اپریل 03, 2020

د حدیبې صلح، او د دوحې معاهده…!!

د حدیبې صلح، او د دوحې معاهده…!!

دوکتور قاضي فضل الله — شمالي امریکا
ژباړه: م، ف 

له څلورلسیزو جګړو وروسته بالآخره د سولې توافقنامه لاسلیک شوه، تردې وړاندي د روسانو په وړاندي د جهاد د بریا پرمهال هم یوه معاهده شوې وه، مګر هغه تړون د ښکیلو غاړو ترمنځ نه و، بلکي یو طرف که مجاهدین وو خو بل اړخ ته روسان نه وو، بل دا چې هغه معاهده فقط د روسانو د اخراج لپاره وه، په هغه تړون کې پردې خبره نه وه شوې چې په افغانستان کې به تلپاتي سوله راوړله کیږي، د بهرنیو مداخلو مخه به ډب کیږي، او د بیا رغاوني چاري به ترسره کیږي. یعني هغه تړون په ډېره بېړه ترسره شو، ځکه یې په پایله کې هغه څه پیښ شول چې د تاریخ پاڼو ثبت کړل.

ښایی هغه مهال دنیا همدا غوښتل چې مجاهدین پخپلو کې سره اخته شي، او دنیاوال د مسلمانانو څېره په داسي ممسوخ شکل وګوري چې ګویا د دوی جهاد همدغه شی و، چې د قدرت او پیسو لپاره یې پیل کړی و.

او ظاهره خبره ده چې انسان خو څه فرښته نه ده، په هغه کې خو د حیوانیت عنصر هم موجود دی، عموماً په انسان کې همدغه حیوانی عنصر زیاتره غالب وي، مګر که چیري د الله تعالی په فضل وکرم سره په هغه کې ملکوتي عنصر پر حیواني هغه غالب راسي او انسان د اعتدال حالت ته راولي.

او الله تعالی ته مطلوب هم انسان دی، په همدې خاطر یې وخت په وخت انبیاء کرام ورته را لیږلي، ترڅو له انسان نه همغه انسان جوړ کړي چې په هغه کې همدا ملکوتي عنصر غالب وګرځي.

خو دا ځل معاهده داسي ده چې د معضلې د دواړو اصلي اړخونو ترمنځ ده، که څه هم د امریکا له اړخه اوس هم یو افغان نژاده وګړی دا ټوله پروسه پرمخ یووړه، تر دې چې لاسلیک هم د ده و. مګر نړۍ هغه د یو امریکایی په نوم پیژني.

د تړون پرمهال د اړوند ټولو اړخونو بنسټیزي څرګندوني هیله بښونکي وي او له ورایه داسي څرګندیدله چې ټولو دا ځل د امن هیله درلوده.

په نیتونو خو بیا هم الله تعالی عالم دی، خو چې ټول د دې هوډ څرګندوي چې په افغانستان کې به د بیا د پاره د مداخلې هڅي نه کوي؛ نو پوره امید شته چې دا تړون به د تلپاتي سولې باعث ګرځي.

په دې کې هیڅ شک او شبهه نشته چې په دې ټوله پروسه کې د افغان طالبانو ( د امریکا په خبره) او د اسلامي امارت ( د طالبانو په قول) ښکاره فتح او بریا په برخه ده او ترهرڅه ستره بریا خو یې دا ده چې هغوی رسماً ومنل شول. ترپرونه خو هغوی د شر محور ګڼل کیدل، په داسي حال کې چې هغوی خپله خپل جهاد حق، بلکي فرض ګاڼه او (د امریکا له دې لاسلیک نه) دلالةً ثابته شوه چې هغوی (طالبان) رښتیا هم پرحق و.

د حدیبې صلح، چې الله تعالی ورته فتح مبین ویلي

۱ – یو خو له دې امله چې د رهبر پیروانو په لومړي سر کې ډېر تحفظات درلودل، خو کله چې رهبر پریکړه وکړه، نو ټولو منونکو یې پرته له لیت و لعل نه پرسر سترګو قبوله کړه.

د طالبانو مشرانو هم چې د جګړې د کمښت ژمنه وکړه، نو رښتیا هم چې په همغه اوو ورځو کې په ټول هیواد کې په پټو سترګو عملي شوه.

۲ – دویم له دې وجي د حدیبې صلحي ته فتح مبین ویل شوي، چې تر پرونه پوري خو د مکې مشرکین دې ته تیار نه وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم (پیغمبري) حیثیت رسماً ومني. مګر نن یې د یو سیال په توګه ومانه، او هغه ته یې رسمي حیثیت ورکړ، او د مدینې ریاست یې د یو قانوني نظام په شکل قبول کړ.

۳ – درېیم دا چې د مکې مشرکین هم پخپله نبی علیه السلام ته د معاهدې د لاسلیک لپاره حدیبې ته راغلل، او د طالبانو دفتر ته هم د هغوی مقابل خلک پخپله راغلل ترڅو تړون ورسره امضاء کړي.

بهرحال د دوحې په معاهده کې د امیداوارۍ خبره دا وه چې طالب مشرانو خپل ولس ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی ته توصیه کوله چې د غرور او تکبر پرځای باید د الله تعالی شکر ادا کړئ، تر دې چې د مخالفینو په وړاندي یې له طنز کولو نه هم خپل پلویان منع کړل. په عین حال کې د طالبانو عمومي امیر د خپلو مخالفینو لپاره هم د نیکو خواهشاتو څرګندوني وکړي. (هغوی ته یې د عمومي عفوي اعلان وکړ.)

