اپریل 03, 2020

لغمان، علینګار او علیشنګ ولسوالیو کې د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې غونډې شوې، انځوريز

لغمان، علینګار او علیشنګ ولسوالیو کې د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې غونډې شوې، انځوريز

د پوهنې کمیسیون د سیمه ییزو مسئولینو په سرپرستۍ د لغمان  ولایت د علينګار  ولسوالۍ اړوند د سنګره د سیمې په خالد بن ولید مدرسه کې او د علیشنګ ولسوالۍ اړوند د حاجي اباد د سیمې په حنفیه مدرسه کې حافظانو ته د حفظ د خلاصون په وياړ سترې غونډې ترسره شوې.

یادې غونډې له معمول سره سم سهار د قرآن کریم په تلاوتونو سره پیل او تر غرمې پورې وغځېدلې چې د یادو سيمو ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، طالب العلمانو او عامو ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو.

د غونډو په ترڅ کې د قرآن کریم د ختمونو تر څنګ یو شمیر علماء کرامو د فکر جوړونې، اسلامي نظریې ورکولو، د غرب د تمدن او د ډیمکراسۍ په وړاندې د مبارزې کولو او نورو موضوعاتو اړوند ویناوې وکړې.

علماء کرامو د سیمې ولسونه د دیني مدارسو جوړولو او تمویلولو ته تشویق کړل چې په دې ډول دیني مدرسو ته اهمیت او لومړيتوب ورکړل شي او په ټولو سیمو کې جوړې شي.

د یادونې وړ ده چې د غونډو په پای کې د خالدبن ولید او د حنفیه د مدرسې ګڼو حافظانو او د قرأت طالب العلمانو ته د جیدو علماء کرامو په لاسونو د فضیلت دستارونه ور پر سر شول.

۳-۲۲-۲۰۲۰

Related posts