اګست 22, 2019

فراه : مرکز کې ۲ پولیس یو اربکی قومندان او ۲تنه اربکیان قتل وسلې یې نیول شوي دي

فراه : مرکز کې ۲ پولیس یو اربکی قومندان او ۲تنه اربکیان قتل وسلې یې نیول شوي دي

بیګاه شپه ۱۱ نیمي بجې د فراه ولایت دمرکز فراه ښار اړوندد  راباد په سیمه کې په هغه اربکیانو وسلوال بریدترسره شو چې  کمین نیولو ته راووتل

برید چې پوره یوساعت یې دوام وکړ په پایله کې یې  مهم اربکی قومندان (حکیم) له ۲ ساتونکوسره ځای پرځای قتل اوپاتي یې په تېښته ولاړل

له دښمن څخه یوراکټ ،  ۴ کلاشینکوفونه  اومهمات نیول شوي

همداراز دفراه ښار اړوند دسلطان میراغا  دپوستې ۲ تنه پیره دار پولیس  دلیزري وسلو په مټ  بیګاه شپه ووژل شول

2019/7/22

Related posts