اکتوبر 18, 2019

امتحانات او په وړاندې یې د حقپالو مواقف

امتحانات او په وړاندې یې د حقپالو مواقف

سمیع الله زرمتی:
دنیا د ازمون او ابتلاء ډګر دی. الله تعالی انسانان پیدا کړي، ژوند او عقل یې ورکړی. بې حده انعامات یې پرې کړي، بیا یې د لارښوونې لپاره ورته پیغمبران رالیږلي دي. د حق دین ( اسلام) داعیه د هر عاقل انسان تر غوږونو رسیدلې ده،اوس نو ټول انسانیت تر ابتلاء او ازمویښت لاندې دی. د اسلام منکرین د ازمون په لومړۍ مرحله کې ناکام شوي. د الهي پیغام پر ځای یې د خپل نفس خواهشات لوړ بللي او د اسلام له منلو یې انکار کړی دی. دا چې له ناکامانو د بیا ازموینې ضرورت نه وي نو په دنیوي ژوند کې په دوی ابتلاوې هم نه راځي. کافران د دنیوي ژوند له لنډمهاله نعماتو او لذاتو خوند اخلي او پس له مرګ ورته دردناک او پاییدونکی عذاب انتظار دی.
اما هغه انسانان چې ایمان یي راوړی، اسلام یې منلی دی، هغوی په لومړنی ازموینه کې بریالي شوي، خو د دې لپاره چې د ایمان کچه یې څومره ده، تر کومه حده خپلو معتقداتو ته ژمن او مخلص دي، الله تعالی ورباندې بیا بیا امتحانات راولي. همدا وجه ده چې په دنیا کې زیاتره امتحانات، سختۍ او مصائب په مؤمنانو راځي. په مؤمنانو کې تر ټولو درانه امتحانات پر هغو راځي چې د محکم ایمان خاوندان وي، لکه انبیاء کرام علیهم السلام، اولیاء، علماء، مجاهدین او نور . . . په دې خاصو مؤمنانو د الله تعالی امتحانات دومره سخت وي چې د قران کریم په استناد حتی پیغمبران علیهم السلام او ورسره ملګري یې په دې قول مجبوریږي چې (متی نصرالله) د الله تعالی مدد به کله وي؟ چې دا د امتحان د ډیرې سختۍ حکایت کوي.
نن سبا چې واقعي مؤمنان یو ځل بیا له سختو امتحاناتو سره مخامخ دي. دنیا د کفر او فسق په لړو کې غرقه ده. ځای ځای د واقعي اسلام او ایمان څرکونه ترسترګو کیږي. هر چا د دیانت پر ځای مادیت ته مخه کړې، د الله تعالی د وعدو پر ځای د عصر د فراعنه وو په وعد او وعید حساب کوي. د ډیرو خلکو مسلماني هم عنواني شکل اختیار کړی دی او تیار نه دي چې د اسلام لپاره قربانۍ ورکړي او یا د خپل ایمان د ساتنې لپاره دنیوي تکالیفو ته غاړه کیږدي. په دې عصر کې د حقپالو لپاره مهمه خبره دا ده چې د امتحاناتو او ابتلاوو په وړاندې مناسب چلند زده کړي او لکه څنګه چې په تیره زمانه کې د ایمان خاوندانو د سختیو په مهال کوم مواقف خپل کړي، کومې خبرې یې کړي دي، باید چې کټ مټ هماغسې چلند وکړي.
په دې لیکنه کې به د سختو ازمونونو او امتحاني شیبو په وخت د پخوانیو مؤمنانو د حالت ځینې نمونې درسره شریکې کړو، تر څو له همدې نه په زده کړه خپل مواقف درست کړو.
یقینا له ماسره مې رب دی، ژر به لار راوښيي
موسی علیه السلام له خپل قوم بني اسرائیلو سره د مصر د فرعون له ظلم او جوره هجرت وکړ، د قلزم دریاب ته نږدې شوی و چې تر شا یې وکتل، ګوري چې فرعون ورپسې لوی لښکر راایستلی دی. او ډیر ژر ده چې تر دوی راورسیږي. دا سخته شیبه وه، مخې ته دریاب دی چې طوفاني څپې یې الوځي او تر شا د فرعون قهر جن لښکر چې په وسلو سمبال دی. د موسی علیه السلام قوم چې دا حالت ولید، سخته وارخطایي ورباندې ګډه شوه. الله تعالی فرمایي: فلما تراءى الجمعان قال أصحاب موسى إنا لمدركون (۶۱- الشعراء) . ژباړه : کله چې دواړو ډلو سره ولیدل د موسی ملګر وویل چې موږ خو ګیر کیدونکي یو. ) دا نو سخته شیبه وه او د الله تعالی لویه ابتلاء . مګر موسی علیه السلام په خپل رب توکل او تکیه وکړه. د وارخطایي او حواس بایللو په ځای یې خپل قوم ته وویل: . قال كلا إن معي ربي سيهدين .۶۲ – الشعراء. ژباړه: ویلې هیڅکله نه، یقنیا له ما سره مې رب دی ژر به لار راوښيي.
د دې سختې ابتلاء په مهال د موسی علیه السلام دغه له ایمانه ډک موقف موږ ته راښيي چې د سختیو په مهال باید په الله تعالی ونازیږو. د الله تعالی په وعدو خپل ایمان محکم وساتو تر څو مو الله تعالی داسې نجات او بریا نصیب کړي لکه د موسی علیه السلام سره یې چې مدد وکړ.
چې څه کوې هغه وکړه!
