اپریل 03, 2020

د بندیانو آزادي، د سولې پر خوا مثبت قدم…!!

د بندیانو آزادي، د سولې پر خوا مثبت قدم…!!

د ورځي خبره:

د دوحې د تړون د تعمیل په موخه پرون د ویډیو له طریقه د کابل ادارې خلکو د اسلامي امارت د بندیانو د څانګي له تخنیکي ټیم سره د امریکایی او قطري استاځو په وړاندي ژمنه وکړه چې د بندیانو د خلاصون لړۍ به یوه اونۍ وروسته په رسمي توګه عملاً پیل کوي.
د هیواد د آزادۍ په ګناه اسیران شوي افغانان له زندانونو آزادول؛ ثابتوي چې د سولي پرخوا مثبت ګامونه اخیستل کیږي او د سولي لاره نوره هم را لنډيږي.
دا چې بین الأفغاني تفاهم څومره اړین دی، په دې کې هیڅ شک نشته، اسلامي امارت د افغانستان د اوږدې غمیزي د پای ته رسولو لپاره د ټولو افغانانو هم آهنګي او پر یو مشترک ارزښت سره را غونډیدل، ترټولو اشد او مبرم ضرورت ګڼي. د همدې پخاطر یې څو څو ځله د هیواد له ډېرو داسي څیرو سره چې د هیواد په څلویښت کلنه او یا شل کلنه غمیزه کې یې د ملي او اسلامي خیانت ترکچي جفاکارانه کړني ترسره کړې؛ بیا هم له زغم، حوصلې، تدبر او دور اندیشي نه کار واخیست، انعطاف یې وکړ، پر یوه میز یې ناستې ته زړه ورسره ښه کړ، د زړه خواله یې ورسره وکړل، د دې لپاره چې ګوندي په هیواد کې مو د سپیڅلو جهادونو او د خپلواکۍ د ملي مبارزو ثمرات ضایع نشي. او دا دربدره افغانان یوه ښه ورځ وویني.
د امید ځای دا دی چې په اصولو کې ټول او یا ۹۹٪ سلنه افغانان د اسلامي امارت برحقي داعیې ته لبیک وایی، هغه دا چې د بهرني اشغال په کلي توګه خاتمه، او په هیواد کې د یو مستحکم افغان شموله اسلامي حاکمیت رامنځ ته کیدل دی.
امید دی چې بهرنیان او د هغوی کورني ملاتړي نور هم په دې ښه پوه شي چې د وحشت، ځور، مرګ، ژوبلي، آسارت، تعذیب او نورو ډول ډول غیر انساني کړنو پرځای دغه ډول بشردوستانه اقداماتو (د بندیانو آزادي) ته مخ اړول د دوی په خیر دی.
که چیري د دوحې د تړون آساسي او نور اړوند اړخونه د معاهدې تعمیل په مسئولانه ډول تعقیب کړي. نو له شک پرته چې د سولي لپاره به هیڅ ډول موانع پاتي نشي. ان شاءالله.

پای ……………..!
د ورځي خبره
2020- مارچ- 26

Related posts