اپریل 03, 2020

د مسلمانانو ترمنځ که جګړه ونښته نو څه کول په کار دي؟…

د مسلمانانو ترمنځ که جګړه ونښته نو څه کول په کار دي؟…

عبدالرقیب رقیب: 

له حمزه بن عبد الله نه روايت دی چې موږ له خپل پلار (عبدالله بن عمر – رضي الله تعالی عنهم – سره ناست و، يو عراقی سړی راغی, عبد الله ته يې وويل : غواړم چې ستا غوندي د مسلمانانو له خپلمنځي جګړې نه ګوښه اختيار کړم خو کله چې د قران کريم دا ايت تلاوت کړم نو زړه مي راسره نه مني – په دې جګړه کې د هغې ټولۍ خلاف جنګ ته مي هڅوي چې عدالت ته غاړه نه ږدي, ته د دې ايت په اړه راته ووايه.

هغه ايت دا دی:

وَإِن طَآئِفَتَٰنِ مِنَ اَ۬لْمُومِنِينَ اَ۪قْتَتَلُواْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا ۖ  فَإِنۢ بَغَتِ اِحْد۪يٰهُمَا عَلَي اَ۬لُاخْر۪يٰ فَقَٰتِلُواْ اُ۬لتِے تَبْغِے حَتَّيٰ تَفِےٓءَ ا۪لَيٰٓ أَمْرِ اِ۬للَّهِ ۖ  فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوٓاْ ۖ  إِنَّ اَ۬للَّهَ يُحِبُّ اُ۬لْمُقْسِطِينَ ۖ  ﴿٩﴾ الحُجرَات-٤٩

 

ژباړه : او كه له مؤمنانو څخه دوې ډلي پخپلو منځو کښي په جنګ شي، نو د هغو په منځ کښي صلح وکړئ. بيا كه له هغو څخه يوه ډله پر بلي تېرى وکړي، نو له تيري كوونكي (ډلي) سره وجنګېږئ، تر دې پوري چي هغوى د الله د حُكم خوا ته راوګرځي. بيا كله چي هغوى را وګرځي، نو په منځ کښي یې په عدل سره سوله وکړئ، او انصاف وکړئ چي الله انصاف كوونكي خوښوي.

 

راوي وايې چې عبدالله هغه عراقي ته وويل : له مانه ايسته شه! ستا او د دې يې سره څه ” کله چې عراقي له موږ نه نهام شو, عبدالله مخ راواړاوه ويلې : له دې ايت نه زه يواځي دا انګېرلای شم چې د الله ﷻ د فرمان سره سم د باغي ډلې په وړاندي جنګېدلی نه يم.

المستدرك علی الصحيحين للحاکم.

عبدالله بن عمر – رضي الله عنهما – د حضرت معاوية په وړاندي له جنګ نه شاته کيدو باندي ځان ملامت ګڼل, هغه معاويه چې د روم عيسوي واکمن ورته د علي – رضي الله تعالی عنه – په مقابل کې ورته د مرستې لاس اوږد کړ, خو معاوية ورته وويل : « دلته د ورور له ورور سره جنګ دی، بل ځل به دي د مداخلې اشاره راکړې وي داسي لښکر به دروليږم چې سر يې تاته در رسېږي او پای يې له ماسره وي.

 

خو دلته د غني اداره هغه خلک دي چې دوه لسيزي يې د حربيانو ترشا او مخ، د هغوی په مستقیم امر مومنان ووژل, اوس هم له حربيانو سره د هغوی له خوا د افغان مومن ولس د قتل او پايمال د بښلو سند شته دی، هغوی اوس هم حربيانو ته د دې خاورې د پرېښودو مشوره نه ورکوي، حربيان غواړي د هغوی له اجازې پرته ووزي خو دوی يې ګرموي چې ولي يرغل ته خاتمه ورکوئ!!؟

د دوی, سره کرښه دا ده چې د الله ﷻ قانون به نه يادول کېږي، او د يرغلګرو په مټ تپل شوی قانون به دلته خامخا عملي کېږي!!

په داسي صورت کې د هغوی په مقابل کې له جهاده ناست خلک بالکل د دې قراني فرمان نه باغيان دي

يادونه : په دې ايت کې د خپلمنځي جنګ حل لاره د الله ﷻ  حکم ته د ښکېلو خواوو تابع کيدل ياد شوي دي – دا نه چې په نورو قوانينو ټينګار وشي – او کله چې دواړه خواوي د الله ﷻ امر ته تابع شي نو فيصله دي د “عدل” په اساس وشي – نه دا چې د بې خرته مساوات په غچي هرڅه وسکڼل شي او الهي اوامر له کاره او معياره وغورځول شي.

 

رقيب

Related posts