
دالفتح عملیاتو په لړکې بیګاه شپه ۱۲ بجې د فراه ولایت دمرکز فراه ښار اړوند د حیدر قلعه په سیمه کې داسلامي امارت مجاهدینو دکابل ادارې دپولیسو پر مهمه پوسته وسلوال بریدترسره کړ
برید چې پکې سپکې ، درنې اولیزري وسلې وکارول شوي ۴۰ دقېقې یې دوام وکړ
دبرید په پایله کې پوسته په بشپړه توګه فتح اوپکې میشت ۳ تنه پولیس ځای پرځای قتل ۳تنه یې ژوبل او ۷ تنه نور یې ژوندي ونیول شول چې دهغوی له جملې نه یوتن چې سخت زخمي ؤ د همدردي له امله خوشي کړی شو
همداراز ددښمن یوټانګ ویجاړ شوی ، ۲ ثقیلان ، ۲ راکټونه ، ۷ کلاشینکوفونه ، اوپه زیاته اندازه مرمۍ اونور مهمات دمجاهدینولاس ته ورغلي دي
په پېښه کې یوتن مجاهد هم زخمي شوی
2019/7/22