اپریل 03, 2020

د څرخي پله زندان کې د یوه بندي د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

د څرخي پله زندان کې د یوه بندي د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

د څرخي پله له کرغیړن زندان څخه مو يوځل بيا په خواشنیۍ سره خبر تر لاسه کړ چې يو تن ناروغ بندي (عجب ګل) د حاجي بور زوی د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ګنج آباد کلي اوسېدونکی تيره شپه د دغه زندان په لسم بلاک کې د ناروغۍ له امله په حق رسيدلى.
انالله وانا اليه راجعون
وفات شوی بندي له څه مودې راهيسي له ورپېښې ناروغۍ څخه کړېدى، خو زندان کې يې لازمې درملنې ته پاملرنه نه کېده.
مرحوم عجب ګل د روان کال په ترڅ کې د نورو وفات شويو مظلومو بنديانو په څېر د قابل علاج ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه بندي په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د کابل ادارې او يرغلګرو په زندانونو کې سلګونه نور مظلوم بنديان هم د بېلابېلو سختو ناروغيو او په دا وروستیو کې د کرونا په څير وبا له خطر سره هم مخ دي.
کابل اداره او بهرني ملاتړي يې تداوۍ او صحي وضعيت ښه کولو ته هيڅ ډول اساسي کړنلاره او پاملرنه نلري او نه هم د بندیانو خپلوانو ته د خپلو ناروغو بنديانو د علاج کولو اجازه ورکوي.
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يو ځل بيا د بشري حقونو پر نړیوالو سازمانونو، روغتيايي خيريه بنسټونو او نورو خپلواکو بشري ادارو ږغ کوي چې د دا ډول وضعیت په تغیر کې کوټلي ګامونه واخلي، خپل مسئولیت ادا کړي او له سرغړونکو سره د حساب کتاب د زمینې په مساعدولو کې مرسته وکړي. والسلام

د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون
۲۶/۷/۱۴۴۱هـ ق
۲/۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/3/21 م

Related posts