اګست 24, 2019

کندز، امام صاحب ولسوالۍ کې د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کندز، امام صاحب ولسوالۍ کې د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د ملا افغان  سیمې ولسي خلکو د دیني مدرسې د ودانۍ لپاره ځمکه وقف کړه.

د امام صاحب ولسوالۍ د تعلیم او تربیې د سیمه ییزو مسئولینو په زیار او هڅونه او له مدارسو سره د ولسونو د بې سارې مینې له امله د ملا افغان د کلي خلکو په یاده سیمه کې دوه جریبه او څلور بیسوې شخصي ملکیتي ځمکه د یوې دیني مدرسې د جوړولو لپاره وقف کړه، ترڅو د یادې سیمې د خلکو بچیان د زده کړو څخه محروم پاتي نشي.

د سیمې ځایي اوسېدونکو د تعمیر د جوړونې ژمنه هم وکړه او د دې کار لپاره یې د سیمې یو معتمد کس متولي وټاکو.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د امام صاحب ولسوالۍ په مفتوحه سیمو کې د ښوونيزو مرکزونو د جوړېدو او پرانيستې چارې په چټکۍ سره پر مخ رواني دي.

22/7/2019

Related posts