اګست 24, 2019

افراط او تفریط د اسلام له نظره

افراط او تفریط د اسلام له نظره

ليکوال: استاد توریالی ( همت)

الله تعالی د بقری سورت په ۱۴۳ آیت کې داسې فرمایلی ترجمه: (همدا شان مونږ تاسې منځنۍ امت ګرځولي یاست محترمو لوستونکو! دا يو څرګند او منلی حقیقت دی چې د اسلام مقدس دین او د محمدي شریعت د افراط او تفریط ترمنځ معتدل دین دی نه پکې د نصاراو په شان افراط شته چې عیسی علیه السلام يې د الوهیت درجې ته رسولی او نه پکې د یهودو غوندې تفریط شته چې د پیغمبرانو په وژلويې هم صرفه نه ده کړې فلهذا ټول مسلمانان خصوصأ ځوانان باید د وسط او اعتدال په ګاڼه ځانونه سمبال کړي مسلمانان باید د ظالمو چارواکو او یرغلګرو بهرنیانو په مقابل کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم خلفاء راشدینو او اصحابو کرامو تګ لاره او سیاست غوره او خپل کړي او د هغوی په نقش قدم باندې روان شی، محترمو مسلمانانو په اسلامي هیوادونو کې د چارواکو مختلف ظلمونه او د خلکو حقونه خوړل د افراط او تشدد ستر لامل دی. دا هم يو منلی حقیقت دی چې لویدیز په اسلامي نړۍ کې د افراط او تفریط زیاتولو هڅې کوي په افرادو او ډلو کې د افراط او تفریط تخم کري فلهذا مسلمانان باید تر نورو وړاندې دې ستونزې ته پاملرنه او توجه وکړي او د مخنیوي لپاره یې معقولې لارې چارې ولټوي ځکه د دغو ناروغیوتر ټولو زیات نقصان مسلمانانو او ګټه يې د اسلام دښمنانو ته رسیږي. قدرمنو لوستونکو! د اسلام دښمنان خو افراط او تفريط په اسلام کې پخوانی خبره بولي خو په حقیقت کې اسلام له دواړو نه نفرت او کرکه لري اسلام د اعتدال دین دی اسلام په دې اړه څرګند حل او درملنه وړاندې کړې ده مونږ او تاسې باید د دې مسئلې د حل لپاره د خپل دین عقیدې ، شریعت ، اخلاقو، روایاتو، ارزښتونو او تاریخ ته مراجعه وکړو او د اسلام په رڼا کې پرې بحث وکړو نه د پردیو او د اسلام د دښمنانو د افکارو په رڼا او آینه کې لومړی باید پدې پوه شو چې افراط او تفریط څه شی دی ؟! ډير کفري هیوادونه او د هغوی پلویان لکه کمونستان، لیبرالان او سیکولران په اسلامي هیوادونو کې هغو شیانو ته هم افراط وایې چې هغه هیڅکله افراط نه دی مثلا که مسلمانان په خپلو هیوادونو کې د اسلامي شریعت حاکمیت غواړي دا افراط نه دی بلکې دا يې مسئولیت ، فریضه ، وجیبه او حق دی کله چې مسلمانان د ښکیلاکګرو د ظلم او تیري پر وړاندې مقاومت کوي دا هيڅکله افراط او تشدد نه دی کله چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د ژوندي کولو او ساتلو غوښتنه کوي او د فساد په ضد جګړه کوي دا افراط نه بلکې يو قانونی حق یې دی ، سره له دې چې ځینې ډلې او افراد دا کارونه هم افراط او تشدد بولي خو دا کسان یا په خپل اجتهاد کې تیروتلي دي او یا د اسلام د قسم خوړلو او مکارو دښمنانو تر تاثیر لاندې راغلی غواړی د اسلام حقیقی بڼه د خلکو تر نظره افراط او تشدد وښيي او نوی ځوان نسل تفریط ته راکش کړي الله تعالی دې دوی ته هدایت وکړي په حقیقت کې پورته ذکر شوي کارونه سرته رسول د هر مسلمان وجیبه او فریضه ده او د دې کارونو مقابل کې سکوت تفریط او ګناه ده چې کله کله مسلمان له ایمان څخه هم پرې خلاصیږي . ګرانو لوستونکو! په حقیقت کې د افراط او تفریط پر ضد ضروري ګامونه اخستل دا دي چې اسباب او عوامل يې له منځه یوړل شي او د دې اسبابو په سر کې د ښکلاکګرو له خوا د اسلامي هیوادونو لاندې کول ، ځمکه او فضاء يې په اختیار کې لرل په ټولنه کې فساد او فحشاء خورول دا چې نن اسلامي نړۍ له دې ناوړه حالت سره مخ ده او د مسلمانانو د عقایدو ، شعایرو ، سپیڅلو اشخاصو او خاصو ځایونو سپکاوی او بې حرمتي کیږي دا هم دهغه چا له لوري کیږي چې په اسلامي هیوادو يې تیری کړئ دا چې د مسلمانانو طبيعي زیرمې او مالونه لوټ کیږي مظلوم مسلمانان په يو او بل نوم وژل کیږي، په زندانونو کې ساتل کیږي ، مسلمان ځوانان فساد او فحشاء ته هڅول کیږي نو ضرور به مسلمان ځوانان د همدې
ظلمونو او تیریو له امله مقابلې ته اړ کیږي پدې وخت کې بیا مسلمانان د ښکیلاکګرو مقابلی ته را پورته کیږي مقاومت پیلوي له دوی څخه به په خپلو کارونو کې کله کله افراط وشي چې اصلي لامل یې د ښکیلاک ظلمونه او شتون دی ترڅو چې په اسلامي
