اپریل 03, 2020

په بلخ، بغلان او لغمان ولایتونو کې د فاضلانو او حافظانو د بګړۍ تړلو په مناسبت ویاړمنې غونډې وشوې، انځوريز

په بلخ، بغلان او لغمان ولایتونو کې د فاضلانو او حافظانو د بګړۍ تړلو په مناسبت ویاړمنې غونډې وشوې، انځوريز

د بلخ ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو تر څارنې لاندې ددې ولایت د چهاربولک  ولسوالۍ اړوند د میشت خورو د سیمې په فیض القرآن مدرسه کې (۱۳) تنو حافظانو ته د فراغت بګرۍ ور پر سره شوې، همداراز د بلخ ولسوالۍ اړوند د نوآباد د سیمې د اصحاب صفه په مدرسه کې (۶) تنو د وړې دورې طالبانو او (۹) تنو حافظانو ته د فراغت د اعزاز بګرۍ وتړل شوې.

دغه راز د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ اړوند د ډنډ شهاب الدین د سيمې په منبع العلوم مدرسه کې (۷) تنو حافظانو ته، د تاله او برفک ولسوالۍ د برفک دسيمې  د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دارالحفاظ کې (۸) تنو حافظانو ته او د پلخمري ولسوالۍ اړوند د ډنډ غوري د خروټو د کلي د ملاعبدالله اخند زاده په مدرسه کې (۷) حافظانو، (۳)  تنو د وړې دورې طالب العلمانو او (۶) تنو د لویې دورې فاضلانو ته د فراغت بګړۍ ور پر سره شوې.

همدا رنګه د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند د نورلام صاحب درې په جامعه اسلامیه حنفیه کې (۵۸)  تنو حافظانو او قاریانو ته او د همدې ولایت اړوند د علیشنګ ولسوالۍ د ګړګړ د سیمې  د عبدالله بن مسعود رضی الله په مدرسه کې (۱۰) تنو حافظانو او فاضلانو ته د فضيلت دستار ورپر سر شو.

د پوهنې د مسوولینو له لوري په دې اړه سترې غونډې ترتيب شوې وې چې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، طالب العلمانو او زرګونوعامو وګړو پکې ګډون کړی وو.

د غونډو په ترڅ کې د قرآن کریم او د بخاري شریفې د ختمونو تر څنګ یو شمیر علماء کرامو د فکر جوړونې، اسلامي نظریې ورکولو، د غرب د تمدن او د ډیمکراسۍ په وړاندې د مبارزې کولو او نورو موضوعاتو اړوند ویناوې وکړې.

علماء کرامو د سیمې ولسونه د دیني مدارسو جوړولو او تمویلولو ته تشویق کړل چې په دې ډول دیني مدرسو ته اهمیت او لومړيتوب ورکړل شي او په ټولو سیمو کې جوړې شي.

۳-۲۴-۲۰۲۰

Related posts