) کال افریقا هم دنوموړي په مشرۍ فتح شوه ‎چې کله یې غنیمت مال وویشه نو دیو، یوسړي په برخه درې درې زره دینارورسیدل ، دحضرت عثمان رض دشهادت وروسته دفتنو څخه یې ځان جلاکړ، او نه یې دحضرت علي رض په لاس بیعت وکړ اونه دحضرت معاویه ، دحضرت معاویه په روستۍ زمانه کې عسقلان کې وفات شو ، او دوفات یې هم عجیبه واقعه ده یوه ورځ سهارپورته شو او دا دعاءیې وکړه
اللهم اجعل آخرعملی الصُبحُ
ژ: اې الله زما وروستی عمل دي دسهاروخت وي
اودس یې وکړ،لمونځ یې وکړ،ښي اړخ ته یې سلام وګرځاوه کیڼ اړخ ته یې سلام ګرځاوه چې روح یې پروازوکړ انا لله وانا الیه راجعون رضی الله عنه وارضاه( الاصابه ۲ټوک۳۱۶مخ)
اتم عکرمة بن ابي جهل:
دا هم دهغوخلکوڅخه و چې وینه یې دمکې دفتح په ورځ مباح ګرځول شوې وه، عکرمه دابوجهل ځوی و،دپلارپشان هغه هم درسول الله ص دسرسختو دښمنانوڅخه و، دمکې دفتح وروسته وتښتید او یمن ته لاړ، دعکرمه میرمنې اُم حکیم بنت حارث بن هشام اسلام راوړو او رسول الله ص ته هغه راغله دخپل میړه لپاره یې دامن غوښتنه وکړه، رسول الله ص دعکرمه بن ابي جهل لپاره دهغې غوښتنه اومنله اوهغه ته یې امن ورکړ
عکرمه دیمن ساحل کې کښتۍ ته ختلی و، خوکښتۍ تیزو هواګانو تم کړې وه ، عکرمه دغه مهال لات و عزاته دمرستې لپاره چغې وهلې، دکښتۍ نورو سپروکسانو ویل: دلات وعزا نه دهیڅ کارتمه نشي یواځي یوخدای ته چیغې کړئ
عکرمه وویل:
په خدای سوګند کوم څیز چې دخدای ج پرته دسمندرپه اوبو کې په کار رانشي نوپوی شه چې هغه په وچه کې هم دخدای ج پرته په کارنه راځي
په زړه کې یې کلکه وعده وکړه
الله! زه تاسره عهد کوم که تا له دې پریشانۍ ماته نجات راکړ، خامخابه زه دمحمد ص په لاس کې خپل لاس ږدم او یقیناً به هغه لوی بښونکی اومهرباني کونکی ومومم
په دې وخت کې دعکرمه میرمن اُم حکیم هلته ورسیده او عکرمه ته یې وویل:
اې دتره ځویه! زه دیوډیر نیک، اوترټولو زیات صله رحمي کونکي او ترټولو غوره شخص څخه راغلې یم، ته خپل ځان په هلاکت کې مه اچوه ما درسول الله ص نه تا لپاره امان ترلاسه کړی دی
ددې په اوریدو عکرمه داُم حکیم سره یوځای روان شو ،په لارکې یې غوښتل خپلې میرمنې سره مباشرت وکړي خوهغې( اُمِ حکیم) ورته وویل: اوس خو ته کافریې اوزه مسلمانه یم! عکرمه وویل: ښکاري ته کوم لوی څیز منع کړې یې!
دایې وویل اومکي ته روان شول رسول الله ص صحابه ووته وفرمایل:
یَاتیکم عکرمةُ مؤمناً فَلاتَسبُوا اباه، فَاِن سبَّ الَمیِت یؤذِی الحیّ
ژ: عکرمه مومن رادرومي تاسو دهغه پلارته بد مه وایاست زکه چې مړوته په بدو ویلو سره ژوندیوته تکلیف رسي.
عکرمه رسول الله ص ته راغی او په مخ کې یې ودرید، میرمن یې ورسره وه هغې پرده کړې وه او عرض یې وکړ:
دا زما میرمن ده ، دې ماته خبرراکړ چې تا ماته امان راکړی دی
رسول الله ص وفرمایل: هو!دې تاته رښتیا ویلي تاته امان دی، عکرمه وویل: ته دکوم څیزلورته بلل کوي رسول الله وفرمایل:
ددې خبرې شهادت وکړه چې الله یودی او دهغه نه سیوا بل معبود نشته او زه دهغه رسول یم ، لمونځ کوه اوزکات ورکوه
او ددینه علاوه نور څه احکام یې هم ورته تلقین کړل عکرمه وویل:
بیشکه ته دغوره اوخیرپه لوربلل کوي او یارسول الله ددې حق لورته دعوت نه وړاندې هم ته زموږ ټولو نه رښتونی اونیکې کونکی وي
ددې وروسته یې وویل: اشهد ان لا اله الا الله وان محمدا عبده ورسوله
بیا عکرمه وویل: زه الله تعالی او تاسوټول شاهدان ګرځوم چې زه مسلمان، مجاهد او مهاجریم ( زرقاني ۲ټوک ۳۱۴مخ)
عکرمه عرض وکړ یا رسول الله ص ماته بښنه وغواړه ،رسول الله ص ورته دمغفرت دعاء وکړه عکرمه وویل:
دالله رسوله! سوګند په الله! کوم څه چې ما دالله ددین په مخنیوي کې خرچ کړي اوس به دخدای په لاره کې دهغه دوه چنده خرچ کوم اوڅومره قتال چې ما دخدای او دهغه درسول پخلاف کړی دهغه نه څوچنده زیات به دالله تعالی په لارکې کوم اوپه کوم کوم ځای کې مې چې دالله تعالی ددین څخه خلک ګرځولي هلته به ځم خلک به دالله دین ته رابلم
دحضرت ابوبکرصدیق رض په زمانه کې چې کله دمرتدینو دمقابلې لپاره لښکر روان شو نو دهغه لښکر مشر عکرمه وه، نوغرض داچې پاتې عمر یې دخدای او دهغه درسول ص ددښمنانو سره په جهادو قتال کړ تیرکړ او دحضرت ابوبکرصدیق رض په خلافت کې اجنادین جنګ کې شهید شو،په جسم یې دغشو اوتورو له اویاوو نه زیات ټپونه وو ( الاستیعاب لابن عبدالبر ۳ټوک ۱۴۸مخ) نوربیا

Related posts