اګست 24, 2019

سرطان ……. د اشغال بل ارمغان

سرطان ……. د اشغال بل ارمغان

فاتح افغان:
اشغال د ټولو فسادونو مور ده، تاريخ شاهد دی چې هيڅ يوه هيواد د اشغال په شتون کې ښه ورځ نه ده ليدلې ، نه يې پرمختګ کړی او نه پکې سوله او ټيکاو راغلی، اشغال په ديني، فکري، کلتوري، تعليمي، اخلاقي، صحي، سياسي او اقتصادي برخو کې ډيرې ويجاړيانې رامنځته کوي چې ولسونه يې له لنډ مهاله او اوږد مهاله منفي اغيزو تر ډيره کړيږي.
هوکې! استعمار د بيلا بيلو فسادونو په رامنځته کولو سره غواړي ولسونه تذليل او ايل کړي او خپل پلانونه بې له مزاحمت څخه تطبيق او عملي کړي:
الله جل جلاله فرمايې: {قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ }النمل34
لنډ تفسير: ملکې (بلقيس ورته )وويل: پاچايان چې کله کومې سيمې ته په زور ننوځي فسادونه پکې برپا کوي، (ورانی او ويجاړی رامنځته کوي، د خلکو ترمنځ اختلافات اچوي، شته يې لوټي،) عزتمن خلک يې (په وژلو، نيولو، شړلو او د تذليل په نورو ډولونو ددې لپاره )سپکوي، (چې د خنډونو په لېرې کولو سره خپلو موخو ته درسيدو لپاره لاره هواره کړي.) (الله جل جلاله فرمايې: چې) همدا د دوی کړنه ده.
د اشغالګرو له پخوا راهيسې دا عادت دی چې د اشغال شوې سيمې په خلکو باندې هيڅ رحم نه کوي د ضرر وررسولو په لار کې له هيڅ نوعه جنايت څخه دريغ نه کوي، کورونه يې نړوي، چاپې پرې وهي، بمبار پرې کوي،خلک يې وژني ، نيسي يې، ربړوي يې، تذليلوي يې، له خپلو سيمو څخه يې شړي ويروي يې د خلکو ترمنځ يې اختلافات اچوي، د ولسونو ترمنځ مذهبي، سمتي او لساني توپيرونو ته لمن وهي، ډول ډول فتنې زيږوي ترڅو ورباندې خلک مصروف وساتي، اشغال له ولس څخه واک، اختيار او اراده سلبوي او په برخليک يې لوبې کوي.
موږ شاهدان يو د همدې کرغيړن امريکايې اشغال تر مستقيمې قوماندې لاندې مو په ديني ارزښتونو، اسلامي شعائرو او مقدساتو ملنډې ووهل شوې، د امريکايې اشغال تر ملاتړ لاندې ځينې کسان په جاره له سپيڅلي دين اسلام څخه مرتد او بې دينه شول.
د همدې امريکايې اشغال تر سيوري لاندې زموږ ارضی تماميت تر پښو لاندې شو، ملي ارزښتونو مو مسخره او د اشغالګرو د رضا لپاره د هغوی پښو ته غورځول کيږي.
د همدې اشغال تر سيوري لاندې بيکاري او جهالت کوم حد ته ورسيد؟ د فقر ګراف څومره لوړ شو؟ د جرمونو د کچې خو پوښتنه مه کوه، نا امنيو او جګړو زور واخیست، اداري فساد اوج ته ورسيد، د چور چپاول، رشوت، سود، غلاو او غصب بازار ګرم ده، اشغالګرو د ګران هيواد د معدنياتو او قيمتي ډبرو غلا ته مټې رابډ وهلي دي، او په منظم شکل د هيواد شته لوټي، د مخدره موادو قاچاق تر بل هر وخت زيات او د معتادينو شمير مليونونو ته رسيږي، د فحشا او اخلاقي فساد څپه خو دومره اوج ته رسيدلې چې هر وخت ميډيا په داسې خبرونو داسې شخوند وهي ته به وايې چې د تېرو اتلسو کالو ستره لاسته راوړنه ده.
لنډه دا چې د اشغالګرو په شتون کې هيواد ورځ تر بلې دتباهۍ پر لور ګامزن ده، د نيواک زيانونه دومره زيات او اظهر من الشمس دي، چې فکر نه کوم کوم د عقل څښتن دې ترې انکار وکړي، د اشغال له ورانکاريو څخه به يوازې هغه غلام فطرته خلک سترګې پټوي چې د اشغال په پيو تغذيه او داشغال په دوام کې خپله بقاء ګوري.
که د اشغال ويجاړيانې شمارو شايد يوه ليکنه يې احتواء ونکړای شي، خو رازو د اشغال په يوه داسې فساد رڼا اچوو چې صحي اضرار يې تر پيړيو پاتې کيږي او نسلونه نسلونه مو ګواښي.
هغه دا چې ګران هيواد افغانستان د امريکايې وسلو لپاره د ازميښت د ډګر او لابراتوار په توګه وکارول شو او کارول کيږي، د ګران هيواد زمکه او فضا د تور زړو حاقدو اشغالګرو په لاس کې ده چې هر وخت هر چېرې هر ډول وسله کارول وغواړي کارولی يې شي او هيڅوک کاږه هم نشي ورته کتلی.
څو مياشتې وړاندې د سټار اينډ سټرايپس په نوم امريکايي ورځپاڼې افشا کړه چې امريکا په افغانستان کې نوې کيمياوي وسلې ازمويې.
د کرغيړن صليبي اشغال له لوري د کيمياوي او زهر لرونکو وسلو بېدرېغه کارونې منفي اغېزې په دې وروستيو کې ورو ورو په راڅرګنديدو دي.

