اپریل 03, 2020

فراه : فراه رود کې یوتن قومي مخور او دیني عالم دخپل قوم په نمایندګي داسلامي امارت کلک ملاتړ اعلان کړ

فراه : فراه رود کې یوتن قومي مخور او دیني عالم  دخپل قوم په نمایندګي داسلامي امارت کلک ملاتړ اعلان کړ

د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند د کله میخ سیمي اوسیدونکی یوتن دیني عالم الحاج مولوي خان محمدصالحي دخپل قوم په نمایندګي چې ۵۰۰ کورونو ته یې شمېره رسېږي دیوې شانداره غونډي په ترڅ کې داسلامي امارت کلک ملاتړ اعلان کړ
غونډه نن ماسپښین یوه بجه د قرآن کریم دمبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې وروسته دیني علماؤ او قومي مخورو داسلامي امارت پر حقانیت ، د جهاد په اهمیت او نورو مهمو موضوعاتو مفصلي ویناوي واورول شوي
غونډه مازدیګر مهال ۵ بجې دهمدي ولسوالۍ لپاره داسلامي امارت دمسؤول الحاجي قاضي مولوي عبدالرحیم صاحب پر لاس د الحاج مولي خان محمد صالحي له لوري دخپل ټول قوم په نمایندګي په بیعت کولو او داسلامي امارت د بریاؤ په دعاګانو سره پای ته ورسیده
نوموړی عالم تردې وړاندي دنیمروز ولایت په مرکز کې هستوګنه کوله او نور یې کله ژمنه کړي چې دخپل په شمول به تل داسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکوي او په دې لاره کې به له هیڅ ډول قرباني ورکولو دریغ ونه کړي
2020/3/24

Related posts