اګست 22, 2019

د ټرمپ د وروستیو خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ټرمپ د وروستیو خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

تیره ورځ د امریکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم سره د خبرو په مهال ویلي چې که دی وغواړي د افغانستان جګړه په لس ورځو کې د لسو میلیونو افغانانو په وژلو سره ګټلی شي او ځينې نورې خبرې.
د ټرمپ دا دريځ چې نه غواړي نور په افغانستان کې د پولیس رول اداء کړي او دا جګړه له یوه بشپړ ملت سره ده چې د دې ملت په ژوند یې نشي ګټلای، مثبت ټکي دي، خو دا ادعا چې که وغواړي افغان ملت به له منځه یوسي، لس میلیونه افغانان به ووژني او ګواګې بایللې جګړه به په دې ډول وګټي بې مسئولیته خبرې دي چې موږ يې په کلکه غندو.
همدا ارمان چنګیز، انګریز او پخواني شوروي واکمنو ګورته ورسره یوړ، برعکس یې امپراطورۍ د مځکې له نقشې محوه شوې خو افغان ملت لا هسکه غاړه موجود او ژوندی دی او بیا به هم موجود، ژوندی او سرلوړی وي، ان شاء الله تعالی.
امریکا په تیرو اتلسو کلونه کې هم د افغانانو په وژنو کومه صرفه نه ده کړې، د بمونو د مور په شمول یې د ډلییز قتل مختلف النوع وسلې استعمال کړې، خو اتلس کلنې زور ازمایې ثابته کړه چې د تجاوز او زورزیاتي انتخاب کړې لار یې بې نتیجې ده او د افغانستان له تاریخ نه چې د امپراطوریو هدیره ده په ناخبرۍ دلالت کوي.
زموږ په نظر ښه داده چې ټرمپ د بې مسئولیته خبرو پرځای د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي، د ناکامه دريځونو او غیرعملي ادعاوو پرځای د منازعې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
افغان مسلمان ملت د ښه تعامل او مثبتو اړیکو خورا ښه دود او روښانه تاریخ لري، نو ښه به داوي چې د موضوع پر اساسي سولیز او معقول حل غور وشي او د اسلامي امارت له مذاکراتي سولیيزي حل لارې او طرحې چې ټول ملت یې همدا ستا سو په اعتراف تر شا ولاړ دی ګټه پورته شي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۰/۱۱/۱۴۴۰هـ ق
۱/۵/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/22م

Related posts