ولس شاهد دی چې په دې وروستيو کې د سرطان مهلکه ناروغی په هيواد کې په ډراماتيک ډول زياته شوې، د ډاکټرانو په باور د سرطان ناروغی د خپراوي تر ټولو مهم سبب د اوبو، هوا، او خاورې ککړتيا ده چې د بمبار او د اشغالګرو له لوري د بيلا بيلو وسلو په ځانګړې توګه د کيمياوي وسلو له کارونې په نتيجه کې منځته راځي.
په صحت وزارت کې د سرطان د کنترول د برنامې رئيس ډاکټر ميهن عبد الله، په جمهوريت شفاخانه کې د آنکولوژی دپارتمان مسوول داکټر ذبيح الله استانکزی او د کاپيسا د روغتون رییس ډاکټر روح الله له اسپوتينک اژانس سره په يوه ويډيويې مرکه کې د سرطان د نورو اسبابو تر څنګ په افغانستان کې د بېلا بېلو بارودو او کيمياوي وسلو کارونه په ګوته کوي.
څیړنې ښيي چې د جګړې د پاتې شونو له امله سرطان د ناروغی په افغانستان کې د خپرو شويو ناروغيو په سر کې قرار لري.
د سرطاني ناروغيو د تحقيقاتو نړيوال دفتر (International Agency for Research on Cancer = IARC) د راپور پر اساس په ۲۰۰۸ م کال کې په افغانستان کې دسرطان ۱۴۰۰۰ پيښې ثبت شوې وې چې شاوخوا ۱۱۰۰۰ ترې مړه اټکل شوي وو، دغې ادارې په ۲۰۱۲ م کال کې د سرطان پيښې ۱۶۰۰۰ اټکل کړې وې، او په ۲۰۱۵م کال کې يې ۲۰۰۰۰ اټکل کړې وې چې شاوخوا ۱۶۰۰۰ تنه يې مړه اټکل کړي وو، په ۲۰۱۸ م کال کې ازادی راديو د صحت وزارت په استناد راپور ورکړ چې سرطان ناروغی په افغانستان کې په چټکۍ سره پرمختګ کوي .
ويل کيږي چې په دوهمه نړيواله جګړه کې په هيروشيما او ناګاساګي باندې د اتوم بم له غورځولو وروسته د سرطان په ناروغانو کې په ډراماتيک ډول زياتوالی راغی.
پوځي شنونکي وايې : چې بهرنيانو افغانستان د خپلو وسلو د لابراتوار په مرکز بدل کړی دی، او خپلې زهري او اټوم لرونکي ډول ډول خطرناکې وسلې دلته ازمايې دوی وايې چې تر دې مخکې هم ورته وسلې استعمال شوې چې افغانانو ته يې ډير زيانونه اړولي دي، چې د بمونو مور يې ژوندی بېلګه ده.
پوځي شنونکی محمدا ګل مجاهد له کابل نيوز سره په خپلو خبرو کې وايې:
بدون له شکه چې افغانستان لابراتوار ده د نړی، دلته د مور بمونه خلک استعمالوي او ازمائش يې کوي دلته هر نوعه نوې سلاح چې دوی راباسي دلته ازمايش کيږي د دوی نوي عسکر چې جذب کيږي د ټرين لپاره د جنګ تربيت لپاره افغانستان ته راليږل کيږي، دلته روزل کيږي بيا بيرته ځي خپلو هيوادو ته.

