اپریل 03, 2020

پکتیا، مرکز ګردیز کې د پوهنې مسئولینو د سید کرم ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مديرانو سره ناسته وکړه

پکتیا، مرکز ګردیز کې د پوهنې مسئولینو د سید کرم ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مديرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسیون ځایي مسئولینو د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې ددې ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د ښوونيزو چارو او فعالیتونو د پرمختګ په اړه یوه مهمه غونډه جوړه کړه چې د ټولو تعلیمي ادارو مديرانو، علماء کرامو او عامو قومي مشرانو پکې برخه اخیستې وه.

غونډه کې د راتلونکي تعلیمي کال  لپاره د لا ښه تنظیم او مدیریت په موخه سلا مشورې وشوې او ګډونوالو خپلې تجربې سره شريک کړې، همداراز غونډه کې د تېر کال د نیمګړتیاوو لاملونه او نکات مشخص او د حل لارې چارې یې و لټول شوې.

همدا رنګه مهتممینو او د ښوونځیو مديرانو ته د ښوونې او روزنې کمېسیون اړوند کړنلارې تشریح شوې او په پای کې د غونډې د مهمې اجنډا ( د راتلونکي تعلیمي کال لپاره لازم ترتیبات نيول) په اړه څو مهمې پرېکړې وشوې.

۳-۲۴-۲۰۲۰

Related posts