اګست 24, 2019

د بادغیس په تګاب علم کې یو دارالحفاظ پرانيستل شو

د بادغیس په تګاب علم کې یو دارالحفاظ پرانيستل شو

د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصيلاتو د کميسیون د مسوولینو په هلو ځلو د بادغیس ولایت په تګاب علم ولسوالۍ کې یو دارالحفاظ پرانيستل شو.

دغه دارالحفاظ د چاه جلال په باراز کې څو ورځې وړاندې افتتاح شو.

دارالحفاظ د ولسي خلکو په مرسته جوړ او لسګونو تنو زده کونکو زده کړې پکې پيل کړې.

۲۰۱۹-۷-۲۳

Related posts