اکتوبر 18, 2019

بیځایه غرور د ماتي لویه نښه…!!

بیځایه غرور د ماتي لویه نښه…!!

د ورځي خبره:

امریکایی مشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا زموږ د ګران هیواد افغانستان په اړه داسي له بشري پولو وتلې خبرې وکړې چې یو ولسمشر څه چې هیڅ یو د سلیم العقل وګړی یې هم نشي کولای.
امریکا چې له یوې خوا نړۍ ته د بشریت د خواخوږۍ درس ورکوي، خو له بلي خوا بیا بشري نړۍ ته د یو ناسالم وګړي په خوله داسي پیغام لیږي چې له هر ډول انساني فراست او خواخوږۍ څخه عاري وي.
د ظاهري اسبابو له پلوه یو ناتوانه ملت ته داسې انساني ضد اخطار ورکول، چې ګویا د ځمکي له نقشې به مو محوه کړم؛ د دې ګواهي ورکوي چې اصلاً دوی (امریکایان) هیڅ بشري حس نلري او د بشریت په نوم دعوې یې ټولي په دروغو بنا دي.
د ټرمپ له ناسنجیده څرګندونو نه دا هم ښه واضحه شوه چې هغوی افغانستان ته هیڅکله د آبادۍ په نیت نه، بلکې د تباهۍ په اراده راغلي وو. د ګوډاګیانو هغه توجیهات چې د امریکا یرغل ته به یې تراشل؛ هم د ټرمپ خبرو دروغ ثابت کړل.
ځکه خو یې په شل کاله کې یوه د پام وړ پروژه افغانانو ته په سوغات کې ورنکړه. پرته له دې چې شپه او ورځ یې ورته مرګونه او زخمونه ډالۍ کړي.
امریکایی ټرمپ باید په دې پوه شي چې افغان ملت یو سپیڅلی مسلمان تاریخي ملت دی، که څه هم د ظاهري اسبابو له پلوه ناتوانه دی، خو په معنوي لحاظ دومره ستر دی چې شل امریکاوي یې سیالي نشي کولای، افغان ولس پر هغه ذات یقین او باور لري، د چا په ولکه کې چې د دنیا د ورانۍ او آبادۍ مکمل اختیار دی، همغه واحد او لاشریک ذات دی چې د انساني تاریخ په اوږدو کې یې تر ټرمپ په ځلونو ستر فراعنه د کمزورو خو ریښتینو انسانانو په لاس را نسکور کړي دي.
ټرمپ چې نن په ډېر حقارت سره د افغانستان نوم یادوي او وایی چې که مې غوښتلای د ځمکي له نقشې به مې حذف کړی وای؛ همدا وړوکی افغان ولس و چې په تېره یوه پیړۍ کې یې تر ده وړاندي دوې ستري امپراتورۍ را نسکوري کړې، درېیمه یې همدا ستا امریکا ده چې اوس د تیښتي په لټه کې لالهانده ګرځي.
افغان ولس پر هیڅ چا ظلم نه کړی او نه به یې وکړي، خو چې څوک مغرور په نړۍ کې پیدا کیږي او په ظلم سره ورباندي تیری کوي، بیا افغان داسی ملت نه دی چې څوک دې روغه ککرۍ تري وباسي، ټرمپ باید خپل غرور بیرته واخلي، او په دې پوه شي چې افغانستان تش نوم نه دی، بلکي دا په تاریخ کې ثابته د امپراتوریو هدیره ده.
بیا هم افغان ملت د امریکا پر ټول ولس داسی ګمان نه کوي چې هغوی ټول د ټرمپ غوندي ناسنجیده او له انساني زړونو خالي مخلوق دی، ښایی ډیری لږ وګړي یې د ټرمپ همغږي انسانان وي، ځکه هیڅ سلیم الفطرته انسان د دا ډول ناسمو څرګندونو جرأت نه کوي.

حقیقت دا دی چې د امریکا یرغلګر واکمن او پوځي جنرالان لومړی د خپل غرور پر نیلي سپاره افغانستان ته په دې هیله داخل شول چې ګویا دا جغرافیه به هرو مرو د دوی تلپاتي قرارګاه وي، دوی داسي فکر نه کاوه چې د یو کمزوري خو په معنوي لحاظ باتور ملت له لاسه به بالاخره، د نړیوال زبرځواک اجنډاوې په خوب او خیال بدلیږي، او د ماتي پر داسي ګړنګ به دریږي چې که په تیښته ځان ونه ژغوري؛ ورلویدل به یې حتمي چاره وي. همدا ستر لامل ګڼل کیږي چې اوس د هغه نا اټکل شده شکست د پټولو په موخه دا ډول ناسنجیده څرګندوني کوي.

پای …………..!

Related posts