د موسی علیه السلام په قصه کې یوه بله عبرت انګیزه واقعه د هغو ساحرانو ده چې فرعون د موسی علیه السلام مقابلې ته را ایستلي وو. خو هغوی چې کله د موسی علیه السلام معجزه ولیدله نو الله تعالی ته په سجده پریوتل، ایمان یې راوړ او صادق مؤمنان شول. فرعون دوی ته د سختو سزاګانو ګواښونه وکړل. ورته ویي ویل چې د موسی علیه السلام په رب له ایمانه دې وګرځي او کنه لاسونه او پښې به ردوبدل ترې غوڅ کړي. د خرماوو په تنو او ښاخونو به یې راځوړند کړي او سخت ترین عذاب به ورکړي.
فرعون د مصر پاچا و او د هر څه امکانات یې درلودل، د ظالم او جابر فرعون دې ګواښونو دغه نوي مؤمنان(پخواني ساحران) له سخت آزمون سره مخامخ کړل. خو دوی په خپل ایمان باندې مطمئن ول او الله تعالی ورته د ثبات توفیق نصیب کړی و. نو ځکه یې د فرعون په وړاندې د سرټیټۍ پر ځای فرعون ته مخامخ د رد ځواب ورکړ او ورته ویي ویل: فاقض ما أنت قاض إنما تقضي هذه الحياة الدنيا . ژباړه : نو ته چې څه کوې هغه وکړه، ته فقط د همدې دنیوي ژوند( یو څه) فیصله کولای شې.) سبحان الله !!!!! دا دی د ایمان اوج او دا دي د مغرورو طواغیتو په وړاندې د حقپالو رښتیني مواقف . . .
د دنیا عذاب د آخرت تر عذاب آسانه دی
د عبرت او ثبات یو بل داستان د فرعون د ښځې او لور ( آسیه او ماشطه رحمهما الله) دی. هغوی چې له فرعون په پټه یې په الله تعالی ایمان راوړی و او د موسی علیه السلام پیغمبري یې منلې وه. د مسند أحمد روایت دی:کله چې فرعون ورباندې خبر شو، نو خپلې لور ته یې وویل چې آیا له ما پرته ته کوم رب منې؟ لور یې وویل: هو، هغه الله چې هم زما او هم ستا رب دی. نو فرعون نحاس جوش کړل او بیا یي امر وکړ چې لور یې ماشطه سره له کوچنیو اولادونو په دې اور کې وغورځوي. نو بیا یې د ماشطه بي بي یو یو اولاد دې ګرمو نحاسو ته غورځاوه او مور یې ورته کتل، تر دې چې یوه کوچني شیدي رودونکي طفل ته نوبت ورسید. دا وخت داسې معلومیده لکه دغه مؤمنه مور چې د خپل ماشوم زوی په سوځیدلو ناقراره شوې وي. په دې وخت کې یې کوچني زوی ورته اواز وکړ چې ( یا امه! اقتحمي النار، فان عذاب الدنیا اهون من عذاب الآخرة، فاقتحمت. رواه احمد. ژباړه: مورې! اور ته ورننوځه! ځکه د دنیا عذاب د آخرت تر عذاب آسانه دی نو بیا یې مور هم اور ته ورولویده.
حسبنا الله و نعم الوکیل
او راشئ په پای کې د اخرین الهي استازي او د بشریت د ستر قائد محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو ثبات او توکل ووینو چې د سختیو په وخت به یې څنګه مواقف اختیارول. د احد په غزا کې مسلمانان ډیر په تکلیف شول. اویا تنه صحابه کرام شهیدان شول. ډیر نور زخمیان شول. د اسلام کورنۍ ته په لومړي ځل تر ټولو دروند غم ورپیښ او په سخت مصیبت کې ګرفتار شول. د احد په سبا رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وویل چې د دښمن په تعقیب به وځو، دوی په دې سخت او جګړې ځپلي حالت کې بیا هم حوصلې ونه بایلودې، د حمراء الاسد پر خوا یې لښکر ویوست چې له مدینې منورې په اته میله فاصله کې پرته سیمه ده. کله چې د مشرکینو مشر ابوسفیان د مسلمانانو له دې لښکر کشۍ خبر شو، نو وویرید، د عبد قیس قبیلې یوه قافله چې د مدینې پر خوا روانه وه، ابوسفیان یو بار ممیز ورکړل تر څو یې په عوض کې د دې قافلې خلک مسلمانان وویروي او د مشرکینو د لوی لښکر د راتګ خبر ورکړي. کله چې د عبد قیس دا قافله حمراء الاسد مقام ته راورسیده نو مسلمانانو ته یې د مشرکینو د لوی لښکر د راتګ خبر ورکړ او د مسلمانانو د ویرولو کوښښ یي وکړ.
الله تعالی فرمایي: الذين قال لهم الناس إن الناس قد جمعوا لكم فاخشوهم فزادهم إيمانا وقالوا حسبنا الله ونعم الوكيل(۱۷۳) آل عمران. ژباړه : هغوی( صحابه) چې خلکو ورته وویل بې شکه خلک درته راټول شوي دي نو وډار شئ ترې، خو دې خبرې د هغوی ایمان لا زیات کړ او ویل به یې . الله موږ ته کافي دی او هغه ښه کار جوړوونکی دی.
نو دا دی د امتحاناتو او سختیو په وړاندې پیغمبري چلند او د واقعي مؤمنانو ثبات او صبر چې د نن زمانې په آزمونونو کې ګیر مسلمانان ترې ډیر څه زده کولای او د هغوی تاریخي مواقف د خپل ځان لپاره سرمشق ګرځولی شي. الله تعالی دې موږ ته هم همداسې د صبر او ثبات توفیق رانصیب کړي. آمین یا رب العلمین.

Related posts