اپریل 03, 2020

د اسلامي امارت د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون اعلاميه

د اسلامي امارت د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون اعلاميه

داچې د افغانستان د ګاونډيو ملکونو څخه د کرونا ويروس او نورو مشکلاتو له امله افغان مهاجرينو او مسافرو خپل هيوادته مخه کړي او په لويو لاروکې له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ کيږي؛ نوبناءً په هيواد کې ټولو ترانسپورتي او سفربري شرکتونوته خبر ورکول کيږي، چې زوريدلي مهاجرينو وروڼوته لازمې او بشپړې اسانتياوې برابرې کړي، که ممکن وي د مسافربري بس ټکټونو خپلې بيعې ورته کمې کړي او يا يې هم پرمخکنې حالت برقراره وساتي.
په دې اړوند د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون ته ګڼ شمير شکايتونه راغلي، چې يادو شرکتونو په دې شپو او ورځو کې د اصولو خلاف د ټکټ نرخونه لوړ کړي دي او په موټرکې د چوکيو ترتعداد ډیره سپرلۍ هم کينوي.
زموږ ترڅيړنو وروسته هم معلومه شوه، چې د مسافرو شکايتونه پرځای دي، په همدې اساس ياد کميسيون غوښتنه کوي، چې ټول شرکتونه له داشان کړنو څخه ډ ډه وکړي، کنه له قانوني چلند سره به مخ شي او مسئوليت به يې په خپله غاړه وي.
همداراز د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون، خپلو ولايتي مسئولينوته سپارښتنه کوي، چې د ستونزو پرمهال په خپلو سيموکې مسافرو سره پوره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون
۲۷/۷/۱۴۴۱هـ ق
ـــ ۳/۱/۱۳۹۹هـ ش
2020-03-22م

Related posts