هیوادونو کې ښکیلاکګر ځواکونه په پټو او ښکاره جګړو اخته وي په مقابل کې به یې د دفاع او ازادی مقاومت ضرور روان وي او دغه محال به په ځینو حالاتو کې افراط هم را منځته کیږي دا يوه طبیعي خبره ده. محترمو لوستونکو! په اسلامي هیوادونو کې د واکمنو چارواکو لخوا په خپل ولس باندی استبداد، فساد ، ظلم او د هغوی مال او حق خوړل د دې لامل شوی چې په ځوانانو کې د افراط او تشدد روحیه پیداکړي ځکه چې کله ځوان نسل دا وګوري چې نظامونه يې له اسلام سره په جګړه اخته دي اسلامي شریعت د حاکمیت په ځای څنډې ته شوی، خلک په وضعي قوانینو پریکړې کوي د مسلمانانو ضد ایتلافونو کې په بیلابیلو نومونو او دلايلو ګډون کوي د خپل ګران وطن ځمکه اوهوا د پردیو په اختیار کې ویني مسلمان ولس خصوصأ ځوانان چې دا وضعیت ګوري زړه کې يې اور بليږي نو د دفاع احساس او د ظلم څخه د خلاصون فکر او جذبه ورسره پیدا کیږي د مقابلې او غچ اخستو لپاره راپورته کیږي دا يواځې د نظامونو په ضد نه بلکې هر څوک چې له دغه ډول کارونو سره اړیکې لري او دا نظامونه تقویه کوي ځوانان ترې کرکه کوي او دغه یاد کارونه ټول د دې لامل کیږي چې په ځوانانو کې د افراط فکر پیدا او تغذيه شي. ګرانو لوستونکو! که څوک غواړي چې دغه وضعیت سم شي باید په نظامونو او سیاسی وضعیت کې اصلاحات راشي د اولسونو غوښتنو ته درناوی وشي عدل او انصاف په ټولنه کې خپور شي ګوندونو ته د حقيقي ازادی لارې پرانستل شي که دا کارونه وشي نو ورو ورو به د افراط او تفريط فکر له ټولنې څخه ورک شي او ټولنه به د ارام او سکون ساه واخلي . قدرمنو لوستونکو! د افراط او تفریط اسباب و عوامل دا هم دي چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د بې لاری کولو او له اسلام څخه د لرې کولو کوششونه کیږي همدارنګه له اسلامي تاريخ اخلاقو، ادابو، روایاتو، ارزښتونو او له اسلامي احکامو څخه ناخبري او یا ورسره دښمني ده او هم د افراط بل لامل دا دی چې څوک په اسلام صحیح عمل کوي نو هغوی ته سخت دریځه متشدد او افراطی ویل کیږي او یا هم اسلام سخت دریځه بولي او اوس خو د اسلامي فکر په وړاندې منفي تبليغات په ښکاره توګه کیږي خلک د الحاد او مرتدانو په شکل کې څرګنديږي او په څرګنده توګه په اسلام نیوکې کوي ډیر خلک د فرهنګيانو، ليبرالانو، کمونستانو ، دیمکراتانو سیکولرانو مدني ټولنو او داسې نورو نومونو لاندې په اسلام نیوکې کوي غربي موسسې او هیوادونه د دغو ناوړو افکارو هرکلی کوي ، د فعالیتونو زمینه ورته برابروي او دغه ډول خلک د اسلام خلاف هڅوي او مرستې ورسره کوي همدا ډول بې دینه خلک د خپل شهرت او نوم لپاره پر اسلام او مسلمانانو نیوکې او ملنډې د ځان حق او شهرت او غرب ته د رسیدو لنډه لار ګڼي، ګرانو لوستونکو! هغه څوک چې په اسلام ، قران کریم، احادیثو، حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ، امهات المؤمنين ، صحابه کرامو او نورو اسلامي شعایرو او ارزښتونو نیوکې کوي هغوی تقدیر کیږي چې دا نور هم افراط ته لاره برابریږي دا هم یو حقیقت دی چې کفري هیوادونه په لوی لاس غواړي چې اسلامي ډلې او مسلمانان د تشدد اوافراط موقف خپل او ټینګ کړي خو دا هیڅکله پدې معنی نه شي کیدای چې دغه ډلې او افراد به د کفري هیوادو د ګټو لپاره کار کوي کفري هیوادونه غواړي چې داسې فضا را منځته شي چې د خپلو ګټو لپاره په مسلمانانو تورونه ولګوي مسلمانان بدنام او له خپلې داعیی او نصب العین څخه چې د خدای په ځمکه د خدای قانون نافذول دي) را وګرځوي او ټول اسلامي امت د غرب د غلامۍ کړۍ او ځنځیر په غاړه کې واچوي خو دا ارمان به ان شاء الله تعالی د خپلو اسلافو په شان له ځان سره ګورته وړي که د اسلام دښمنان په مادي لحاظ ډير قوي دي خو رب العالمین قویتر او په هر څه عزیز او قادر دی دا هم يو څرګند حقیقت دی چې الله تعالی عادیان ، ثمودیان، فرعونیان ، نمرودیان، چنګیزیان، انګریزان، روسان او نور مغرور، مغرور ظالمان په کمزورو او ضعیفو مخلوقاتو تباه او برباد کړي ان شاء الله تعالی چې ننني مغرور یرغلګر به هم له ټولو اسلامي هیوادونو څخه ذلیل او سر ټیټي د تیښتې لار خپلوي په شرط د دې چې مونږ مسلمانان په صحیح توګه صحيح مسلمانان شو او د الله تعالی اوامر ومنو او له نواهيو څخه يې ډډه وکړو . وماذالک على الله بعزيز، وما علينا الا البلاغ ژوندی دې وي اسلام سر لوړي دي وي مسلمانان.

Related posts