د پوهانو په اند په پريمانه کچه يورانيم د امريکا له لوري په افغانستان کې کارول شوي، په داسې حال چې د وسلو له پاتې شونو څخه د افغانستان پاکولو ته هيچا پام نه ده کړی، او نه د چاپيريال متخصصين افغانستان ته راپريښودل کيږي.
دوکتور محمد داود ميرکی امريکا مېشتی افغان دی. په سياست او اقتصادي-اجتماعي پرمختګ کې متخصص دی او د دوکتورا تر مرحلې يې زده کړې کړي. په نړيواله سطحه پېژندل شوې څېره ده او په مختلفو نړيوالو غونډو او ټلويزيونو کې مېلمه کېږي. په افغانستان کې يې د يورانيمو د استعمال په اړه يې څېړنه کړې او په خپل کتاب : «Afghanistan after Democracy» – د دېموکراسۍ وروسته افغانستان- کې ليکي:
بيخي ښکاره او ثابته شوې ده چې دا وسلې په افغانستان کې استعمال شوي، په لومړی وار دوی دغه ډول وسلې له عراق سره په ۱۹۹۱م کال په جګړه کې استعمال کړې. د دغو وسلو له استعمال سره په بصره او نورو عراقي ښارونو کې سرطان زښت ډېر شو، ماشومانو چې به زېږېدل کاږه واږه به وو، نور بلا ډېر مرضونه پيدا او ډېر خواره شول.
کله چې پر افغانستان بريد وشو، موږ ډېر اندېښمن شوو چې په افغانستان به هم دغه ډول وسلې استعمال کړي او دوی په حقيقت کې استعمال کړې دوی اوس ترکيبي وسلې «Composite Weapons» جوړوي. دغه وسلو کې يورانيوم او خاص چاودېدونکي مواد سره يو ځای شوي. کله چې دغه بمونه والوځي يورانيوم په ډېرو وړو برخو ويشي، دومره وړې برخې چې په سترګو نه ليدل کېږي او انسان يې تنفس کوي، کله چې تنفس شي، دا په ششونو(سږو) او غدو کې جذبېږي چې دا د انسان په کروموزوم کې تغيير راولي چې د «DNA» يوه برخه ده. کله چې کروموزوم کې تغيير راغی، سرطان هم منځ ته راځي، د نارينه د اولاد پيدا کولو موادو کې هم تغيير رامنځ ته کېږي، انساني شکل هم دغلته خرابېږي، مطلب داچه د نویو زیږیدلو انسانانو ظاهری مخ او نور اندامونه به بالکل مسخ شوی بڼه لری پوزه ، خوله ،سترګی ، غوږونه او نور اعضا هیڅ یو به یی هم عادی او طبیعی نه وی.
دکتور مېرکی زياتوي: د امریکا له خوا استخدام شوي یورانیوم څلور سوه ملیارده کلونه غواړي چي اثر یې ورک شي.
د روغتيايې چارو يو بل متخصص فيض محمد صافی له کابل نيوز سره د خپلو خبرو په ترڅ کې وايې:
دوی که دغه ډول وسلې استعمالوي دا آدم کشان دي، دا د نړۍ د سطحې نه د مسلمانانو خصوصا د افغانانو دغه مکمل نسل ختموي، دا زروي سلاحګانې دي، دا زروي سلاحګانې د انسان د بدن په هره حجره باندې تاثير کوي، سرطان مينځته راوړی شي، مرګ مينځته راوړی شي، معيوبيت مينځته راوړی شي، د زړه امراض مينځته راوړی شي.
وړاندې زياتوي : متاسفانه چې د افغانستان مظلوم ملت ويده دې.

بناء افغانان بايد دا موضوع جدي ونيسي، په دې اړه خپل ږغ پورته کړي، ظلم ته “نه” ووايي، له اشغالګرو څخه خپل وطن آزادول زموږ تاسې ديني او ملي وجيبه ده، په دې توګه کولای شو خپل راتلونکي نسلونه د اشغال له ناوړه اغيزو څخه محفوظ وساتو.
او که خدای ناخواسته افغانان غلي کښيني، په سرونو به يې تجربې روانې وي او په راتلونکي کې به د کيمياوي وسلو ناوړه اغيزې تر ډيرو نسلونو پورې پاتې وي.

Related posts