اپریل 06, 2020

فاریاب، په جمعه بازار ولسوالۍ کې د نجونو لپاره یوه دیني مدرسه پرانيستل شوه

فاریاب، په جمعه بازار ولسوالۍ کې د نجونو لپاره یوه دیني مدرسه پرانيستل شوه

د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصيلاتو د کمېسیون له شرائطو او مقرراتو سره سم د فاریاب ولایت په جمعه بازار ولسوالۍ کې د نجونو لپاره یوه دیني مدرسه پرانيستل شوه.

د(حضرت عمرفاروق)رضی الله عنه په نوم  دغه نهاريه مدرسه د یادې ولسوالۍ اړوند د غزاریک په سیمه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افتتاح شوه .

د یادونې وړ ده چې د مدرسې د پیل په لومړۍ ورځ (۱۲۰) نجونو د داخلې لپاره خپل نومونه ثبت کړل.

غونډه کې علماء کرامو، ولسي مخورو او عامو هیوادوالو ګډون کړی وو چې یو شمیر جیدو علماء کرامو د غونډې برخوالو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې .

یاد مراسم د معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

۳-۲۷-۲۰۲۰

Related posts