په پاکستان کې د طالبانو د اسلامي امارت پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف پخپل یو بیان کې وویل، چې طالبانو اوس ډېر څه زده کړي، چې په مټ یې کولای شي، له نړۍ سره وچلیږي. دا ډول ډېري څرګندوني هغه څه دي چې باید وستایلي شي او هیله بخښونکي دي.

ترکومه ځایه چې د تړون د لغوه کیدو خبره ده، چې اوریدل کیږي د امریکایانو لخوا ویل شوي؛ چې که طالبان خلاف ورزي وکړي، معاهده به ورسره لغوه شي، دا ډول خبره د ټرمپ له څرګندونو هم مالومه شوې، مګر په عین حال کې ټرمپ له معاهدې نه ډېر خوښ هم مالومیږي. او دا چې اشرف غني ویلي چې د پنځه زره طالبانو د خلاصون مسئله د معاهدې برخه نه ده، بلکي دا د بین الأفغاني ډایلاګ برخه کیدای شي. په داسي حساسو حالاتو کې دا ډول بیانات ورکول، زما په خیال چې د هغوی مجبوري ګڼله کیږي.

د مخ پریوللو او اوړو پوزي جوړولو لپاره خو څه ناڅه ویل اړین وي، ترڅو خلک دا ګمان ونکړي چې شا پرځمکه په زور لګیدلي، بلکي دا ګمان وکړي چې شا پخپله خوښه د آرام لپاره لګول شوې.

نو دا ډول څرګندونو ته نه ډېره هوا ورکول پکار دی او نه ورته ډېره توجه پکار ده. چې د سولې فضا خړه پړه کړي. او د سبوتاژ آثار تري څرګند شي. او یا د سبوتاژ کوونکو هیلي پوره شي.

د پاکستان ځینو ورځپاڼو په همغه ورځ دا ډول بیانات خبري سرټکي وګرځول چې ګویا اشرف غني د معاهدې له مهم شرط نه انکار وکړ، پکار نه و چې دا ډول منفي څرګندوني خبري سرټکي وګرځول شي.

ځکه دا د سولې له سبوتاژ کوونکو سره یو ډول مرسته ګڼله کیږي، په دې سره د سبوتاژ کوونکو هغه ارمان پوره کیږي، چې سوله ناکامه او پرځای یې ویني بهیدل دوام وکړي، او کورنۍ جګړې ته لاره خلاصه شي.

زه فکر کوم د اشرف غني او نورو دا ډول بیانات اصلاً د دې لپاره دي چې پر طالبانو فشار وارد کړل شي، تر تړون وړاندي هم پرطالبانو ډېر فشار واچول شو ترڅو د ده حکومت د څلورو نورو کلونو لپاره ومني. مګر هغوی انکار وکړ، او دا دی اوس یوځل بیا همغه حربه کاروله کیږي، چې په طالبانو خپل فشار جاري وساتل شي، تر دې وړاندي هم د پاکستان په وسیله پرطالبانو فشار راوړل کیده او وروسته به هم تر یو مهاله دا کار کیږي، که بې پایلې شوه، بیا به د اشرف غني لخوا اعلان کیږي چې په هیواد کې د سولې پخاطر د بندیانو خلاصون ته تیار یم.

ترڅو یې په افغانستان کې حیثیت پرخپل ځای پاتي شي. د مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره د لوبی اصلي لوبغاړي خپلي مهرې په همدې شکل کاروي. کله چې یې استعمال ورته مفید تمام نشي، یا یې اړتیا پیدا نشي، بیا یې پخپله هم له منځه وړي.

مګر اوس هم د بدنیتي یوه کړکۍ پرانیستي پاتي ده؛ هغه دا چې امریکا اوس هم څار کوي چې وګوري طالبان څومره تړون ته ژمن پاتي کیږي، ځکه چې له دغي خطې نه هیڅوک هم په مکمل ډول ځان لاتعلقه نه ګرځوي.

دوی فکر کوي چې بیا د روس د وخت حالات رامنځ ته نشي، همدا وجه ده چې د خارجه وزیر په شتون کې یې هم لاسلیک په زلمي خلیلزاد وکړ.

هندوستان هم خپل کړي لګښتونه ضایع کیدلو ته نه پریږدي، هغوی به هڅي وکړي چې خپلي مُهرې د بین الأفغاني مذاکراتو پرمهال وکاروي. چې په یو نه یو شکل دا پروسه سبوتاژ کړي، که خدای مکړه دا سي څه رامنځ ته کیږي بیا به یې هم هڅه دا وي چې پړه یې پر طالبانو ورواچوي. او په دې شکل به معاهده تخریب کړي.

مګر نړیوالو ته دا فکر کول پکار دی، چې افغانانو هم د نوري نړۍ د انسانانو په څیر انسانان دي، حق لري چې د نورو انسانانو په څیر په امن او ثبات کې ژوند وکړي، ترڅو به دوی د نړیوالو د دسیسو ښکار وي. جګړې خو هسي هم د مسئلې حل نه وي، بالآخر به بیا هم د ستونزو په حل کې تفاهم ته اړتیا وي.

الله تعالی دې وکړي چې نور په نړۍ خصوصاً په دغه خاصه خطه کې د امن او سوکالۍ څادر وغوړیږي، نن چې د نړۍ په هره برخه کې ګډوډي وي؛ ټوله نړۍ بې ثباته کولای شي. د تلپاتي سولې په هیله.

پای ………….!

Related posts