اپریل 03, 2020

تخار، په خواجه غار ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو غونډه وکړه، انځوريز

تخار، په خواجه غار ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو غونډه وکړه، انځوريز

د اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسیون سیمه ییزو مسئولینو د تخار ولایت اړوند د خواجه غار ولسوالۍ په مينچقور سيمه کې د ښوونيزو چارو او فعالیتونو د پرمختګ په اړه یوه مهمه غونډه جوړه کړه چې د سیمې د ټولو ښوونيزو ادارو مشرانو پکې برخه اخیستې وه.

د غونډې موخه د راتلونکي تعلیمي کال  لپاره د لا ښه تنظیم او مدیریت په موخه سلا مشورې کول او خپلې تجربې شريکول وو، چې ځيني معتبرو پوهانو ته د خبرو وخت ورکړل شو او هغوی په دې اړه خپلې په زړه پورې ویناوې وکړې.

د غونډې په یوه برخه کې ځینو زده کونکو ته هم وخت ورکړل شو، تر څو خپلې مقالې ګډونوالو ته واوروي او تشویق شي.

۳-۲۴-۲۰۲۰

Related posts